Home+فرانسوی لیکوال او ژونالیست اندره مالرو

فرانسوی لیکوال او ژونالیست اندره مالرو

د ۱۹۷۶ كال د نوومبرپه درويشتمه نېټه نامتو فرانسوي ناول ليكوال اندره مالرو AndrE Malraux (تلفظANdrA´ mAlrO) د پنځه اويا كلونو په عمر له دنيا سترګې پټې كړې.

مالرو د ناول ليكنې په څنګ كې د هنر مورخ او ختيځ پېژاند و او په سياست كې يې هم ګوتې وهلې. مالرو په شتمنه كورنۍ كې زېږېدلى او د ليسې له دورې وروسته يې په پوهنتون كې د ختيځ ژبې او ادبيات ولوستل.

دی د ۱۹۲۵ او ۱۹۲۷ ترمنځ چې د زلميتوب كلونه يې ول، هند او چين ته لاړ او د دغو هيوادونو د ازادۍ په غورځنګونو كې يې برخه واخيسته. مالرو د ۱۹۳۵ او ۱۹۳۹ كلونو ترمنځ د هسپانيا په جګړو كې هم ګډون وكړ او له سياسي هلوځلو وروسته فرانسې ته وګرځېد. هلته په ادبي كارونو بوخت شو.

مالرو په داسې حال كې د ادب دنيا ته مخه كړه چې لومړۍ نړيوالې جګړې د اروپا ملا ماته كړې وه. جنګ پاى ته رسېدلى و خو په لومړي ځل د جګړې سوبمنو هغه دروند زيان احساس كړ چې اندازه يې د جګړې د بايلونكو له ګاللي تاوانه كم نه و. په دې دوره كې د انسانانو پر فكر او روح باندې اندېښنو غلبه كړې وه او د ټولنې دوديز ارزښتونه كمزوري شوي وو. دا د اوږدو او پر له پسې جګړو ځانګړتيا ده او زموږ نسل (افغان) يې ښه شاهد دى. له دا ډول شرايطو او پړاوونو څخه د تېرېدو لپاره خاصې ذهني او فكري هڅې ته اړتيا ده. هماغه و چې د اروپا د دې دورې ليكوالو د مالرو په څېر ځانونه ژمن كړل چې له جګړې څخه ستومانه شويو انسانانو ته د انسان نوى مفهوم وړاندې كړي.

مالرو ليكوالي د خبريالۍ او ژورناليستي كارونو له لارې پيل كړه. لومړنى كتاب يې د (فاتحان) په نوم په ۱۹۲۸ كې چاپ شو. د هغه ليكنې له خپلو سياسي او اجتماعي تجربو ډكې او اغېزمنې دي. اندره مالرو په خپلو ليكنو كې تر ډېره حده د ازادۍ لپاره د ختيځوالو هلې ځلې، غورځې پرزې او سرښيندنې انځور كړي دي. ډېر شهرت يې د (د بشر برخليك)، او (د انسان هيله) كتابونو په خاطر ګټلى او د هنر ارواپوهنه كتاب يې داسې كيسه ده چې د ښكلاپېژندنې اوج ته پكې رسېدلى دى.

د اندره مالرو Anti-memoirs (د خاطرو ضد) كتاب هم ډېر مشهور اثر دى. په دې كتاب كې هغه د خپل ژوند له هسكو ټيټو ډكې خاطرې بيانوي، له همدې امله يې پر هغه د خاطرو ضد نوم ايښى دى. په خپله مالرو د دې كتاب په سريزه كې ليكلي: ((زه دا كتاب د خاطرو ضد نوموم ځكه چې د هغې پوښتنې ځواب دى چې خاطرې يې نه مطرح كوي او هغو پوښتنو ته چې خاطرې يې رابرسېره كوي، ځواب نه وركوي!))

په انګليسي ژبه د مالرو د ژوند او آثارو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ويبپاڼه وګورئ

ماخذونه:

http://en.wikipedia.org/wiki/Andr%C3%A9_Malraux

http://www.kirjasto.sci.fi/malraux.htm

http://www.diplomatie.gouv.fr/label_france/ENGLISH/LETTRES/MALRAUX/malraux.html

ماريا، ماريا، ماريا! | ليکوال: اندرې مالرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...