دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Home+خالي/اجمل پسرلی

خالي/اجمل پسرلی

رستم په چوکۍ کې داسې ښکاریده لکه چا چې وراچولی وي. پښې سره لرې، لاسونه یې شواړ د چوکۍ پر تکیې پراته، سر یې لږ کوږ، خوله یې خلاصه.

د پارک د لویې ونې له منځه د مني د ګرځیدلي لمر رالویدلې رڼا ته وخوځیده، شی لاس یې تر عینکو لاندې په سترګو تیر کړ. په چوکۍ باندې تکیه کړې امسا یې ورواخیسته. لاسونه یې باندې کیښودل او بیا یې ژنه پرې تکیه کړه.

مخامخ یې یو ځای ته کتل، هلته هیڅ شی نه و، خو دی داسې دغه یوه ځای ته ځیر و لکه هلته چې یې څه موندلې، څه لیدلي، څه کتلي.

 چیرته چې دی ناست و، څو څو متره لرې کتار چوکۍ ایښې وې، د ده کیڼ لاس ته نژدې پنځوس متره لرې یوې ډلې ځوانانو شور جوړ کړی و، ده مخ نه وراړاوه، همهغه تش ځای ته یې سترګې نیولې وې. په همدې تش ځای کې له چناره بیله شوې پاڼه پریوته، ده د چوکۍ بازو تکیه کړ، په زګیروي ورجګ شو. پاڼه شمال ورغړوله دی ورپسې شو، لږ مخکې د ونې له ډډ سره ایساره شوه، ورټیټ شو، ګونډه یې ووهله، پاڼه یې راواخیسته بیرته خپل ځای ته راغی، د پاڼې پر رګونو یې ګوتې تیرې کړې، بیا یې پر خپل رغوي کیښوده. خپل مړوند ته یې پام شول، د خپل لاس شنه رګونه نن نه ورته ښکاریدل لکه نرسې چې تیره اونۍ پسې پلټل او د ده لاس یې ورو ورو په څپیړه واهه چې رګونه یې جوت شي چې بیا ستن ورووهي. لاس یې واړاوه راواړاوه. امسا یې اړخ ته کیښوده، هاغه تش ځای ته یې سترګې ورواړولې چې مخکې پاڼه پکې ورغړیده. د یوه لاس موټ یې پرانیست، د بل یې پرانیست پاڼه نه وه، شاوخوا یې پسې وکتل له چوکۍ نژدې یو ګز لرې یوه پاڼه پرته وه، په امسا یې د ځان خواته راکاږله، دا پاڼه په خاور خټو لړلې وه، بیرته یې پورې وهله.

د ځوانانو لور ته یې مزغی کوږ کړ، هغوی تللی وو. راپورته شو هاغه پاڼه چې مخکې خیرنه ورته ښکاره شوې وه، هغه یې په پښه ورکش کړه، زګیروی یې شو، راوایې اخیسته، د زړې پاڼې رګونه یې له خپل لاس سره ونیول. ویې خندل د خپل لاس رګونه ورته ښه ښکاره شول، د پاڼې ډډ یې په ګوتو کې وڅرخاوه. د پارک په نرۍ سمینټي لاره یې د امسا ټک ټک شو، کله به یې یوه اړخ ته کله بل ته کتل او د لمر لویده لور ته د پارک د وتو وره ته نژدې کیده، نژدې کیده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب