Homeخبرونههندي چارواکي وايي، ممکن د جمو او کشمیر د برید عامل افغانستان...

هندي چارواکي وايي، ممکن د جمو او کشمیر د برید عامل افغانستان ته تښتېدلی وي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د هند د جمو او کشمیر دولتي تحقیقاتي ادارې (SIA) او پولیسو د شنبې په ورځ په کلګام کې د ډاکټر مظفر احمد رتهر د نیولو حکم اعلان کړ. نوموړی د ډیلي د چاودنې په قضیه کې یو مهم متهم بلل کېږي.

ډاکتر مظفر، چې اصلاً د قاضي ګند اوسېدونکی دی، د قضیې اصلي تورن بلل کېږي او باور کېږي چې تېر اګست له هنده وتلی او تښتېدلی دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، ښايي دا مهال په افغانستان کې وي. سرچینې زیاتوي چې نوموړي د جیش محمد د شبکې د بهرنیو لارښوونکو او د هند په بېلابېلو ایالتونو کې د “سپینو کالرو ترهګرې شبکې” ترمنځ د ارتباط په ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.

د جمو او کشمیر پولیسو له دې مخکې د هغه د نیولو لپاره د انټرپول له ادارې د سور حکم (Red Corner Notice) غوښتنه کړې وه.

ډاکتر مظفر له الفلاح پوهنتون سره هم تړاو لري، هغه پوهنتون چې د ډیلي د چاودنې او ورپسې د سپینو کالرو ترهګرې شبکې تر پلټنو وروسته د امنیتي ادارو تر څارنې لاندې و.

د هغه ورور، ډاکتر عدیل رتهر، لا دمخه نیول شوی او د جیش محمد له شبکې سره د تړلي بین‌الایالاتي ترهګریزې ډلې بل مهم همکار بلل کېږي. نوموړی د لال قلعه د موټربمي چاودنې په قضیه کې هم مطلوب دی.

د ډاکتر مظفر پر ضد دا اقدام داسي مهال ترسره کېږي چې له ډیلي سره نژدې د لال قلعه ترڅنګ د نومبر په ۱۰مه بمي چاودنې، چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول او د ۲۹۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو موادو له کشف وروسته، د سپینو کالرو د ترهګرۍ پراخه شبکه بربنډه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...