Homeخبرونهواحدالله نژند راتلونکې شنبه له خپل ارجنټایني سیال سره مخ کېږي

واحدالله نژند راتلونکې شنبه له خپل ارجنټایني سیال سره مخ کېږي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۱۶مه) د ازاده مبارزو افغان لوبغاوی واحدالله نژند راتلونکې شنبه د غویي ۱۹مه د ارجنټاین له لوریانو سټاروپولي سره مخ شي.

دغه لوبه به د FNC سازمان په ۳۰م پړاو کې د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کرواسیا په زادار ښار کې ترسره شي.

نژند چې پخوا یې په اوکټاګون سازمان کې سیالي کوله، د ۱۴۰۴کال د مرغومي په وروستیو کې یې له FNC سازمان سره یو تړون لاسلیک کړ.

هغه په خپلو ۱۲ مسلکي سیالیو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري، په‌داسې حال کې چې د هغه ارجنټاینی سیال ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري.
د نژند وروستۍ لوبه په اوکټاګون سازمان کې د تاجک لوبغاړي شوخ نظروف پر وړاندې وه، چې له سختو ټپونو سره، سره وتوانېده خپل سیال له «کېمورا» تخنیک سره مات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....