دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Homeخبرونهپه نړۍ کې ۱۰٪ خلک برېښنا ته لاسرسی نه لري

په نړۍ کې ۱۰٪ خلک برېښنا ته لاسرسی نه لري

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د نړیوالې انرژۍ اداره وايي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې شاوخوا ۷۶۲ میلیونه کسان د آسیا په پرمختیايي هیوادونو کې له بریښنا بې برخې وو، دا شمېره سږ کال ۱۰۱ میلیونو ته راټیټه شوې ده.

بریښنا ته د لاسرسي نه لرونکو کورنیو په شمېر کې دا چټک کمښت تر ډېره د هند او بنګله‌دېش د زیربنایي پراختیا له امله دی. دا دوه هېوادونه چې په ګډه ۱.۶ میلیارده نفوس لري، د نړۍ د نفوس نژدې پنځمه برخه جوړوي. سره له دې، اوس هم د نړۍ شاوخوا ۱۰ سلنه وګړي بریښنا ته لاسرسی نه لري.

په دې راپور کې د افغانستان هیڅ یادونه نه ده شوې خو حقیقت دا دی چې برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې ممکن افغانستان د هغو هیوادونو د لیست په پای کې وي چې اوسیدونکي یې برېښنا ته لږ لاسرسی لري.

په راپور کې له افغانستانه پرته د نورو هیوادونو په اړه ویل شوي: په اوسني وخت کې، د ۷۰ سلنه آسیایي هېوادونو ۹۰ سلنه یا تر دې یو څه زیات وګړي بریښنا ته لاسرسی لري. خو ځینې هېوادونه لکه پاکستان، شمالي کوریا او میانمار لا هم له دې اړخه خراب وضعیت لري.

په ورته وخت کې، د نړۍ په کچه د بریښنا نه لاسرسي تر ټولو زیاتې ستونزې د جنوبي افریقا په هیوادونو کې دي، چې وضعیت یې د ۲۰۱۰ کال په پرتله لا پسې خراب شوی دی.

تر تېر کال پورې، شاوخوا ۷۵۰ میلیونه کسان، چې د نړۍ د نفوس نژدې ۱۰ سلنه جوړوي، بریښنا ته لاسرسی نه درلود، چې له دې ډلې ۵۹۷ میلیونه یې په جنوبي افریقا کې مېشت دي.

په حقیقت کې، د افریقا د جنوبې سیمو یوازې ۴۰ سلنه خلک بریښنا ته لاسرسی لري. دا راپور زیاتوي چې په تېره لسیزه کې د آسیایي هیوادونو د بریښنا رسولو پروسه ډېره چټکه وه، خو په تېرو څلورو کلونو کې د پام وړ ورو شوې ده.

د پاکې انرژۍ پرمختګ

په نړۍ کې د برېښنا د ودې یوه لویه برخه د لمرېزې او بادي انرژۍ له برکته ده.

د نړیوالې انرژۍ اداره وايي چې له ۲۰۱۰ کال څخه تر تیر کال پورې، په نړۍ کې بریښنا ته تقاضا هر کال په اوسط ډول ۲.۷ سلنه لوړه شوې وه. تمه کیږي چې له سږ کال څخه تر ۲۰۳۵ پورې، د بریښنا نړیوال مصرف په کال کې شاوخوا ۳ سلنه وده وکړي، چې ډېره برخه به یې له لمرېزې او بادي انرژۍ څخه پوره شي.

په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ د لمرېزې بریښنا کلنی تولید څلور چنده شوی او ۴۲۵ زره میګاواټو ته رسېدلی دی. تمه کیږي چې په راتلونکو کلونو کې د لمرېزې او بادي بریښنا تولید لا ډېر شي او تر ۲۰۳۵ پورې به له ټولو نورو ډولونو بریښنا مخکې شي.

د روان کال لپاره، تمه کیږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ زره تیراواټ ساعته بریښنا تولید شي، چې له دې څخه به ۱۶ سلنه برخه د لمرېزې او بادي انرژۍ وي. تر ۲۰۳۰ پورې به د لمرېزې او بادي بریښنا تولید له ۱۱ زره تیراواټ ساعتونو څخه زیات شي او د بریښنا په نړیوال تولید کې به یې برخه ۲۸ سلنه ته ورسیږي.

تر ۲۰۳۵ پورې به د نړۍ د بریښنا تولید نژدې ۴۱ زره تیراواټ ساعته ته ورسیږي، چې له دې څخه به د بیا تولیدېدونکو انرژیو (د لمرېزې او بادي بریښنا په شمول) ونډه له ۱۸ زره تیراواټ ساعتونو څخه زیاته وي. یعنې، په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به نژدې نیمه بریښنا د نړۍ له لمرېزو او بادي سرچینو څخه پوره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب