شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاسراییلي ورځپاڼه: اسراییل د ایران پر اتومي مرکزونو برید ته تیاري نیسي

اسراییلي ورځپاڼه: اسراییل د ایران پر اتومي مرکزونو برید ته تیاري نیسي

تاند (شنبه، د لیندۍ/ عقرب ۳ مه) د اسراییل یوه جګپوړي دفاعي چارواکي ویلي دي چې په دغه هیواد کې د ایران د اتومي پروګرام په وړاندې د پوځي اقدام امکان خورا زیات شوی دی.

د جروزالم پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه چارواکي ویلي چې اوسني شرایط اسراییل ته د ایران د اتومي تأسیساتو د ویشتلو او فلج کولو لپاره یو “طلایي فرصت” برابر کړی دی.

لوېدیځو رسنیو پرون (جمعه) د دې سرچینې پر اساس وویل، که څه هم اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د ایران پر اتومي تأسیساتو باندې برید ونه کړ، خو د دې برید د راتلونکي احتمال تر بل هر وخت ډېر دی.

دا په داسي حال کې ده چې اسراییل مخکې ادعا کړې وه چې د ایران د اتومي تاسیساتو حساس ځایونه یې له منځه وړي دي.

د اسراییلي پوځ د لوړپوړي چارواکي په وینا، چې د جروزالم پوسټ له خوا یې څرګندونې خپرې شوې دي، دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ایران پر اتومي پروګرام د برید لپاره دواړه لارم شرایط، یعنې “ضرورت” او “امکان” برابر شوي دي.

څرګنده نه ده چې دا ډول څرګندونې د اسراییل له لوري پر ایران د یوه بل برید لپاره کېږي او که د دې لپاره چې د ایراند ځوابي برید مخه ونیول شي. ایراني چارواکو بیا بیا ویلي چې د اسراییل د وروستي برید ځواب به ورکړي.

د اسراییلي دفاعي سیستم اجماع

دغه سرچینه زیاتوي چې د ۲۰۰۹ کال خلاف، کله چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په وړاندیز د دفاعي تشکیلاتو ډېری غړي مخالف وو، اوس د دې ډول برید په اړه د نظر یووالی شته. د دې نظر په رڼا کې، د اسراییلي دفاعي تشکیلاتو تمرکز تر بل هر وخت زیات د عملي چمتووالي په موضوعاتو دی.

دغه چارواکي هغه نظر رد کړ چې د اکتوبر په ۲۶مه د برید نه کولو پرېکړه د یوه له لاسه تللي طلایي فرصت په توګه ګڼي، او د پرېکړو په دقیقوالي یې ټینګار وکړ. د دې پر ځای، هغه وویل چې دا طلایي فرصت لا هم شته او د یو څه مودې لپاره به موجود وي، ځکه چې د ایران د دفاعي سیسټمونو مهمې برخې ویجاړې شوې دي او د دې هیواد نیابتي ځواکونه لکه حزب‌الله او حماس په نسبي ډول کمزوري شوي دي.

هغه زیاته کړه چې امریکا په دې مسله کې کلیدي رول لري او اسراییل باید په راتلونکي کې د خپلو دفاعي وړتیاوو په پرمختګ تمرکز وکړي.

اټکل کېدونکی اقدام؟

د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتس د نوومبر په ۱۱مه ویلي و چې د ایران د انومي پروګرام پر وړاندې د برید لپاره دیپلوماټیک، عملي او تخنیکي شرایط هېڅکله دومره مناسب، واقع‌بینانه او اټکل کېدونکي نه وو.

هغه ټینګار وکړ چې د روان کال په ترڅ کې د ایران پر وړاندې دوه بریدونه، چې د اپریل په ۱۳ او ۱۴مه او د اکتوبر په لومړۍ نېټه د تهران د پراخو توغندويي بریدونو په ځواب کې ترسره شول، وښوده چې د اسراییل هوایي ځواک د ایران د پرمختللو دفاعي سیسټمونو پرمختللي دي.

کاتس زیاته کړه:

“اوس یو فرصت رامنځته شوی چې تر ټولو مهم هدف، یعنې د اسراییل د نشتولو د سیوري له منځه وړل یقیني کړو… نن ورځ، د ملي او دفاعي ادارو ترمنځ پراخه اجماع شته چې د ایران اتومي پروګرام باید شنډه کړو، او دا درک شته چې دا کار یوازې د امنیتي اقداماتو له لارې نه، بلکې د دیپلوماټیکو هڅو له لارې هم ممکن دی.”

دوامداره بحث

سره له دې چې کاتس د برید امکان ته اشاره کړې، ګڼ شمیر اسراییلي چارواکو، لکه د دې هیواد پخوانیو صدراعظمانو نفتالي بنت او یائیر لاپید، وړاندې غوښتنه کړې وه چې د اکتوبر په ۲۶مه د ایران د اتومي وړتیاوو د ویشتلو لپاره دې د اسراییلي هوایي ځواک اقدام وشي.

دغه څرګندونې په دې اړه د اسراییلي مشرانو ترمنځ د بحث دوام ښيي چې د ایران د اتومي پروګرام له خوا د درک شوي ګواښ پر وړاندې مناسب غبرګون څه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب