په کوچ کې داسې کړوپه ناسته وه چې پښې یې تر اوږو هسکې شوې وې. ریموټ کنټرول ته یې په زګیروي لاس وروغځاوه، تلویزیون یې ولګاوه. غږ یې دستي ورټیټ کړ، لاس یې پر غوږونو کیښود، بیا یې سر پر کوچ تکیه کړ. د اورسۍ خواته د کاغۍ کغا شوه. پښې یې ورغونډې کړې. کاغۍ بیا وکغیده، ورولټیده. پرده یې له پیڅکې جګه کړه. پر ایینې یې غبرګ رغوي کیښودل. په کوڅه کې د دوی د کور مخې ته هسک وچ بوټي د مني شمال ته خوځیدل. کړوپه کړوپه خپل ځای ته ستنه شوه. پر کوچ وغځیده، دا ځل یې پښې د اورسۍ خواته کړې:
اوف پرده خو….
پر سترګو یې مړوند کیښود…دسترخوان یې چمن ته وایست. لمسیانو ورمنډه کړه، یوه یې د دې لاس ښکل کړ، بل غاړه ورکړه. په بل لمسي پسې یې منډه کړه. هغه د څاه خواته ځغاستل، پسې چیغي یې کړې…. ساه نیولې ساه نیولې یې سترګې رڼې کړې:
کاشکي په دې تنهایي کې راسره وای
د دې لمسیان په وطن کې دي. منځوی زوی یې په (بن) کې له دې سره یوازې ژوند کوي. موبایل یې ورواخیست چې زوی ته زنګ ووهي، بیرته ورپه یاد شول چې ده ورته ویلي و چې کله په کار کې وي زنګ دې نه ورته وهي. که یې بیا زنګ واهه له پنځه نیمو تر شپږو زنګ وهلی شي. موبایل یې د ریموټ څنګ ته کیښود. د میز له سره یې ګولۍ ورواخیستې، تر ټیکري لاندې یې پر ویښتو لاس تیر کړ:
نن دې ګولۍ خوړلې که نه
د خوړل شویو ګولیو تشې خانې یې وګڼلې، ډاکټر ته د تګ ورځ یې ورپه زړه کړه. د ګولیو پاکټ یې د میز پر سر واچاوه، د زوی هغه په لوړغږ پټکه یې تر غوږو شوه چې تیره اونۍ یې ورته ویلي و:
خدای ته وګوره ګولۍ مه هیروه بیا به ډاکټر ته څه وایم
دباندې یې پام شول چې تیاره شوې ده، اوچته پاڅیده، اودس یې وکړ. چې کله په قضایي لمانځه دریده، د التحیات د ویلو پرمهال یې په زړه کې تیر شول چې دوهم رکعت دی که دریم.
د جاینماز ژۍ یې ورواړوله. موبایل یې ورواخیست، اوف یې کړل. د زوی د کار د تفریح وخت یې تیر شوی و. د خوب کوټې ته ولاړه. مخ یې په کمپله کې پټ کړ:
کاشکي مې خبرې کړې وای
څه به دې ورته ویل
اوس به راښکاره شي
مخامخ پر دیوال د ګاونډي د کور د څراغ رڼا پرته وه. په فکر کې شوه د غرمې لمونځ یې کړی و، که یوازې ماښام ترې قضا شوی دی…
بیا دا وه، بیا کابل و، بیا خیال و. په کور کې بیروبار و، ماشومانو منډې وهلې. په زګیروي په اړخ واوښته.
د دروازې ټک شو. تر ژبې لاندې یې وویل، لکه چې راغی. که د بل څه ټک دی؟
باڼه یې پر راښویدلي ګاج ټیکري لګیدل، یو وخت چې یې سترګې وغړولې رڼا وه، په توبو توبو له زینو ښکته شوه، د سهار لمونځ یې قضا شوی و. د زوی د خوب کوټې ته یې سر ورایسته کړ، هغه نه و کمپله یې پر تخت ورسمه کړه، لاس یې پرې تیر کړ:
ماسختن دې څه خوړلي، سهار هم نهار وتلی یې؟
زوی یې پرې غږ کړ:
-ادې له چا سره غږیږې
-وی ما ویل چې تللې یې شکر چې یې چای به درته تیار کړم
هغه بیک پر اوږه کړ:
-راباندې ناوخته کیږي
چې دا پسې ورتله، زوی یې لاس پورته، وربند کړ، دې کوڅې ته سر پسې وروایست زوی یې د کوڅې د لغړو ونو شاته چپ لاس ته واوښت، دې ټیکری پر سپینو ویښتو سم کړ، تشې کوټې ته ستنه شوه، له ځان سره وبڼیده:
کاشکي خو مې هاغه د پرون ورځې خوب ورته تیر کړی وای.
پای