شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ بلشویکان قدرت ته ورسېدل

په دې ورځ بلشویکان قدرت ته ورسېدل

تاند- ۱۰۶ کاله و ړاندې د دګریګوري کالهندارې په اساس د ۱۹۱۷ میلادي کال د نوومبر په شپږمه شپه او اووم سهار په روسیه کې بلشویکانو قدرت ترلاسه کړ.

په دې نیټه کمونستانو د یوه پلان له مخې د روسیې د هغه وخت د پلازمینې پتروګراډ (پترزبورګ) مهم ښار او د فیصلو اصلي مرکزونه ونیول.

 دغه کودتا چې د خلکو له حقیقي ملاتړه پرته وشوه د بلشویکانو (چې وروسته کمونستان وبلل شول) په اصطلاح د اکتوبر انقلاب ونومول شو ځکه چې د رومي کالهندارې په اساس، چې د ۱۹۱۸ کال تر فبرورۍ پورې دود وه، دغه پيښې د اکتوبر د میاشتې په پنځه ویشتمه شپه او شپږ ویشتم سهار شوې وې.

د کودتا په وخت د پلازمینې خلک پر هغو پيښو خبر نه و چې د دوی په شاوخوا کې کیدلې او نه پوهېدل چې څه روان دي.

د دې کودتا نوښت د ګریګوري کالهندارې په اساس د اکتوبر په درویشتمه یعنې دوه اونۍ مخکې وخت ته ستنیږي.

په دې ورځ لنین په پټه په فنلند کې له خپل پټنځایه د خپل ګوند د مرکزي کمیټې په غونډه کې د ګډون لپاره بهر شو او هغه د ګوند په غونډه کې د وسله والې  بلوا حکم ورکړ او پر اجرا يې ټینګار وکړ.

بلوشیکانو په دې ورځ د «الکساندر کرنسکي» منځمهاله (مؤقت) حکومت نسکور کړ، نوې ټوکیدلې دیموکراسي یې چخڼي کړه او په دې ډول د پرولیتاریا دیکتاتوري واکمنه شوه او په ملیونونه روسان د شاقه کارونو لپاره سایبریا ته واستول شول د دغو غمیزو خبرونه د نړیوالو غوږونو ته ونه رسیدل او ځینې کسانو د دغه انقلاب مثبتو اړخونو ته زړونه ښه کړي وو.

کمونستانو له واکمنېدو لږ وروسته (د ۱۹۱۸ کال جولای کې) څار او د هغه کورنۍ چې د وروستي ځل لپاره د اورال سیمې ایکاترینبورګ ښار کې ساتل کېده، نژدې له یوې مخې ووژله.

پر څار داسې مهال انقلاب وشو چې هغه له پلازمېنې پتروګراد (اوسني سانکت پتربورګ) بهر تللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب