Homeخبرونه‏سبا سې شنبه په لسو ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو...

‏سبا سې شنبه په لسو ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو اټکل شوی

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د طالبانو د حکومت هوا پېژندنې ریاست وایي، چې  سبا سې شنبه به بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، کندز، بغلان، سمنگان، بامیان او پروان کې ورښتونه وي.

هوا پېژندنې ادارې په یادو ولایتونو کې د ورښتونو کچه له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو ښودلې.

په عین حال کې هوا پېژندنې ریاست په شمالي، سویل، سویل ختیځ، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر ورکړی چې چټکتیا یې په ساعت کې له ٥٠ تر ٩٥ کیلومترو ښودل شوی.

د یاد ریاست په خبرپانه کې زیاته شوې چې، دا بادونه به له ځان سره خاورې او دوړې هم ولري.

خبرپانه کې عامو خلکو ته توصیه شوې، چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه وځي، د سیندونو له غاړو دې لرې اوسي، د نیمه کاره ودانیو او لویو اوسپنیزو لیکدړو (لوحو)  شاوخوا دې له ناستي او دریدو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...