پښتو ادبیات د څو پېړیو په اوږدو کې د شاعرانه تجربې، شفاهي روایت، تاریخي حافظې، او جمعي تخیل هغه خزانه ده چې هېڅ یو نسل یې له جذابیت، حقيقت او هنري پراخوالي انکار نه کوي. خو د پښتو ادب تر ټولو مهم جزــــ ادبي تنقيد ــــ تل د نیمګړتیا، بې علمۍ، او د نامکمل تعریفونو تر سیوري لاندې پاتې شوی دی. پښتنو لیکوالانو د شعر، داستان او حکایت د تولید طاقت درلود، خو د تنقيد د تخنیکي ژبې، علمي مفاهیمو او دقیقو نظریو يا تیوریو څخه د بې علمۍ له امله د ادبي څېړنې هغه بنيادونه چې په نړۍ کې د Formalism، Structuralism او وروسته Post-Formalism په نومونو پيژندل شوي دي، په پښتنو کې یا بېخي نه دي مطرح شوي، یا یې د نوم سطحه ترې پاتې ده، او یا د انتقادي شعور په کچه یې یوازې اغزن درک موجود دی. دا چې ولې Formalism د پښتو تنقيد په تاریخ کې ځای پیدا نه کړ؟ څومره فکري خلا، تحریف، د متن په لوست کې تخنیکي ګوډوالی او د ادبي شعور محدودیت له همدې تشې پیدا شو؟ او د Post-Formalism هغه معاصر نظری جریانونه چې د ادبي متن د مرکزیت، د مؤلف د سیوري، د ژبې د پرلپسې تحول، او د معنا د ناپایدارۍ بحثونه مطرح کوي، ولې زموږ ادبي تنقيد ته لاره پیدا نه کړه؟ دا سوال بايد پښتانه اديبان ځواب کړي.
له لومړي پړاوه باید ووايو چې پښتو ادبي تنقيد له پيله تر ډېره په دوو دریو اساسي عواملو ولاړ دی: د اخلاقو روایت، دیني معیارونه، او ذوقي تبصرې. دغه درې واړه عناصر د ادب د داخلي تخنیک له پېژندلو ډېر د ادبي متن د ظاهر، پیغام، ستاينې او د شاعر یا لیکوال د ژوند د څرنګوالي پر محور ولاړ ولاړ دي. ځکه خو د متن خپلواکي، د ژبې تخنیکي میکانیزم، شعري جوړښت یا انځوریز طبیعت، د روایت د زمان او مکان بنياد، د استعاري نظام عمق، او د متن د خلاقانه جوړښت علمي لوست هسې پاتې شو چې نه یې فورموليک تحلیل وشو، نه یې Formalist منطق وپېژندل شو، او نه یې په تنقيد کې د Close Reading تمرین رامنځته کړ. په دې ډول پښتو تنقيد د ادبي عمل له اصلي برخې ــــ یعنې د متن له تخنیکي اناټومي ــــ څخه لري پاته شو او عامه تنقید، د خوښې او ناخوښې فضا، او د تفسیرې احساساتي بیان تر ټولو قوي تګلاره وګرځېده.
Formalism په خپل اصل کې د ادب په متن کې د هنري جوړښت، د اجزاوو ترمنځ د اړیکو، د ژبني جوړښت د میکانیزم، د تګلارې د اقتصادي استعمال، او د ادبي فن د تخنیکي «چل» یا «بنياد» لوستل دي. په روسي Formalism کې Viktor Shklovsky د Defamiliarization په نوم هغه نظريه وړاندې کړه چې هنر باید د عادي لید طریقه تخریب کړي، شیان باید له خپل عادت څخه بېل کړي، تجربه باید د نوې انرژۍ سره وړاندې کړي. رومان جیکبسن بیا د ژبې «Poetic Function» ته اشاره وکړه چې په شاعرانه متن کې ژبه په خپله ځان موضوع ګرځوي او د معنا تولید د ژبې له جوړښته کېږي، نه د شاعر له نیته. دغو ټولو بحثونو کې یوه مشترکه نقطه وه: متن له مؤلفه ازاد دی، متن خپله یوه دنیا ده، یو تخنیکي نظام چې باید د همدغې دنیا د قواعدو له مخې ولوستل شي.
خو پښتو تنقيد د همدې نقطې سره د نظری ټکر په شکل مخ شو. زموږ تنقيد له پیله د شاعر د ژوند، د هغه د درد، د هغه د دیني عقیدې، د شاعر د وطن، د شاعر د اخلاقو او د شاعر د غمونو روایت کې ځان بند کړ؛ له همدې امله د متن دننه تخنیکي نظام ته د ننوتلو لپاره هغه نظری او تخنیکي وسایل ونه زېږېدل چې په Formalism کې بنسټیز حیثیت لري. پښتنو نقادانو په ډیری حالاتو کې د شعر معنا تشریح کړه، د شاعر احساسات یې وستایل، د شاعر عقیده یې واضح کړه، د شاعر د پېغام ستاینه یې وکړه، خو دا یې هېره کړه چې د شعر تخلیقي ستون vertebrae د فورم، نظم، ږغ/لې، انځوریز توپیر، نحوي ماتونې، استعاري، د ریتم داخلي هماهنګي، د کلمې انتخاب، او د فضا د جوړښت له لارې پېژندل کېږي. دا عناصر د Formalist تنقيد هغه الفبا ده چې پرته له هغې تنقيد یوازې ذوقي لیکنه ګرځي.
بله لویه ستونزه د پښتو ادبي تنقيد په تاریخ کې د نظریهمحور لوست د غير موجودګۍ دی. Formalism یوازې تخنیکي بحث نه دی، بلکې یو نظری چوکاټ دی چې د ادب د ماهیت، د ژبې د ماهیت، د معنا د جوړښت، او د هنري جوړښت د مستقل ارزښت فلسفي بنسټونه وړاندې کوي. په پښتو تنقيد کې د دې فلسفي بعد کمۍ د متن د لوست لپاره هغه علمي ژبه هم نده رامنځته کړې چې د شاعرانه نظام پېژندنه ممکنه کړي. Structuralism چې له Formalism وروسته د نړۍ وال تنقيد حصه جوړ شو، د ژبې جوړښت ئي د معنا د مرکز په توګه مطرح کړ، خو پښتو تنقيد تر ډېره د ژبې جوړښت د نحوی قاعدې په معنا وپېژاند. د سوسور Signifier او Signified ته هيڅ پام نه وشو، د بارت د کوډونو مفاهیم، د Propp د داستاني رولونو (Morphology) تحلیل يو ځای هم د تنقيدي بحث حصه نه شوه. له همدې امله د پښتو کیسې او ناول لپاره Formalist/Structuralist تنقيد هېڅ وخت د لوست د تخنیکي وسیلې په حیث مطرح نشو.
د Formalism ضد غبرګون په نړۍ کې وروسته Post-Structuralism ته لاره هواره کړه، او بیا هغه حالت ته ورسېدو چې په تنقيد کې د معنا مرکزیت ورک شو، د ليکوال مړينه اعلان شوه، او د متن د څوګونې لوست، د شېبې د معنا تولید، او د ژبې د ناپایداره بنياد بحثونه راپیدا شول. دغو بحثونو د Post-Formalism هغه شکل ته لار هواره کړه چې متن نه یوازې خپلواکه نړۍ ده، بلکې د څو لوستونکو د څو ډوله لوست پایله ده، یوه داسې پرلهپسې تحول مومي چې معنا یې د ثابتې نقطې په توګه نه، بلکې د سیقل شویو کثافتي سطحو په شان تل بدلېدونکې ده. په پښتو تنقيد کې د دغو ټولو بحثونو غير موجودګي موږ د معاصر تنقيد د درک له یو لوی مشکل سره مخ کوي. په پښتو ادبیاتو کې د ناول د راوړتیا له پرمختګ سره سره، د Formalist او Post-Formalist تنقيد غير موجودګۍ يوه فکري تشه پیدا کړه په کومه کې چې د ناول، کیسې او آزاد نظم د لوست لپاره لازمې انتقادي زاویې نه دي رامنځته شوي.
د تنقيد د نشتوالي بله لویه وجه د علمي اصطلاحاتو کمښت دی. Formalism د ادبي تنقيد لپاره ځانګړې تخنیکي ژبه لري: defamiliarization، poetic function، tension، organic unity، linguistic foregrounding، structural cohesion، narrative temporality، spatial organization، semantic instability، intertextual codes، gaps، binaries، de-centering، deconstruction، او لسګونه نور مفاهیم. پښتو تنقيد د دې ډېری مفاهیمو ځای لا هم په احساساتي عبارتونو، ساده تشریحاتو، او د شاعر د نیت مرکزولو بڼه کې نیولی. د شاعر نیت (Intentional Fallacy) هغه خطا ده چې حتی په غرب کې د ۱۹۵۰ په لسیزه کې منسوخه شوه، خو پښتانه نقادان اوس هم شعر او نثر د لیکوال د نیت له زاویې لوستل غواړي. Formalism په همدې ټکی ټینګار کوي چې د لیکوال نیت د معنا تولید نه کوي، بلکې خپله ژبه، فورم او ادبي تخنیک دې معنا ته شکل ورکوي.
د شعر، ناول او کیسې تخنیکي تحلیل په پښتو تنقيد کې بله مغفوله موضوع ده. د مثال په ډول، که د پښتو شاعرۍ د انځوریز نظام یوه Formalist مطالعه وشي، نو به ښکاره شي چې زموږ شاعران په کومو انځوریزو طبقو ډېره تکیه کوي، کوم تشبیهات او استعاري محورونه پرله پسې راګرځي، کوم ږغونه په شعري تجربو کې تکرار لري، د کلمې د انتخاب فضا څنګه د ریتم له میکانیزم سره تړاو لري، او د شعر داخلي منطق څنګه د شعري وحدت جوړښت رامنځته کوي. په دې برخو کې د تنقيد غير موجودګۍ د شعر د تخنیکي ارزونې په برخه کې لویه خلا رامنځته کړې.
په داستان کې هم دغه تشه له نورو ژورو ستونزو سره مل ده. د ناول د روایت تنظیم، وخت، د څو روایتونو اړیکه، د فضا انځوریز سیستم، د شخصیت د داخلي مونولوګ ږغ، د کراس-ټیکسچوال اړیکو تحلیل، د روایت په پړاوونو کې structural cohesion، د فرعي متنونو intertextuality ــــ دا ټول هغه بحثونه دي چې په پښتو تنقيد کې لا خام دي. Post-Formalism په ناول کې د دې ټولو عناصرو ژوره مطالعه کوي، خو پښتو تنقيدي روایت د نثرې ښکلا له یو ساده ذوقي زاویې له خوا د ټول ناول قضاوت کوي، او په دې ډول د تخنیکي تنقيد حقیقي روح له منځه ځي.
که د پښتو تنقيد د تاریخي بدلون پړاوونه وګورو، نو د تنقيد تر ټولو پخوانۍ بڼه د اخلاقیاتو نقد دی: شعر ښه دی ځکه چې ښوونه لري؛ شعر بد دی ځکه چې په دیني معیار برابر نه دی؛ کیسه ارزښت لري ځکه درد لري؛ داستان کمزوری دی ځکه د ټولنې په ګټه نه دی. دا تنقيد نه د Formalism سره نسب لري، نه د Structuralism سره، او نه د Post-Formalism سره. دا تنقيد یوازې د محتوا د ارزونې یوه عامه بڼه ده. کله چې په نړۍ کې Formalism او Structuralism د ادبي تنقيد بنسټ بدل کړ، نوپښتو تنقيد يواځې د نوم تر حده نتنقيد پاته شو او د پښتنو اکثريت نقادانو په دي سفر کې د ړندو او کوډانو رول ولوبولی.
په پښتو تنقيد کې یوازې څو نقادان د لږ څه Formalist ادبي شعور سره مخ شوي، خو د دې کمیت او کیفیت دواړه نا بسیا پاتې دي. په هغو کتابونو کې چې د نقد ادعا لري، اکثره مباحث د ادبي ژبې د زیورونو، د شاعر د ژوند، د شاعر د قوم، د شاعر د عقیدې، د شاعر د وطن، او د شاعر د درد په محور دي. شعر او داستان د هنر د تخنیک د یوه میکانیزم په توګه نه ارزول کېږي. په دې ډول Formalist او Post-Formalist نقد دواړه یوازې د لويديځو تیوریو عنوان پاتې دي، د دې تیوریو د تخنیکي اړخ د تطبیق پخپله عملي تجربه نشته.
د نړیوال تنقيد له نظره د پښتو ادبي تنقيد یو بله تشه د ژبني تحلیل نشتوالی دی. Formalism په ادبي ژبه کې د Foregrounding بحث مطرح کوي: یعنې ژبه باید د عادي ژبې له سطحې جلا شي، داسې ځانګړې بڼه ولري چې د هنري تجربې انرژي تولید کړي. دغه Foregrounding د نحوي ماتونې، د کلمې د انتخاب، د استعاري ، او د نظم له لارې پېدا کېږي. په پښتو ادب کې دا فضا شته، خو د تنقيد په برخه کې یې تخنیکي مطالعه نشته. یعنې شاعر په Foregrounding عمل کوي، خو نقاد یې د فورم اړخ نشي لوستلای.
Post-Formalism بیا د Formalism ژوروالی له یوې بېمرکزه شوې نړۍ سره نښلوي: دلته متن مستقل نه دی، بلکې د څو معناوو ګډوډه فضا ده؛ متن د لیکوال له مړينې وروسته د لوستونکي په ذهن کې زېږي؛ او معنا د ژبې په داخلي اختلافاتو کې ده، نه په ثبات کې. په پښتو تنقيد کې د دې ټولو بحثونو غير موجودګۍ موږ د معاصر ادبي نظری بحثونو له نړیوال ډیسکورس نه لیرې ساتي.
اوس د پښتنو نقادانو لپاره سوال دا دی: دغه خلا څنګه ډکېږي؟ د ځواب لومړۍ برخه دا ده چې د پښتو ادبي تنقيد لپاره باید د Formalism تيوري د بنسټ په توګه وکارول شي، ځکه Formalism د ادبي متن د لوست لپاره تخنیکي عینکې ورکوي. کله چې Formalism عام شي، وروسته Structuralism، Narratology، او Post-Formalism ته د تنقیدي ذهن لاره هواریږي. د دې اړتیا دا ده چې پښتو ادب په نړیوال ډیسکورس کې خپل ځای پیدا کړي، ځکه تنقيد له نظرئي بغير نیمګړی دی، بلکې د متن په لوست کې د تخریب سبب ګرځي.
پښتانه نقادان باید د متن نه د شاعر، د فورم نه د محتوا، د تخنیک نه د احساساتو، او د ژبې نه د پیغام د مقدم کولو دود مات کړي. دا اساسي بدلون د Formalism او Post-Formalism د ځواک له لارې ممکن دی. په Formalism کې د متن لوست د شکلونو، جوړښتونو او تخنیکي واحدونو له لارې کېږي، خو په Post-Formalism کې د متن د ناپایداره معنا، د لوستونکو د رول، د جیون په فلسفې ولاړ د معنا جوړښت، او د متن د پرلهپسې تحول بحثونه مطرح کېږي. دا دواړه د پښتو تنقيد د راتلونکي لپاره ضروري بنسټونه دي.
په پایله کې باید وویل شي چې پښتو ادبي تنقيد د نړیوال ادبي تنقيد له معیاري اصولو وروسته پاتې دی، او دا پاتېوالی تصادفي نه، بلکې د نظریې، تخنیک، علمي ژبې، د نقد په ښوونیز سیسټم کې د نیمګړتیا، او د ادبي شعور د محدودتیا پایله ده. د Formalism او Post-Formalism د غير موجودګۍ دا فضا رامنځته کړې چې پښتو ادبي تنقيد د معاصر تنقيد د سترو بحثونو له اصلي چوکاټه جلا پاتې شي. د دې خلا د ډکولو لپاره اړینه ده چې پښتو تنقيد د متن تخنیکي لوست ته داخل شي، د Formalism تخنیکونه زده کړي، د Structuralism ژبه خپله کړي، او د Post-Formalism د معاصر تنقيد فلسفي فضا درک کړي. د همدې لارې د پښتو ادب لپاره هغه واقعی علمي تنقيد ممکن کېږي چې د ادب د حقيقي جمالیاتو، ژبني انرجیو، رواني فضاګانو، انځوریزو بنيادونو، روایتې جوړښت، د معنا د نشتوالي او تولید، او د متن د داخلي منطق د لوستلو لپاره ضروري دی. Formalism د تنقيد هغه محرک دی چې پرته له هغه پښتو ادبي تنقيد یوازې د احساساتو په یوې سطح کې بند پاتې کېږي، او Post-Formalism هغه روح دی چې د اوسني دور ادبي نظري اړخ د پښتو ادب د تحلیل لپاره نوي معیاري دروازې پرانېزي.