د تودوخې توږم لټیده، ټوله دښته سرابونو په سر اخیستې وه، کله به یې یوې او بلې خواته وکتل، د هر لوري ځلوبی چې به ورته نژدې ښکاره شو نو په هغه لورې به یې منډې کړې. د اوبو په لټون لټون تر دښتو تیره شوه، له ستومانې یې تیګا وهله وچه کلکه ژبه یې له تالو سره نیښتي وه، له څه کړاو وروسته یې خوله خلاصه کړه او د توه کیو په منځ کې یې د ګونګو شنو پاڼو ته سونډک ور نژدې کړ. تر ګونګه لاندې پروت تور مار سر راپورته کړ، وتوریده او شاته وغورځیده، اوس نو د دنګ غره لمنې ته راورسیده، له پښو یې سیک وتلی و. تودوخې هرکاڼی لکه تبۍ غوندې تودو کړی و. ودریده شاوخوا یې وکتل پاس د غره په ډډه کې یې په یوه بله غرڅه سترګې ولګیدې، غوږونه یې څک کړل، کراره رمباړه یې ترخولې راووته، دا رمباړه یې په حقیقت کې خپلې همنوعې ته یو پیغام ورکول و، څو ورسره د اوبو په لټون کې ورسره مرسته وکړې. هغه د یوه لوی کمر سیوری ته ولاړه وه او لکه د دې په څیر دومره له ګرمې څخه نه کړیده، هغې هم دواړه غوږونه بوڅ کړل، دې ستوماني غرڅنۍ په لوري یې وکتل خو ترسترګو یې نه شوه. لنډۍ لکۍ یې تیزه تیزه وښورله او بیرته یې شوخوند وهل پیل کړل، تږې اوستومانې هوسۍ کرار د هغې په لور ګامونه پورته کړل. اوس نو د هغې هم پرې سترګې ولګیدې له کمره را وغورځیده په یوه منډه یې ځان ورته را ورساوه، سونډګان یې سره نژدې کړل، بیا یې د یوې اوبلې په غاړه، ملا او ورنونو هم سره بوۍ کړل، په همدې ډول سره ملګرې شوې، لکه چې هغې ته یې وپاموله چې تږې ده، هغه تر مخ او دا هم له شا ورپسي روانه وه. د جګو غرونو په منځ کې کرار کرار روانې وي کله به یې له یوه کمره بل تر ټوپ کړل، کله به یې یوه بوټي ته هم خوله وروغورځوله، له څه مزل وروستي د کمرونو ترمنځ ډنډ ته ورسیدې، تږې غرڅنۍ دواړه پښې په ډنډ کې کیښودې، سریې ورټیټ کړ، لا یې شونډې په اوبو نه وې لګولې چې ډز شو، مخامخ یې په تندي ګولۍ څرخه شوه، شاته غورځاره شوه. پاس د غره په خړو او تورو کمرونو کې د الله اکبر چېغې شوې، بیا ورپسي دا غږ هم وشو عطامحمده! ور منډې کړه نښه مې خطا نه شوه او ویشتل شوې ده، نن مو ډیر انتظار ورته وکړ… دعطامحمد چټکې منډې کریم جان هم وهڅاوه له خپله ځایه را پورته شو د یوه فاتح په څیر یې شاوخواته وکتل په بریتو کې موسکی شو. او ورپه منډو شوو تر پښو لاندې یې وړې شکې او ډبرې رغړیدې، خو لیدل یې چې غرڅه لغتې وهلي او لټ په لټ اوښته، عطامحمد وویل: یاره په نښه کې مې ومنلې دا نو اوس یوه هفته د ټولو ملګرو او مجاهدینو بس ده، کریم جان وویل: چې له ما سره ګرځئ د هډې په غرونو کې به هم درباندې داسې غوښې خورم او په زوره زوره وخندل. ۱۳۶۷ کال ده یک ولسوالی – غزني