محک صاحب د شلمې پېړۍ په پای کې له هغو لومړنیو افغان لیکوالانو و چې قلم او کاغذ یې پرېښود، کمپیوټر یې کاروه، لیکنې به یې کمپوزولې. تر هغه یې هم لا پخوا شاید په پښتو ژبه په لومړي ځل د ساینس فېکشن په اړه لیکنې وکړې. بیا چې اینټرنیټ راغی ځان ته یې د برېښنالیک حساب پرانیست. خو اوس محک صاحب د یوویشتمې پېړۍ ملنګ دی. موبایل نه لري، فېسبوک نه کاروي، وټس اپ یوازې په نامه پېژني، که خواله ورسره غواړئ، د لندن په جنوب لوېدیځ کې به د سري (surrey) کلي ته ځئ. ایمیل اوس هم لري خو د شلمې پېړۍ د پوستې غوندې یې کاروي چې ایله په دوو میاشتو کې ځواب درته راورسېږي. تل یې نه ګوري. دلیل یې هم روښانه دی. یوه ورځ محک صاحب راته ویل ٬٬ په فېسبوک او وټس اپ چې وخت تېروم ولې لیکل ونه کړم.،، دوی لیکل هم د نوم او شهرت لپاره نه کوي، نه یې له چا هیله وي چې ویې ستایي. که بل چا د افغانستان تر ټولو لوی یا پنډ ناول لیکلی وای، که بل چا له څلورو لسیزو ډېر وخت داستاني اثارو ته خپل ژوند وقف کړی وای، ته وا دومره به له سترګو پناه و؟
د اې ای په دې بوخت پېر کې چې نور له اینټرنیټه سر نه راپورته کوي محک صاحب لیکل کوي، او ښه ډېر یې کوي. همدا، «له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین»، ناول یې ښه بېلګه ده. نن سبا زموږ د ډېرو ناولونو مخونه له یو نیم سل پاڼو نه اوړي خو محک صاحب نژدې پنځه سوه مخه کیسه کړې ده. زمرده ناول یې تر دې یو په دوه غټ و. د دې دواړو ناولونو نثر سره ورته دی، د کیسې اوبدلو بڼه یې شاید سره ورته والی ولري، دوی د خپل کریکټر له ذهن او زړه راته ډېر څه وايي. شاید لومړنی ناول یې، ګل په جبه زار کې و، هلته د ۲۴ ساعتونو پېښې یادې شوي چې تر ډېره د کرېکټر رواني حالت د ده د زړه او ذهن له خبرو تصویروي. د محک صاحب د داستاني اثارو لوستونکي د دوی د څېرو تر ظواهرو شاید د هغوی په فکر او احساس ډېر وپوهېږي. په نژدې هره مکالمه کې د هرې خبرې تفسیر د څېرې له زړه او ذهنه راته بیانوي. د نیمو شپو چیغې د محک صاحب د لنډو کیسو ټولګه وه ګل په جبه زار کې، زمرده او له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین یې ناولونه دي، په دې ټولو داستانونو کې لوستونکی د څېرو د زړه او ذهن خبرې او د ښکاره خبرو په اړه تفسیر ډېر مومي. ځینې شاید دا د دوی ځانګړی سبک وبولي، نور یې شاید تکرار وګڼي.
که څه هم نژدې پنځه سوه مخونو ته په لیدو، له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین، زموږ لوی ناول دی، خو وبه نه منئ چې په یو حساب دا ناول درې سوه مخه نور هم زیاتېدلی یا همدومره کمېدلی شوای. دا ناول ظاهرآ د یوه سړي چې ساج الدین نومېږي کیسه کوي خو اصلآ د افغانستان د سولې له کلونو د شوروي یرغل تر وروستیو وختونو پورې ژوند انځوروي. د مجاهدینو، وهابیانو، عربانو، په کلیو کې د ټوپک د زور له ناخوالو را نیولې په ښار کې جبري عسکرۍ او په قطعو کې د ډارېدلو سرتېرو تر حالته او له روسانو سره د کورنیو عسکرو تر چلند او تجارته هر څه یاد شوي دي. خو څه پکې کمېدلی شوای او څه پکې زیاتېدلی شوای؟
د ناول لومړني ۱۲۰ مخه د سولې د کلونو یو کلی را ښيي. د کیسې په اتل یوه نجلۍ چې تصادفآ هغه هم د ساج د نوم غوندې ساجده نومېږي، میینېږي. ساجده نازولې او تر ټولو ښکلې ده، ساج کمسارې ځواني لري چې د نورو نجونو زړه یې هم وړی. ساج ښوونځی پرېږدي ځکه چې ښوونکي پکې ماشومان وهي، خو له یوه بل ځوان سره مخامخېږي چې ګواکي له دینه اوښتی دی، ساج له لمانځه راګرځوي، جومات ته نور نه ځي، کلي کې یې نوم بدېږي، ځینې یې کمونست بولي. که څه هم د ساجدې پلار د ساج الدین دغه کارونه ښه نه بولي او شکایتونه یې کوي خو بالاخره لور ورکوي. د ناول دغه ۱۲۰ مخه تر ډېره د زلمو د مینې کیسې دي، چې په نه څه زړه بایلي او په نه څه یې زړونو کې د شک زړي شنه کېږي. د ناول نورې ۳۶۰ پاڼې له دې مینې سره ژور تړاو نه لري. هغه چې د اوږدو ناولونو مینه وال نه وي شاید ووایي دغه برخه که بیخې نه وای نو څه به شوي و؟ خو شاید لیکوال په دغو پاڼو کې د افغانستان د سولې د کلونو پېر را انځوراوه. هغه وخت که چا له چا شکایت درلود ولسوالۍ ته یې زړه تشاوه. که چا مینه کوله، له میین یا میینې سره یې د خواله لار میندلی شوای، خبره واده ته رسېده. هغه وخت چې سیاسي ګوندونو نوې نوې لار کوله، ځینو ښه بلل، ځینو ته بد ښکارېدل خو ټول یو ځای سره اوسېدل، په ټولنه کې که مخالفت هم و، یو بل پکې زغمل کېدل. د ناول نورې پاڼې یې ثابتوي چې جنګ دغه بدل کړ.
په یو حساب د ناول اصلي کیسه له لومړنیو ۱۲۰ مخونو وروسته پیلېږي. ساج، بې له دې چې دلایل روښانه شوي وي، له چپي سیاسته اوښتی، مجاهد شوی دی. داسې مجاهد چې له کوم تنظیم سره نه دی تړلی. د کلي نور ځوانان ورسره ملګري شوي، دی پکې مشر شوی. د کلي د ملا له یوه زوی سره اول سیالي کوي خو وروسته یې دومره ورنژدې کوي چې تر پایه یې زړه ته ورتېر او همرازه وي. د همدې ملا بل زوی بیا د مجاهدینو په تنظیمونو کې ځای شوی چې پاکستان ته ځي راځي، اکمالېږي، پیسې لري ، خویونه، کړه وړه او کارونه یې د ساج دوی له ډلې مختلف وي.
په همدې کلي او سیمه کې داسې مجاهد هم شته چې په یوې نجلۍ میینیږي چې نجلۍ یې ونه مني نو د هغې کشری ورور وتښتوي. ساج الدین یې ورور را خوشي کوي. یو بل ټوپکي د کلي د یوه دوکاندار هندو نجلۍ ته سترګې پټې وي، لار یې ورته نیولې وي، خو ساج دوی یې خوشي کوي. له نورو تنظیمي ډلو سره چې عرب سیمې ته راشي، د زیارت او ملنګانو خلاف خبرې کوي، د ساج دوی د فکر خلک یې مخه نیسي. ساج هغه افغان عسکر ژوندي خوشي کوي او بېرته يې پوستې ته استوي چې د برید په وخت نیول شوي وو. البته همدومره معقول ساج الدین بیا په پای کې د ٬بې زړه پېغور، پاروي، په سنګر کې درېږي، چورلکه له یوې خوا او نور مجاهدین له بلې خوا پرې ډزې کوي.
په یو حساب ساج د هغه جهادي څېرې ټولې ښېګڼې لري چې ګواکې یوازې د وطن لپاره مبارزه کوي، له وطنه دباندې نه ځي، د نورو مالي او پوځي مرسته نه غواړي، شاید همدا یې په پای کې د مرګ دلیل هم وي، روسي چورلکه پرې ډزې کوي او له مخامخ غونډۍ د مجاهدینو ډله پرې د مرمیو باران وروي. شاید ناول راته وايي چې په جنګ کې رښتینې څېرې د یوې غاړې هم نه دې خوښي.
له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین له ۴۸۴ مخونو سره سره د لا ډېرو نورو پاڼو ګنجایش درلود. په دې ناول کې یوازې یو ځای د کابل نوم اخیستل شوی دی او یوازې دوه ځله روسان یاد شوي دي. کلی او د پېښو ټوله سیمه نه ده څرګنده چې چېرې ده. ګومان کوم له درې نیم سوو مخونو وروسته یو ځای له یوه کسه اورو چې وایي زموږ د ولایت مرکز لا د زیارت په نامه دی. یو بل ځای د عسکرۍ په قطعه کې چې شاید په کابل کې وي، راوي راته وایي که لوېدیځ پلو ځي نو غزنی دی خو د سمندر، چې یو عسکر دی، کلی ختیځ پلو دی. دغه دوه نښې دا راته وايي چې دا سیمه په مشرقي کې ده او د ولایت مرکز چې د زیارت په نامه دی نو مهترلام بابا د لغمان مرکز دی. پېښور، یا هغه سیمې چې مجاهدین به د اکمالاتو لپاره تلل هېڅ په نامه نه دې یاد شوي، یوازې دا په بیا بیا ویل شوي چې له پولې پورې غاړي. سیاسي ګوندونه هم په نامه نه دې یاد شوي، ان د سولې او جنګ د وخت حکومتونه یوازې داسې سره بېلوو چې راوي وايي ٬٬ له اړو دوړ ،، وروسته. دا ښکاره نه ده چې په دې ناول کې د سولې کلونه د داود خان د واکمنۍ ورځې شپې وې که د ظاهر شاه د ټولواکۍ وروستي کلونه. د شوروي د یرغل راتګ هم معلوم نه دی چې څرنګه راغلل، یا یې د کیسې په دغه کلي او سیمې د راتګ اغېز څه و. اصلآ دا سیمه پرې خبره نه شوه چې شوروي یرغل شوی دی. دا هم جوته نه شوه چې ولې تر شوروي یرغل دمخه مقاومت پیل شو، یا د ولسوالۍ زور او واک ختم شو. د دغو ټولو خبرو وضاحت به دا ناول لا پنډ کړی و. خو د محک صاحب سبک راښيي چې ډېر کله د کرکټر نوم د ضمیر په شکل اخلي، کله یې بیا مکان په کیسه کې داسې راغلی وي لکه پټ ضمیر، نو شاید په همدې دلیل یې په دې ناول کې دا کار نه دی کړی.
په دې ناول کې د نورو افغاني اثارو خلاف ښکنځلې هغسې را اخیستل شوي چې له یوه عسکره، یوه سپین ږیري یا د دوو همځولو په عادي خبرو کې یې اورو. عمومآ په اروپایي اثارو کې یې ډېر لولو خو زموږوالو په داستان کې دا جرئت لیکوال نه کوي. محک صاحب دا کار کړی دی.
دا ناول زموږ په کلیوالو سیمو کې د ښځو ژوند هم راښيي. د سولې په کلونو کې کلیوال سړی د لور تر ورکړې وړاندې د هغې زړه ته ګوري، ان په جنګونو کې چې یو مجاهد د یوې نجلۍ غوښتنه کوي، مور او پلار یې مني خو نجلۍ یې نه مني. ښځينه څېرې غږ لري، واک لري. ښځینه ژوند او کرېکټر عمومآ زموږ په داستاني اثارو کې کلیشه شوی غوندې دی. له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین ناول کې داسې نه ده. دلته ګورو چې سړي سالاره ټولنه ده خو ښځه هم تر یوه ځایه غږ لري، نوم لري او ژوند لري.
هغه چې په داستاني اثارو کې د ښکاره غوټې غوښتونکی وي له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین به یې ښاد نه کړي. دلته له پیله داسې څه نشته چې تلوسه درپیدا کړي او وغواړي چې ته صبر وروسته به څه کېږي. نور شاید ووايي د ناول نوم دغه تلوسه پنځولې ده. له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین ښايي دا تصور پیدا کړي چې ساج به د خپل کیڼ لاسي سیاست په حساب له دوو لومو سره مخامخېږي، نه به یې مجاهد مني نه به یې کمونست مني. خو دغه خبره یا د ده ژوند ته د مجاهدینو له خوا د ګواښ خبرې له څلورو سوو مخونو وروسته راښکاري.
که لوستونکی د پولیسي کیسو غوندې تلوسه ونه غواړي نو دا ناول به یې د هغو کلونو ژوند کې ورګډ کړي چې د شوروي یرغل په کلونو کې زموږ په کلیوالو سیمو او د عسکرۍ په قطعو کې تېرېده. موږ شاید هېڅ یا ډېر لږ په هغو کلونو داستاني اثار لیکلي وي. د محک صاحب دغه اثر شاید ډېرو نورو لیکوالو ته د ګڼو نورو کیسو سوژې ورکړي. شاید خپله زموږ ملنګ لیکوال هم د دې ناول په دوام یو بل ولیکي. سلسله وار ناول ، په بل کې د ساج زوی په هغه کلي کې وسله وال کړي چې تنظیمونو یې د ژوند بڼه بدله کړې، د ساج او د هغه د پېر زغم او روڼ فکر پکې ورک دی، د مینې ځای کرکې نیولی، نجونې نه غږ لري نه نوم لري، نه یې څوک مخ ویني. کروندوې وچکالیو شاړې کړي او ټوله هیله یوازې د پاېښت ده.
نومبر ۲۰۲۴