جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودتر || ډاکتر ماخان میږی شینواری

تر || ډاکتر ماخان میږی شینواری

،، تر،،  until

د اړیکویونو سره مې اړیکې له دې امله ونیولې، چې د سربل ،، تر ،، سره مې داسې لږ څه جنجال ته نیت وو او داسې لږڅه ګوته ورته نیسم اویوڅونور هم همداسې غوره یې یا هغه چې ماته لږ د شنلو وړ برېښي لږ غزول يیې ستاسو مخ ته ږدم.

دا خبرې به داسې لږڅه اوږدې شي، خودا چې کاغذ نه لږیږي او چاپوم یې هم نه نوګومان مې دۍ، چې تاسو به هم را څخه ورسره ونه زورېږۍ.

د انګرېزي ژبې څو پرېپوزېشنونه راوړم د الماني ژباړې سره او بیا یې د پښتو سره پرتله کوو.

د اوس دپاره به دا درې بسیا وکړي او که نور یې په دا منځ کې راغلل، هغه به هملته په ګوته کړو.

With; from; until

 الماني يې: mit; von;  bis

پښتو یې:

له … سره، له … څخه ،تر  یا د (له) … سره، له …(څخه)، تر

زه لومړی  د جرمني څخه دbis  (انګرېزي: until)، چې د پښتو معنا یې تر (… پورې) ده یو څو جملې د ،، تر ،، لپاره راوړم، په دې هیله، چې ګران لوستونکي به یې بیا د ( دلته ،،له،، نه لیکم، چې وروسته پرې غږېږو) پښتو سره پرتله کړي، نه داسې نه چې پرتله یې کړي, بلکه وګوري، چې پښتو یې هم همداسې سمه ده او که څنګه او په هغه خپل وخت کې  بیا دا نور دوه هم  د څیړنې ( موږ بلد یو چې تر(سم نه دۍ) څیړنې) لاندې ونیسو.

په ژبه کې د ،، تر،، کارونه :

اړیکوی تر: له دې سربل ،، تر ،، سره موږ د یوڅه یعنې پيښې، نوم، مهال او همداسې د ځاي پای په ګوته کوو، یعنې دا په هغه وخت  کارولکيږي، چې دا پورته یاد څه پوله ولري یا پولې ته ورنږدې کیږي.

لنډ: د پيښې، مهال همداسې  ځای او یو څه اخرني  ټکی یا پوله په ګوته کونه.

یادونه: دا دې دلته بیا هم په کلکه وویل شي، چې په بل هرځای کې کارونه یې ناسمه ده، لاملونه یې راوړو.

یادونه: که داسې لږځیر شو، نو څه چې پای لري یعنې ،،تر،، .. وي، نوهغه به هرومرو  یوپیل هم لري، که دا څرګند او یا نا څرګند وي.

که ووایوچې: سپین تر کابله پورې لاړ، نودا هرومرو له یوځای څخه، چې پیل دۍ، تللی. که په دې هکله تکرارولرو، نو راڅخه زړه بدي کیږۍ مه، وایي، چې تکرار د زده کړې مورده او یا د پام بنسټ دۍ.

 دادي څو الماني انګرېزي اوپښتو غونډالې د سربل  تر Bis سره

(temporaluntilto, (USthrough

Meine Tochter ist bis zwei Uhr in der Schule.

My daughter is at school until two o’clock.

زما لور تر دوه بجو په ښوونځي کې ده.

Ich war von Montag bis Freitag krank.

I was sick from Monday to Friday.

زه دوه نۍ تر جمعې پورې ناروغ وم.

(temporalby

Die Aufgabe muss bis Donnerstag fertig sein.

The task must be complete by Thursday.

پوښتنې باید تر څلورني ( چهار شنبې) پورې تمامې وي،

(localto; all the way to

Der Zug fährt bis Köln.

The train goes to Cologne.

ګاډی تر کولن (پورې) ځي.

په لاندې توګه مخ ته ځو:

۱ – تمپورال یعنې:  اخر ټکی ښایی.

۲ – په مخه ښه کې هغه د بیا لیدلو وخت ډېر یا لږ پوره: تربیا پورۍ.

۳ – ځای: اخرنۍ موخه ښایی.

۴ – له  …څخه …  تر … د وخت یا ځای واټن  په ګوته کوي.

۵ – د یوه غزېدا سور، د یوه سپکتروم ( د یوې څیرې یا څه برېښیدته، د دې په پښتو معنا لږ ستونځمنه ده، خو په نورو ژبو کې کتل ښه دي او په فزیک کې راځي)، د يوې پورته – او یوې کښته پولې ورکونه.

۶ – د په خوښه اړیکوی سره

۷ – bis zu   د الماني په څیر پرېپوزيشن په پښتو کې نه شته، دا هم همغه ،،تر … پوري،، دی:  پورته پوله په نخښه کوي، یو پوله ارزښت

۸ ـ   bis auf :  یو اخر شي  چې سړی ردوي

لکه چې وایو ټول خلک میلمانه دې ترسپین پورې( یعنې پرته له …)

د دې په څټ: ټو ل میلمانه دې د … په ګډون پورې.

په پښتو کې موږ تر … پورې لرو.

دوي دا هم معلومه کړې، چې دا وی کله ژبې ته راننوتی دی، چې هغه یې زه دلته نه راوړم.

بیلګې:

— تر بلې  میاشتې (پورې) باید کور جوړ وي.

–  هغه تر بلې میاشتې (پورې)  نه شته

–  تر اوسه(پورې) هرڅه ښه دي.

–  څوک چې سره بیلیږي یا مخه ښه اخلي: تر وروسته پورې.

– ،،ښه اوسه، تربیا پورې،،

– ،، په مخه دې ښه، تر بلې اونۍ (پورې).

— تر دې ځایه(پورې)  او نه وړاندې.

(،،پورې،، ته دې پام وي، چې  ورڅخه (موږ دلته هم کله لیکو، چې ترې..(هغه زموږ په کلیوالي خبرو کې وایو، چې تر نه تیریدلی.. دا ترنه معنا ورڅخه دي او نه تر)) تیریدلی هم شو).

– تر جلال اباده پورې موټر نیسو، وروسته بیا باید په پښو لاړ شو.

— ستا مور له سهار څخه تر ماښام (پورې)  په پخلنځي کې ولاړه وه.

—  دا یو سفر دی،  له جلالاباد څخه تر کندهاره پورې.

— سپینه له پاسه (څخه) تر کښته (پورې) لمده وه. یا له سر څخه تر پښو پورې لمده( که لنده) وه.

،، تر،، Bis د تړنوي Conjunction په دنده کې

برابرارزښته جملې- برخې سره تړي.

سپین په میلمستون کې ناستوو، تر هغې چې میلمانه کوروته ولاړل.

یو څوالماني انګرېزي او پښتو غوڼدالې:

  1. (subordinating,temporaluntil

Wir warten hier, bis das Gewitter vorbei ist.

We’ll wait here until the thunderstorm is over.

موږ دلته تمیږو، تر څو جکړ تیرشي.

  1. (coordinating)to

Ich arbeite 40 bis 50 Stunden in der Woche.

I work 40 to 50 hours a week.

زه په اونۍ کې ۴۰ تر ۵۰ ساعته کار کوم.

Ihre Haare sind braun bis dunkelbraun.

Her hair is brown to dark brown.

د هغې ويښتان نسواري تر تیاره نسواري دي

دا نورې غونډالې دې هم ورسره وي:

 – اسمان له  برګ څخه تر شین وو.

— سپین  ۲۵  تر  ۳۰ کسان میلمانه کړي.

( دلته دې پام وي، چې ،، له ۲۵ تر…،. نه لیکم، ځکه چې هغه بیا خپله موخه بدلوي)

— په دې لمنځتون کې دې ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسان ځای شي؟

— زه په اونۍ کې  زیات وخت ۵۰  تر  ۶۰   ساعتو کار کوم.  ( پام دې وشي، له یې  مخ ته راشي او که نه، په الماني ورسره له  نه شته.  نه ! داسې نه ده.  له ورسره نه راځي، ځکه چې دی له   تر کارنه کوي دی له ۱ تر ۵۰ یا ۶۰ … یعنې له ۱ تر ۵۰ یا له ۱ تر ۶۰ ساعته پوري کار کوي، نو له دې امله ۵۰ تر ۶۰ ساعته پورې او نه له ۵۰ تر ۶۰ ساعته…دلته دا خبره راڅخه لږ ستونزمنه کیږي، له ۵۰ تر ۶۰ ساعته په دې مانا دي، چې دۍ خوله ۱ تر ۵۰ کار کوي، خو به یې داسې ولیکو، چې له ۱ ت ۵۰ او همداسې کله کله له ۵۰ څخه ور اوړي تر۶۰ پورې. ګران لیکونکي دې هم په کې خپل فکر وځغلوي. (بیا: تکرار د زده کړې مورده ).

— سړی کړی شي چې هغه تر اخره پورې وګوري.

— سپین کړی شي چې هغه په رڼو اوبو کې تر ځمکې تل پورې وګوري یا د ځمکې تر تل پورې….

— موږ ناوخته د شپي تر دننه (  تر منځ) پورې خبرې وکړې.

— ژوبن هره ورځ  تر زر کسانو پورې ګوري.

— سپین په ښار کې تر نوي کیلو متره پورې په بس کې ځي.

—  د سندرغاړي ټولې سندرې پیژنم – تر اخرنۍ پورې دلته تر په دې معنا دۍ، چې اخرنۍ سندره یې نه پیژنم..

خبر و استعمال یا کارونه:

تر زر، تر بیا، له پښو تر سره، تر ګیډې، تر لاس خوزونې( په مخه ښه کې)،  تر څو چې نور امکان نه وو.

ترې رابیل ویونه:

تر وروسته، تر وروستني، ترغزونې، تر اوسه.

لنډ: تر په هغو جملو کې راځي، چې د ،، تر،، سره ،، پورې،، مل وي یا مل کیدی شي، یواځې همدې ته دې په  لیکنو کې پام وشي، سم دې وکارول شي یعنې تر…(پورې)، بل ډول کارونه یا استعمال یې ماته ناسمه برېښي، چې ګران ژبپوهان دې هم ورته پوره پاملرنه وکړي، دا د ما سره هم مرسته ده او د دې مرستې د غوښتنې اجازه دې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب