Homeخبرونهپه افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې تر ۵۰ واوښتې

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې تر ۵۰ واوښتې

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) پاکستان د ۲۰۲۶ کال د پولیو نهمه پېښه ثبت کړې ده. د دغه هېواد چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې په اووه میاشتني ماشوم کې د پولیو ویروس موندل شوی او جنیټیکي څېړنو ښودلې چې دا ویروس په ګاونډي افغانستان کې له خپرو شویو بڼو سره تړاو لري.

دا په داسي حال کې ده چې له پاکستانه د میلیونونو افغانانو د راستنېدو له کبله سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې ریکارډ حد ته زیاتې شوي دي.

د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز ویلي، دغه ماشوم د باړې تحصیل د مستک سیمې اوسېدونکی دی. د روان کال له پیله په خیبر ولسوالۍ کې د پولیو درې پېښې ثبت شوې دي. د خیبر پښتونخوا په کچه د پېښو شمېر اوو او په سند ایالت کې دوو ته رسېږي.

چارواکي وايي، له افغان ویروسونو سره د دې پېښې جنیټیکي تړاو د پولیو ویروس د پولې هاخوا د لېږد خطر په ګوته کوي. افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې خپرېږي.

د پولیو ویروس د پېښور د څارنې سیمې، چې پېښور او خیبر ولسوالۍ هم پکې شاملې دي، د فاضله اوبو په نمونو کې هم موندل شوی دی. دا په سیمه کې د واکسیناسیون پر هڅو سربېره د ویروس د دوامداره خپرېدو ښکارندويي کوي.

پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۱ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال تر اوسه دغه شمېر نهه دی. چارواکي خبرداری ورکوي چې د ځینو ماشومانو له واکسین پاتې کېدل، د معافیت ټیټه کچه او د واکسیناسیون په پوښښ کې نیمګړتیاوې لا هم د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې مهمې ننګونې دي.

د پاکستان حکومت د نومبر له دوهمې تر اتمې نېټې په ۹۷ ولسوالیو کې د واکسیناسیون کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۲۴ میلیون ماشومان واکسین شي.

د دغه هېواد د روغتیا فدرالي وزیر، سید مصطفی کمال، له والدینو غوښتي چې ټول د واکسین وړ ماشومان واکسین کړي، که څه هم مخکې یې څو ځله د پولیو واکسین ترلاسه کړی وي.

له بلې خوا سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال پرتله زیاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...