د چين اتم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای ښار کې پيل او د همدې مياشتې په ۱۰مې نېټې پای ته ورسېد.
په دغه شپږ ورځني نندارتون کې د ګردې نړۍ نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه نندارې ته وړاندې شوي وو او په څنډه کې يې د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ پر نويو او عالي چارو د بحثونو لپاره بېلا بېل فورمونه او فرعي فعاليتونه هم ترسره شوي دي.
د دغه نندارتون په ملي نندارځي کې ۶۷ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی و او په ۳۰۰۰۰ مربع مترو نندارځي کې يې تر سلو زيات فعاليتونه ترسره شوي دي.
د چین وارداتي نړیوال نندارتون په نړۍ کې يوازېنی وارداتي نندارتون دی، چې د دولت له لوري ترسره کېږي او د نړۍ ګڼې تصدۍ پکې خپل تولیدات پلور او نندارې ته وړاندې کوي. دغه نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره چيني بازار ته د ننوتنې پل جوړ کړی دی.
په سږني نندارتون کې په لومړي ځل د لږ پرمختیايي هېوادونو د تولیداتو لپاره ځانګړی نندارځی برابر شوی و او د يادو هېوادونو ۱۶۳ تصديو پکې برخه اخیستې وه، چې دا شمېر د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۲۳ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
چین په سږني نندارتون کې د لږ پرمختیايي هېوادونو لپاره مالیات لغوه کړي وو او د نندارځيانو د جوړولو په برخه کې يې ورته یو لړ امتیازي تګلارې هم غوره کړې وې.
د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د نړۍ د ازادې او اسانې سوداګرۍ د پرمختګ، د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثابت او سالم چلند د خونديتوب او د نړيوال اقتصاد د ټولشموله او دوامداره پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون نه يوازې د سوداګرۍ او خدماتو د معاملو ستر فعاليت، بلکې د تګلارو او نظريو د تبادلې يو لوړ پوړی پلټفورم هم دی، چې د چين او نړۍ د پيوستون لپاره د کمربند رول لري.
اوسمهال د نړيوال اقتصاد د بیا سمسورتيا او احيا قوت کمزوری دی او هم په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتنه او یا پروټېکشنيزم د پورته کېدو په حال کې دی.
دغه نندارتون نه يوازې د سوداګريزو راکړو ورکړو او متقابلو پانګونو د هڅولو له لارې د چين د باکيفيته پرمختګ په بشپړولو کې ګټور رول لوبوي، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره يې د کاري دندو او عايداتو زياتوالی هم برابر کړی دی، نو ځکه دغه نندارتون د ګټې – ګټې پلټفورم بلل کېږي.
چين شاوخوا يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس او لوی بازار لري، د لګښت سويه يې مخ په پورته کېدو او د ښه کيفيت توليداتو او خدمتونو ته اړتياوې يې مخ پر زياتېدو دي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون د غوره افغان محصولاتو او د چين په بازار کې د افغان تصديو د کاروبارو د پراختيا طلايي کړکۍ بلل کېږي.
افغان تصديو او شرکتونو د چين نړيوال وارداتي نندارتون په تېرو پړاوونو کې هم ګډون کړی و او په چيني بازار کې يې د افغان محصولاتو د شهرت کچه لوړه کړې ده.
افغانستان يو زراعتي هېواد دی او ښې پرېمانه طبيعي زيرمې هم لري او له شک پرته زراعتي محصولاتو او خامو موادو ته يې ګرده نړۍ اړتيا لري، نو دغه هېواد کولی شي، چې د صادراتو له لارې خپل اقتصاد ورغوي او د خپلو خلکو غریبي غوڅه کړي.
افغانستان اوږدمهالې جګړې ځپلی او اوس په دې هڅه کې دي، چې خپل تولیدات، جلغوزي، لاسي غالۍ، زعفران او لاجورد او نور ګرانبیه توکي نړيوال بازار ته ورسوي.
د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ او د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پراخېدو سره اوس د افغانستان څو غوره محصولاتو د چين لوی مارکېټ ته لار موندلې ده. که د افغانستان نور محصولات د چين بازار ته لار ومومي، نو له شک پرته افغانان به ډېرې ګټې ولري، ځکه دغه هېواد لوی بازار لري او توکي پکې ډېر ژر پلورل کېږي.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د چين سږني نندارتون د افغانستان په شمول د پرمختيايي هېوادونو د تصديو د ګډون لپاره په نوموړي نندارتون کې د ګډون اسانتياوې برابرې کړي، چيني بازار ته يې د افغان تصديو د ننوتنې ستونزې کمې کړي او افغان سوداګرو ته يې ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.
چين لوی نفوس، دویم اقتصادي ځواک او د لګښت پراخ بازار لري او له همدې امله نړيوال شرکتونه هڅې کوي، چې د همدې وارداتي نندارتون له لارې د چيني مشتريانو باور خپل کړي او خپل غوره او ښه توليدات نندارې ته وړاندې او سوداګريزې معاملې ترسره کړي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون په لومړي ځل ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو او اوس هر کال يو ځل ترسره کېږي او د بهرنيو سوداګرو لپاره د چين لوی بازار ته د تګ دروازه بلل کېږي.