جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتېرو ۸ میاشتو کې یو میلیون ۱۷۷زره افغان کډوال هېواد ته راستانه...

تېرو ۸ میاشتو کې یو میلیون ۱۷۷زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، په تېرو ۸ میاشتو کې یو میلیونه ۱۷۷زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د یاد کمېسیون ویاند مولوي احمدالله وثیق ویلي، دغه شمېر کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبر ایستل شوي.

وثیق ویلي، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ایستلو لړۍ لاهم دوام لري.

نوموړي د کډوالو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري ایستلو برخه کې فشار راوړي، څو کډوال د یوه مشخص میکانیزم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راستنېدنې لړۍ چټکه شوې او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستنول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب