پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودناسالمه جمع/ اجمل پسرلی

ناسالمه جمع/ اجمل پسرلی

«محصلینو کتل چې مامورین راغلل» دلته د مامور او محصل جمع له عربي ژبې په ناسم ډول رااخیستل شوې ده.

په عربي کې دغه ډول جمع ته سالم مذکر وایي او د مذکر کلماتو لپاره کارول کیږي. دا جمع تر دوو پر ډيرو دلالت کوي. د دې جمع نښه (ون/ ین) دي چې د اسم په اخر کې ورزیاتیږي لکه طالب طالبون، معلم معلمون.

سالم مذکر جمع په عربي ژبه کې نورځانګړي شرایط هم لري، یو شرط یې دا دی چې د جنس اسم نه وي، مثلا غلام غلامون کیږي نه، کلمه مونثه نه وي مثلا زینب، زینبون کیږي نه خو محمد محمدون کیږي. هغه څه چې عاقل نه وي لکه فرس هغه هم په دې جمع نه جمع کیږي نو فرسون ناسم دی. دغسې نور شرایط هم لري، مثلا هغه مذکر عاقل اسم چې په اخره کې یې (ة) وي لکه معاویه نو هغه معاویون کیږي نه او اسامة اسامون کیږي نه. مرکب نومونه هم په دې چوکاټ کې نه شي جمع کیدی مثلا عبدالله نه جمع کیږي.

خو هغه صفت چې د یوه عاقل لپاره وي هغه جمع کیږي په دې شرط چې په مونث حالت کې یې (ة) راتلی شي لکه عاقل، عاقلون ځکه چې عاقلة شته.

تفضیلي حالت کې هم ممکنه ده چې جمع وشي، لکه اعظم اعظمون. خو په دې برخه کې بیا نور شرایط هم لري.

په عربي ژبه کې په سالم مذکر جمع کې د (ون) وروستاړی د فاعلي جمع لپاره کارول کیږي او د (ین) وروستاړی د مفعولي حالت لپاره راځي. په پښتو ژبه کې موږ د (ین) وروستاړی ډیر ځای د پښتو جمع لپاره کاروو. موږ لیکو چې مامورین راغلل. د (مامورین) مفرد (مامور) دی، خو که چیرته دا کلمه د پښتو ژبې له اصل سره سمه لیکو نو پکار ده چې په (ان) یې جمع کړو. لکه:

خبریال خبریالان

والي والیان

ولسوال ولسوالان

قوماندان قوماندانان

ملا ملایان

طالب طالبان

جاهل جاهلان

عاقل عاقلان

ضابط ضابطان

پولیس پولیسان

لیونی، لیونیان

شی شیان

موټروان موټروانان

بزګر بزګران

موږ کله هم پورتنۍ کلمې د (ین) له وروستاړي سره نه جمع کوو او نه وایو چې خبریالین، والین، ولسوالین، ملایین، طالبین، جاهلین، عاقلین، ضابطین، پولیسین، لیونین، شیین، موټروانین او بزګرین…..

په عربي ژبه کې وایي، جاء المزارعون، یعني بزګران راغلل، خو کله چې همدغه (مزارعون) په عربي کې مفعولي حالت خپلوي بیا یې (واو) په (یا) اوړي او لیکو، رایت المزارعین، یعني بزګران مې ولیدل.

په پښتو ژبه کې د عربي سالم مذکر جمع دود دا ستونزه ښایي پیدا کړي چې یو بهرنی چې کله دا ژبه زده کوي هغه به څرنګه دا مني چې د طالب جمع طالبان کیږي او د محصل جمع محصلین کیږي. د فصیح او عامي ژبې تر منځ د توپیر یو اصل ګرامر دی. که چیرته موږ ووایو لس محصلان کابل ته ولاړل. ستونزه به په څه کې وي. په یو شمیر لهجو کې محصل همداسې جمع کیږي او یو شمیر کسان یې همداسې لیکي او همداسې لولي.

4 COMMENTS

  1. پسرلی صاحب ! مننه چی دا بحث مو پرانیستی خو که یو څه زیات تشریح شوی واي‌ نو ښايي لا زیاته مرسته یی کړې واي.
    اول خو دا منم چی په پښتو کی د عربي‌ قواعد داسی راخیستل شوي‌ چې‌ غالبا د پښتوکولوهڅه یې شوې ده خو دا هڅه په علمي‌او منظم ډول نه ده بیان شوې.
    تر کومه حده چی زه پوهیږم په عربي‌ کې د جمع کولو بحث ډير پراخ دی یعنی دومره خلاصه یې دچا تنده نه متوي.
    څومره چی زه پوهیږم ، عربي ژبه د سالمې او نا سالمې جمع لپاره ډیر پیچلی اوځانته مشخص حالات لري.
    مثلا : په عربي‌ کي‌ هغه اسم چی د حساب وړ نه وي، جمع يې د مفرد مذکر په حالت کی راځي . د بیلګې په ډول : اوړه ، چاي ، غنم . دا په پښتو کی هم ورته جمع کوو مثلا نه وایو چی چایان ، بوران ، اوړان یا اوړین …
    دوهم : انسان تل سالم جمع راځي او که ښځه وي الف ت او که نر وي ان یا ون باندی جمع کیږي. خوکه بیا مفعولي‌ حالت وی معلم ، معلمان او که مونث وی معمتان ، معلمتین
    ..
    بیا په دی ټولو کی هم استثنی شته چی هغه هم خپله بحث لري.
    هغه سم چی د حساب وړ وي‌خو په (ات ) نه وی ختم شوی هغه بیا ټول د مونث مفرد اسم په توګه جمع کیږي…
    تاسی که دا په منظم ډول توضیح کړی نو تاسی به د علم د زده کړی یو اصلي‌ جز چی هغه له نورو سره د زده کړي‌علم شریکول دی ادا کړی وي. په مقابل کی به یی پر هغو کسانو چی واقعا غواړي‌ سمه لیکنه وکړي‌او ځان وپوهوي ثواب کړي‌ وي.
    په دی توګه به هم دین وګټئ او هم دنیا
    په درناوی‌ ف جلالزی
    پ س : زه لا تر اوسه د عربي ژبې د زده کړی هڅه کوم تاسی تر ځان په دې برخه کی د زیات صلاحیت خاوند ګڼم چی خبری او بحث وکړی.

  2. پسرلی صاحب ! مننه چی دا بحث مو پرانیستی خو که یو څه زیات تشریح شوی واي‌ نو ښايي لا زیاته مرسته یی کړې واي.
    اول خو دا منم چی په پښتو کی د عربي‌ قواعد داسی راخیستل شوي‌ چې‌ غالبا د پښتوکولوهڅه یې شوې ده خو دا هڅه په علمي‌او منظم ډول نه ده بیان شوې.
    تر کومه حده چی زه پوهیږم په عربي‌ کې د جمع کولو بحث ډير پراخ دی یعنی دومره خلاصه یې دچا تنده نه متوي.
    څومره چی زه پوهیږم ، عربي ژبه د سالمې او نا سالمې جمع لپاره ډیر پیچلی اوځانته مشخص حالات لري.
    مثلا : په عربي‌ کي‌ هغه اسم چی د حساب وړ نه وي، جمع يې د مفرد مذکر په حالت کی راځي . د بیلګې په ډول : اوړه ، چاي ، غنم . دا په پښتو کی هم ورته جمع کوو مثلا نه وایو چی چایان ، بوران ، اوړان یا اوړین …
    دوهم : انسان تل سالم جمع راځي او که ښځه وي الف ت او که نر وي ان یا ون باندی جمع کیږي. خوکه بیا مفعولي‌ حالت وی معلم ، معلمان او که مونث وی معمتان ، معلمتین
    ..
    بیا په دی ټولو کی هم استثنی شته چی هغه هم خپله بحث لري.
    هغه سم چی د حساب وړ وي‌خو په (ات ) نه وی ختم شوی هغه بیا ټول د مونث مفرد اسم په توګه جمع کیږي…
    تاسی که دا په منظم ډول توضیح کړی نو تاسی به د علم د زده کړی یو اصلي‌ جز چی هغه له نورو سره د زده کړي‌علم شریکول دی ادا کړی وي. په مقابل کی به یی پر هغو کسانو چی واقعا غواړي‌ سمه لیکنه وکړي‌او ځان وپوهوي ثواب کړي‌ وي.
    په دی توګه به هم دین وګټئ او هم دنیا
    پ س : زه لا تر اوسه د عربي ژبې د زده کړی هڅه کوم تاسی تر ځان په دې برخه کی د زیات صلاحیت خاوند ګڼم چی خبری او بحث وکړی.

  3. یادداشت : زما له اکونټه دا لیکنه د تاند پاڼې ته استول کیده نو ما له خپل افغان صاحب څخه غوښتنه وکړه چی زما کامنټ دلته ولګوي.
    بله خبره دا چی زما کمپیوټر پښتو فونټ او الفبا نه لري نوما له نورو صفحو څخه دکاپي او پیست په مرسته دا لیکنه سره یوځاي‌کړی نونیمګرتیاوي یې را وبښې. ستاسی لیکنې همیشه په داسې مسایلو وي چې انسان غواړي چی ژر تر ژره کامنټ ورباندی ولیکي. ډيره مننه !
    فرشته جلالزئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب