سالو د بس د تمځي پر څوکۍ ځان واچاوه. چې ساه یې اخیستله سږو به یې نری درد کاوه. منډې یې وهلې وې، خو بس ترې تللی و.
حمزه راورسېد. د سالو څنګ ته کښیناست. ساعت ته یې وکتل، اته او پینځه دېرش دقیقې وې. بس په ۸:۳۲ تللی و:
– ما درته ویل چې هسې منډې مه وهه. بس ته نه رسېږو.
– بل څه وخت راځي؟
حمزه مبایل ته وکتل: په ۱۵ دقیقو کې..
سالو لنډ خرمايي ویښتان په قیدک کې پورته بند کړل. حمزه په خپلو وپښتانو ګوتې تېرې کړې، خوله یې کړې وه، ګوتې یې لندې شوې، په پطلون یې وچې کړې، ویښتان یې وښورول، سترګې یې پټې کړې، جیب ته یې لاس کړ. عینکې یې له یاده وتلې وې.
سالو ته یې کړل: څه بد لمر دی.
ـ لمر کې بدي له کومه شوه. وریځې دې ورکې شي.
حمزه ته د ژمي سهارونه وریاد شول. چې سهار وختي به په همدې تمځي کې د کار لپاره بس ته ولاړ و او کله کله به یې داسې احساس کاوه لکه ژمي چې له ځان سره د ټول پراګ اروا تیاره او سړه کړې وي.
په پارکینګ کې یو سور موټر ودرېد. یوه لنډه چاغه ښځه ترې ښکته شوه. کارتن یې په لاس کې و. سهار په خیر یې وویل، حمزه خپلې وروځې هسکې او سر وښوراوه.
سالو ورته د پاسنۍ ژامې ټول غاښونه ښکاره کړل؛ سهار پخیر!
حمزه ته د سالو، د تل سرو شویو، پلنو شونډو او غټې خولې خندا مصنوعي ښکاريده خو په خلکو ښه لګېده.
چاغه ښځه په تمځي کې د کتابونو د څلورو قفسچو لرګینې المارۍ ته ودرېدله. له کارتنه یې کتابونه ایستل، په المارۍ کې یې کېښودل.
سالو ورنږدې شوه:
– دا ډېر وخت المارۍ خالي وه، څومره ښه چې ډکوئ یې.
– مور مې څو وخته مخکې وفات شوه. د هغې کور مې چې خالي کاوه ځینې کتابونه یې ما له ځان سره وساتل او دا نور مې وغوښتل د تمځي په کتابتون کې کېږدم، که د چا په ذوق برابر ول پخپله به یې یوسي.
سالو ورنږدې شوه، یو کتاب یې راپورته کړ. توربخون، رنګ الوتی، زرغون پوښ یې و. پاڼې يې سره نښتې وې لکه په کلونو چې چا نه وي پرانیستی.
سالو کتاب پرانیست. په جرمني ژبه و. حمزه ته یې ونیوه: څه یې لیکلي؟ حمزه په پښتو ورته وویل:
– وه نجلۍ د مردګانو کتابونه مه لوله. بیا یې چکۍ ښځې ته وکتل مسک شو.
سالو کتاب په خپل ځای کېښود. بیرته په څوکۍ د حمزه څنګ ته کښیناسته.
– بس یو څو فکره له هر چا پاتېږي!
-له هر چا نه، له لیکولانو پاتېږي، هغه هم ډېر کله په الماریو کې پراته وي.
– فکرونه پاتېږي، له یو چا د کتاب په پاڼو کې، له یو چا د نورو د خوبونو په دفتر کې، د یو چا په حافظه کې نېغ ولاړ، د یو چا له حافظې هیر په روح کې سرګردانه.. انسان څه دی؟ یو څو فکرونه، یا خپل، یا د نورو .. سالو غلې شوه سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
د واده په تېرو دوو کلونو کې حمزه دوه شیه ښه زده کړي دي. اول دا چې د سالو اوښکې په بهانه بندې دي. دوهم، چې کله هم بهېږي مخکې تر دې چې دا پخپله څه ووايي د ولې پوښتنه خبره نوره هم خرابوي.
حمزه د سالو په اوږې لاس تېر کړ. سالو اوښکې په سترګو کې کښولې، ویې ویل: له خلکو له مرګه وروسته شیان میرات کېږي. زموږ کتابونه په ژوندونې میرات شول. تېره یکشنبه مې چې هم پلار ولید د خپل کتابتون ارمان یې کاوه.
د سالو اوښکې وبهېدې. عینکې یې په سترګو کړې.
د سالو کورنۍ په نوییمو کلنو کې کابل پرې ایښی و او پراګ ته راغلې ول. سالو په چک کې د خپل پلار له دې حسرت سره لویه شوې وه چې کتابخانه یې ورنه په کابل کې پاتې شوې او بیا په کورنیو جګړو کې لوټ شوې وه.
سالو ته د کتابونو پاتې کېدل لویه تراژیدي ښکاريده. حمزه ته، چې د کابل د نوییمو کلونو په جګړه کې یې د مور د کورنۍ ۶ غړي شهېدان شوي ول، خپله میرمن او خسر خودخواه ښکاريدل چې د کتابونو غم اخیستي دي.
حمزه د سالو په اوږه بیا لاس ورو تېر را تېر کړ. د توخومېرڅې د کلي سور بس راښکاره شو. دوی ور پاڅېدل.
– – –
سالو او حمزه د بس له کړکۍ بهر کتل.
د جولای طلايي لمر ته غنم لکه طلا برېښېدل. تر هغو چې سترګو کار کاوه د غنمو کروندې وې او شین اسمان.. ته وا ځمکې د زرتارو لمن اغوستې وه او اسمان شین ټیکری په سر و، وریځې لکه سپین ګلدوزي ګلان.
سالو ته د غنمو ژېړ رنګ، په کابل کې د دې د ماشومتوب په کور کې د پلار د کتابخانې ژیړ بخونې چوبي المارۍ وریادولې.. سالو چې هر څومره په خپلې ۳۲ کلنې تجربې فشار راوړ، نه وریادېدله چې پلار یې له هغې کتابخانې وروسته بل چیرته هغومره خوشحال لیدلی وي. حمزه ته د اسمان رنګ د مور شنې سترګې وریادولې چې د وطن کورنۍ جګړې دومره دردولې وې چې هېڅ وخت وچې نه شوې. د حمزه څلور ماما ګانان په هغه جګړه کې وژل شوي ول.
حمزه مبایل راواخیست. انستاګرام ته لار.
– میلان کوندیرا وفات شوی.
سالو ژر وروکتل: اوووو څه وایې، اه کوندیرا مې د خوښې لیکوال و.
-۹۴ کاله یې عمر وکړ خدای دې هر چا ته همدومره عمر ورکړي.
– لوی هنرمند و.
– څه پکې ښه ول؟
– ذره بین و، تر هر څه مهم رښتین و.
– ما نه دی لوستی او اوس چې مړ شو، اوس خو یې بیخي نه لولم.
– زه او ته به خاورې یو، هېر به یو او کوندیرا به ژوندی وي.
– ښه ده چې هیریږو ځمکه به له دې دومره ډېرو یادونو او فکرونو سره څه کوي؟
سالو ته د کلونو پخوا هغه منی وریاد شو چې له پلار سره د برنو ښار ته تللی وه او پلار یې ورته ویلي ول چې دا د کوندیرا د پیدایښت ښار دی. سالو د پلار سوال لا هم په یاد دی چې په تعجب یې هغه ورځ څو ځلې وویل څرنګه یو څوک په جلا وطنۍ کې په پردۍ ژبه شهکارونه لیکلی شي؟
بس روان و، سالو د خلکو کورونو ته کتل، غوښتل یې لکه کوندیرا پاتې شي، د دې په مرګ کلونه تېر وي او د دوبي په یوه غلي ورځ کې د دې دنیا په یو کنج کې یو څوک هغو ته چې د نیکونو وطن، د کلونو، کلونو ژوند له یوه بکس سره پرېږدي او کتابونه ترې پاتېږي د هغو کیسې ته وژاړي. په ورته وخت کې یې غوښتل هېره شي، دغه اوس فنا شي لکه هېڅ وخت چې دا نه وه لکه هېڅ وخت چې به نه وي..
حمزه اسمان ته کتل، ټاپې، تاپې وریځې وې. حمزه غوښتل انځور ترې جوړ کړي خو بس روان و، وریځې هم نه تم کېدې. یو واحد انځور نه جوړېده..
سالو وویل: پلار مې وايي، انسان څه دی؟ څو متتاقض فکرونه. د انسان رسالت څه دی د دغو فکرونو راپخلا کول.
حمزه ته لکه تل د خسر فکر وچ ښکاره شو. سالو ته يې وکتل، ویې ویل، ژوند مينه ده او مینه څه ده؟ مینه عادت ده. دغه عطر دې راباندې بد لګیده، تا بدل نکړ او زه عادت شوم خو اوس راباندې ښه لګېږي.
سالو، مسکه شوه: په ایله کې چې خوش ذوقه شوې.
سالو په بس کې سکرین ته وکتل، تر ښاره درې سټاپه نور لا پاتې ول. موبایل یې راواخیست چې پلار ته د کوندیرا د مرګ ولیکي او د برنو په هغه سفر کې د ده خبرې وریادې کړي.
حمزه غوږۍ په غوږ کړې، سر یې د بس په کړکۍ تکیه کړ. لا یې هم غوښتل له وریځو یو پوره انځور جوړ کړي.
پای،
۲۰۲۳/۷/۱۳
یادونه: سږ کال د جولای په ۱۱ مه، مشهور چکي، فرانسوي لیکوال میلان کوندیرا وفات شو. د ده د مرګ خبر چې مې ولوست څو ورځې مې ورسره ذهن بوخت و او دا کیسه یې راباندې ولیکله.