Homeخبرونهد افغانستان لپاره د بریتانیا استازي له خپل پاکستان ساري سره د...

د افغانستان لپاره د بریتانیا استازي له خپل پاکستان ساري سره د کابل او اسلام اباد پر ستونزو خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو په اړه د بریتانیا د هڅو په دوام، د دغه هېواد د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د سیمې د حالاتو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق دا لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د ګډو ګټو، سیمه‌ییزې سولې او ثبات او د افغانستان د حالاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

خو نوموړي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره د لندن د منځګړیتوب هڅو ته هېڅ اشاره نه ده کړې.

دا لیدنه وروسته له هغې شوې چې د بریتانیا ځانګړي استازي په یوه ویډیويي اړیکه کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د دفتر ريیس ته وویل چې حاضر دی د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د هواري لپاره د منځګړتوب هڅې وکړي او په دې لړ کې پاکستان ته سفر کوي.

 لېنډسي ویلي و چې غواړي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم په اسانه کولو کې مرسته وکړي.

لېنډسي له خپل پاکستاني ساري سره تر لیدنې مخکې په اسلام‌اباد کې د سویس او ناروې له سفیرانو سره هم د افغانستان د وضعیت او پر سیمه د هغه د اغېزو په اړه خبرې کړې وې.

د سویس سفیر په هغه لیدنه کې د افغانستان ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه بللی و او ویلي یې و چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو اړیکو دوام، د شریکانو نژدې همغږي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خبرو اترو ته دوام ورکول اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...