وهاب حیات
سخته ده چې یو څوک له داسې حالت سره ژوند وکړي، چې دی په کې د خپلو شخصي احساساتو له زخم سره سره بل داسې زخم هم اخلي، چې د ټولو شریک وي خو دی یې له نورو ژور احساسوي، دغه حالت که هر څومره تفسیر او تشریح شي مخاطب نه شو قانع کولی، همدا د کیفیتونو رښتینی انځور دی؛ زمزمه غزل هم ماته په داسې یوه درد ککړه ښکاري. د هغې یاغیتوب ماته د یوه داسې درد کیسه کوي، چې دا یې اړ ایستلې له ښځمنوالې سره، سره د مشروع سړیتوب زاویې هم، د خپل وجود برخه وګرځوي. زه چې د نویو خبرو شوقي یم نو، خوند هم هغه شعر راکوي چې له نورو متفاوت وي او د انفرادیت یوه خاکه مې مخ ته کېږدي. زمزمه غزل د خپل انفرادیت په ښاخونو کې داسې نایابې غوټۍ لري، چې تم کېدل ورته د انسان مجبوري شي. فکر کوم د مصطفی سالک په کتاب منشور کې دا خبره شته هغه وایي: (اضطراب د نوابغو لیکوالو تخلیقي قوت دی). له یوه ملګري سره یو وخت دممتاز په سخت ژوند غږیدم، هغه دممتاز د ښه ژوند غوښتنه درلوده، خو ما ورته وویل که له ممتاز داسې شاعري غواړې چې کوی یې، نو دا به ترې په ښه ژوند کې کله هم ونشي. زما باور دا دی کله چې ژوند منظم شي، احساسات هغه تحریک بایلي او کله چې د احساساتو تحریک ختم شي انسان د تکرار په ډنډ کې ونښلي مګر برعکس که ژوند سختیږي، انسان داحساساتو تشهیر ته پناه وړي او کله چې احساسات خواره شو ، نو زیات دردیږو چې د همدې په واسطه نوي او جالب مضامین د هنرمند خیال تخنوي، بیا ترې داسې خبرې کیږي چې زمونږ هنري ذوق دهغې د پنځونې په اثر خپل مړښت تجربه کوي. ما چې مخکې د زمزمې د سړیتوب دعوه وکړه، نو هغه د دې په شاعرۍ کې د نشو د لوازمو استعمال دی. پښتنې ښځې چې د محرومیت هره تجربه د دوی په بدن او روان شوې، ډیر کله دخپل اسویلي غږهم د سړو له ویرې نه اوري، دا بیا ماته په دوی دشوي جبر انتها ښکاري. زمزمه چې په پښتنه ټولنه کې زیږیدلې او هره ورځ د پښتنې ښځې د ژوند نوی او له یو عالم درده ډک انځور ویني، هڅه کوي ځان تېر باسي، ځکه ددې په وس نه ده پوره چې په یوازې ځان له دې حالت سره مبارزه وکړي او د نورو ملګرو یې هم ستونی د ولاړ سړي تر پښې لاندې دی، نو په هنر کې دخپل دغه محرومیت انعکاس په ډیر باغي ډول وړاندې کوي. نه پوهیږم کوم ځای مې د اروا پوهنې دا جمله لوستې وه: (غمجن انسانان هڅه کوي ډیر ویده شي). له دې خبرې مونږ ته یوه منطقي زاویه البته زما په فکر دا راووځي، په کوم چاپیریال کې چې انسان اوسي او بیا دغه ځای داسې جوړ وي، چې هروخت په کې د انسان اذیت ویني، نو معلومه خبره ده چې یو وخت به دخپلې حوصلې په غېږه کې له خپلې ماتې ملا سره پریوزې، خو هنرمند بختور وي چې ددې اذیت داظهار لپاره خپل هنر لري، مګر دا هم هېرول نه دي په کار چې کله، کله هنرمند هم خپله حوصله وبایلي او د یاغیتوب په کالو کې په یوه نوي سټایل ځان ښکاره کړي. زمزمه غزل هم له همدې تجربو راتېره ده او مونږ ته په خپل شعرکې ښایي، چې ددې دحوصلې غر هم دګداز په لمبو کې دسوو اهونو کوربه دی. دنشې د کلمې یوه نچوړ مانا داده، چې انسان له عادیتوب وباسي. ما هڅه وکړه په پښتو ژبه کې یو ماخذ یا لږ تر لږه یوه خاکه وموم، خو متاسفانه ومې نه موندل (شاید زما نیمګړتیا وي یا هم څه وي نه)، خو دا خبره په ډاډ سره کوم، چې نشه یا د نشې اړوند لوازمات پښتنې شاعرانې ډیر کم کاروي او یا یې هم په خپله شاعرۍ کې بیخي کاروي نه، مګر زمزمه غزل دخپل ټول درد او غم داسې باغیانه انعکاس وړاندې کوي، چې سړی اړ دی ورته حیران شي.
زما له ستر ګو نه نشه کوي یار
ساقیانو ستاسو میکدې بندې شه
ما دنشې په ټال کې وزنګوي
دا څه بې باکه زمزمه کوي یار
که څه هم په دې بیتونو کې دمخاطب او متکلم ستاینه ده، خو دا اړیکه ماته هغومره پیاوړې نه ښکاري، ځکه له نشې اخواته نورې مشبه به هم د دغې مشبهاتو لپاره شته؛ دا مونږ ته ښایي چې د زمزمې غزل اضطراب ددې د زړه او ذهن جرړې ترخپل تسلط لاندې راوستې دي، چې اړ کړې یې ده خپل نور چاپیریال هېر کړي او داسې یاغیتوب ته غاړه ورکړي، چې انتها یې له عادیتوبه ډیره لرې ده او کله چې بیا دیوې پښتنې ښځې له خولې وي، بیا حتمي انحراف وي، چې دا په شاعرۍ کې دښه او خوندور مشروعیت مظاهره ده، مونږ کولی شو دنورو شاعرانو په منځ کې یې، ددې د انفرادیت په ځانګړنو کې وشمارو، نه پوهیږم چې زما دا خبره ورانه ده که سمه چې (انفرادیت دشاعر دتل پاتې وجود روح دی) زمزمه غزل به هم دخپلې دې شاعرۍ پر بنیاد خورا اوږد ژوند وکړي، همدا دیوه هنرمند لپاره دهغې دهنر غایي هدف هم دی.
د بد مستانو دخمار زړه زمزمه یمه اوس
چې د ځوانۍ جام ته یې راوستم شرابه یې کړم
یا:
ستا د حسن په شرابو اموخته یم
توبې باسم د ساقي له ګیلاسونو
شراب د پښتنو په محاورو کې تر ټولو غټه نشه ده او زه فکر کوم دا له اسلام سره د هغې د تړښت له امله ده. پښتانه چې د اسلام له راتګ وروسته مسلمانان شو، نو د لومړنۍ نشې ذکر چې په اسلامي تاریخ او د مسلمانانو په کتاب کې شوی، همدا شراب دي. زه چې د خپلې ټولنې روح ته ګورم شرابو ته هم د کفر په نظر کتل کیږي او په قرانکریم کې د دې یادونه د دې د نشهيي کیفیت د ژوروالي نښه ماته ښکاري.
الله ج په سوره مایده کې فرمایي:
انم الخمر والمیسر الایة
په دې ایت کې شراب له نورو لویو ګناهونو سره یو ځای، د شیطان عمل او پلیتي ګڼل شوې ده. مونږ دا خبره نه کوو چې حتما دې شاعر د شرابو تجربه ولري، خو دقران دا خبره به استناد کړو (شاعران هغه څه نه کوي چې وایي یې)، مګر زمزمې ته داضطراب دختمیدو یوازینۍ لاره همداسې زوروره نشه ښکاري، دا ددې په وجود کې د یوه قوي او نه زغمیدونکي اضطراب نښانه ده. که څه هم ما هڅه وکړه دپښتنو په ژوند کې دشرابو دڅښاک یوه تعبیر ومومم خو متاسفانه د ډیرو کوششونو باوجود هم ونه توانیدم، مګر په غیر مسلمانه ټولنه اوپه ځانګړي توګه په ځینو ځایونو کې د کلچر برخه ده، چې دا په غرب کې د بېلا،بېلو ماناوو ښکارندويي کوي مثلا: هغوی د خپلو راټولیدو او بنډار کولو لپاره اهم ګڼي، خو زما باور دا دی، چې دفوق العاده انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده، نه غواړي چې ډیر ټولنیز واوسي او کتلی شو دا ثابته کړو، چې ډېر شاعران یوازیتوب خوښوي له همدې امله د زمزمې د شرابو او ددې فکر ترمنځ ماته کومه اړیکه نه ښکاري، خو یوه خبره ده او هغه دا چې دا د کمزوري اضطراب نه دوتلو یوه هڅه ده، مګر دزمزمې اضطراب ډیر دروند او عمیق ځکه دی، چې شراب ډېر بې باکه یادوي. دویم تعبیر چې په غرب کې شته هغه د ځینو ټولنو په فرهنګ کې شتون دی مثلا: دوی د د ډوډۍ پر وخت لکه مونږ چې څنګه اوبه څکو داسې یې هغوی له ډوډۍ سره کاروي، چې دا هم ماته د زمزمې دشرابو له خیال سره په ډیره لرې فاصله کې واقع ښکاري. نتیجه داده چې د زمزمې په شاعرۍ کې، شراب دهغې د یوه نه زغمیدونکې اضطراب نښه ده، چې دا یې اړ کړې دخپل دغه احساس داظهار په واسطه له خپله خوده وتښتي او یوه بې غمه زنده ګې وکړي. د سړیو لپاره د شرابو یادونه یوه عامه خبره ده، د پښتنو په کلاسیکو ادبیاتو کې هم خورا ډېر کارول شوی مضمون دی، خو دا یوازې په هغه مانا نه شو یادولی چې له مادي نړۍ سره وابسته دی، بلکې په تصوف کې مۍ یا شراب خپل ځای لري، په دې ځای کې یوه بله خبره هم شته او هغه دا چې د شراب کلمه هم اوس اوس پښتو ته رادننه شوې ده، که چېرته پخوا د مۍ کلمه کارېده هغومره ستغه نه لګېده، خو کله چې له دنیا سره د پښتنو نزدیکت زیات شو، ورسره ورسره د شراب کلمه هم د ډېر کار وړ شوه، اوس مۍ خلکو ته یوه زړه کلمه ښکاري. له زمزمې سره ښایي له دې اړخه هم څوک جوړ رانشي، چې دا ولې دومره بې باکه کاروي.