جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ د نیویارک مسلمان ښاروال وستایه

ټرمپ د نیویارک مسلمان ښاروال وستایه

ټرمپ او زهران ممداني په ناڅاپي ډول په صمیمي فضا کې ولیدل

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ او د نیویارک منتخب (راتلونکي) ښاروال، زهران ممداني، د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل، او د ټولو اټکلونو خلاف، د دوی دواړو نیویارکیانو لیدنه په ګرمو او دوستانه خبرو تیره شوه.

ټرمپ، په داسي حال کې چې ممداني یې ترڅنګ ولاړ و، په موسکا وویل:
«موږ ډېرې عالي خبرې وکړې.»

ټرمپ، چې له ورایه ښکارېده د دغه ځوان ښاروال له شخصیت څخه اغېزمن شوی، زیاته کړه:
«تاسو به یو ډېر ښه ښاروال ولرئ. موږ به ورسره مرسته وکړو. مبارکي وایم!»

زهران ممداني، چې یوازې څو اوونۍ مخکې یې د نیویارک ښاروالۍ انتخابات وګټل—هغه هم د اندرو کومو پر وړاندې، چې ټرمپ خلکو ته سپارښتنه کړې وه هغه ته رایه ورکړي—یو ځل بیا خپله سیاسي وړتیا او هوښیارتیا وښودله.

ټرمپ، چې خپل اکثره سیاسي مخالفان شخصي دښمنان بولي، د دې لیدنې په پای کې د دغه ډیموکرات سوسیالیست چې مخکې یې «کمونیست» بللی و، ستاینه وکړه. ټرمپ وویل:
«موږ یو ګډ هدف لرو: چې هغه ښار چې ډېر راباندې ګران دی، وده وکړي. هغه (ممداني) یو فوق‌العاده کمپاین چلولی… هغه ډېر قوي او هوښیار سیالان مات کړل. دا کار یې واقعاً حیرانوونکی دی.»

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:
«زه فکر کوم هغه به یو ډېر ښه ښاروال ثابت شي. هر څومره چې بریالی کېږي، زه به لا خوښ یم. موږ به ورسره مرسته وکړو څو نیویارک یو ډېر ځواکمن او ډېر خوندي ښار شي.»

نیویارک د امریکا تر ټولو ستر ښار دی. او د دغه هیواد د ونډو د بازار (وال سټریټ) په شمول مهم اقتصادي مرکزونه په دغه ښار کې دي.

ممداني هم، په ورته دوستانه انداز، وویل:
«مننه ولسمشر صاحب، زه ستاسو قدرداني کوم. ما له تاسو سره له لیدو خوند واخیست. دا یو ګټور ملاقات و، چې له نیویارک سره په ګډه مینه او ستاینه ولاړ و.»

هغه وویل چې دوی د نیویارک د ۸.۵ میلیونه اوسېدونکو لپاره د ارزانه کور جوړونې پر اړتيا خبرې کړې.

ټرمپ: “ممداني به محافظه‌کاران او لیبرالان دواړه حیران کړي”

ممداني چې د ټرمپ د پلرني ځای، کویینز، استازی دی، توانېدلی چې د ولسمشر پام ځان ته واړوي—سره له دې چې ټرمپ معمولاً د ډیموکرات ښاروالانو په اړه سختې څرګندونې کوي.

ټرمپ منلې چې د دغه ځوان او مسلمان سیاستوال په اړه د ده نظر بدل شوی:
«هر انسان بدلېږي. زما هم ډېر نظرونه بدل شوي دي. موږ پر ګڼو موضوعاتو بحث وکړ او زه بشپړ باور لرم چې هغه به ډېر ښه کار وکړي.»

ممداني، چې د خپلې بریا په وینا کې یې ټرمپ «مستبد» او د هغه سیاستونه «فاشیستي» بللي وو، وویل:
«ولسمشر ټرمپ او زه دواړه په خپلو دریځونو کې رښتیني یوو. هغه څه چې زه یې ستایم دا دي چې زموږ خبرې پر اختلافاتو نه وې، بلکې پر هغو ګډو مسوولیتونو وې چې نیویارکيانو ته خدمت وکړو.»

د نیویارک مهاجرین او د ICE موضوع

حتی د مهاجرت د فدرالي ادارې ICE په اړه—چې ټرمپ ویلي و په نیویارک کې به یې فعالیتونه پراخ کړي—دواړو خواوو د همکارۍ ژبه وکاروله.

ټرمپ وویل:
«موږ به اختلافات حل کړو. موږ ډېر په جرم او امنیت تمرکز وکړ… هغه نه غواړي جرم زیات شي، زه هم نه غواړم، او زه مطمئن یم چې توافق ته به ورسېږو.»

ممداني وویل چې د خلکو اصلي اندېښنه د ژوند لګښت دی، او دی غواړي د ولسمشر په مرسته یې حل کړي.

هغه زیاته کړه:
«زه یو ډیموکرات سوسیالیست یم، دا مې تل روښانه کړې ده. کېدای شي ایدیولوژیک اختلافونه وي، خو زموږ ګډ هدف دا دی چې نیویارک د ټولو لپاره د ژوند وړ ښار شي.»

ټرمپ هم وویل چې د هغه ځینې اقتصادي نظریات له برني سندرز سره ورته‌والی لري.

ټرمپ: “که هغه بریالی شي، موږ به ورته لاسونه وپړکوو”

ټرمپ په پای کې وویل:
«د نیویارک ښاروال کېدل یو فوق‌العاده مسوولیت دی… ممداني داسې فرصت لري چې د ښار لپاره یو لوی کار وکړي. نیویارک په حساسو شیبو کې دی او د فدرالي ملاتړ اړتیا لري. موږ به ورسره مرسته وکړو، او که بریالی شي، موږ به د ستاینې لپاره هلته یو!»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب