تاند ( شنبه د قوس ۳مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر( اوچا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مرستندویانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو.
یادې ادارې زیاته کړې چې په همدې کال کې د نړۍ بېلابېلو برخو کې ۲۸۱ مرستندویان وژل شوي دي.
اوچا د مرسته رسوونکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خبره دغه وژنې افغانستان، غزې، اوکراین او یمن کې راپور شوي.
یواځې په غزه کې د روانې جګړې له امله د مرستندویانو د وژل کېدو پېښې خورا زیاتې شوې دي، چې یوازې په دې سیمه کې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې ۳۳۳ مرستندویان وژل شوي دي.
یاد هېوادونه یو له هغو شمیرل کېږي، چې تر ډېره په کې خلک د جګړو له کبله له بد وضعیت سره مخ او مرستو ته اړتیا لري.
د نظرخاوندان وایي که حکومتونه د مرسته رسوونکو ساتنه ونکړي نو ګڼ خلک به په جګړه ییزو سیمو کې له مرستو محرومې شي.