وخت نه بدلېږي د انسانانو رویې بدلېږي، چې تل یې له یو نا معلوم برخلیک سره مخ کوي. وخت په انسان بېلابېلې لارې وینې او دا لارې په انسان باندې کله ښې او کله ښې نه لګېږي.
موږ تل په تراژیدیو کې ژوند کوو او له هرې برخې سره یې په ټکر کې و، چې دا ټکرونه څو اړخیزه وي، کله مو راویښوي او کله مو غورځوي، چې بیا د پاڅېدو نه وو.
له ژوند سره باید د همدې بدلونونو په رڼا کې برخورد وکړو؛ ترڅو له نامعلوم راتلونکي سره مخ نه شو او تل د هرې پدیدې او پېښې سره په منطقي ډول برخورد وکړو. انسان په فزیکي او ذهني لحاظ په یو حالت کې نه وي، تل د فردي، کورني او ټولنیز ژوند څخه اغېزمنېږي، چې دا بیا د انسان په روان، لیدلوري، ځواک او د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کوي.
دا حالت کله کله انسان په ذهني او فزیکي لحاظ د پېښو په وړاندې ټکنی کوي، د عکس العمل پر ځای یوازې ننداره کوي. دلته بیا له ټولو انسانانو یو ډول ګیله نه کېږي، دا ځکه چې هر انسان بیا د ځان، کورنۍ او ټولنې په وړاندې د عمر، جنسیت، زده کړو له مخې مسوولیت لري.
که یو لوستی د نا لوستي په ډول د دې پېښو پر وړاندې همداسې بې تفاوته وي دا بیا یو ډول له مسوولیته ځان خلاصول دي. دا ځکه چې هر انسان د ځان، کورنۍ او ټولنې پر وړاندې په بېلابېلو برخو کې مسوولیتونه لري. موږ تل د ځان له بدلون سره د کورنۍ او ټولنې بدلون هم غواړو؛ خو دا یوه اوږد مهاله پروسه ده، چې موږ کولای شو په درې پروسو لنډمهاله، منځمهاله او اوږد مهاله کې د دې لپاره تګلارې جوړې کړو؛ ترڅو ټول په ذهني لحاظ دې ته اماده کړای شو، چې بدلون وخت، غوښتنو او شرایطو ته په کتو کېدای شي.
هر بدلون که راځي هغه له ځانه پیلېږي، چې دا بیا د کورنیو او د ټولنې په غړیو هم اغېز کوي. دا ځکه چې فرد د دې بدلون په سر کې دی. هر انسان باید ځان د پوهې له لارو چارو سره اشنا کړي، کله چې ځان دې لارو ته سم کړي، نورو ته هم لاره ښودلی شي او خبره یې هم بیا اغېز لري. له دې سره د وخت بدلون ته ذهني چاپېریال هم اماده کولای شي، که کوم بدلونونه راځي؛ نو دی ورسره د ټکر پر ځای د تعامل لاره غوره کوي.
له همدې سره د وخت بدلون انسان د تجربو یوه وره ته برابروي، چې د وخت په تېرېدو سره انسان ته له وخت سره د تلو لارې ښیي، چې دا بیا په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره لارې پرانیزي او د روښانو لارو د پرانیستو لامل کېږي.