همیم جلالزی په اوسني عصر کې یو له هغه شاعرانو دی چې ډېری شعر پوهان يې “د مینې شاعر” په لقب پېژني.
د هميم د شاعرۍ تر ټولو روښانه اړخ د خپلو تجربو بيان دی.
دی خپله د خپلې شاعرۍ اړوند دا ادعا کوي چې: زما د شاعرۍ ځينې تصويرونه ښايي زموږ له ټولنيز روح سره اړخ ونه لګوي، د ځينو مانيز او اروايي چاپېريال ښايي داسې وي چې موږ ته نااشنا وي خو له دې ټولو سره سره ما هڅه کړې چې هر څه داسې انځور کړم چې هر څوک يې په ليدو داسې احساس وکړي چې تر اوسه يې نه وي کړی.
“تماشه” یې یو له هغه نظمونو دی چې ژوند او د ژوند مانا ته يې پکې له بېلابېلو اړخونو ورکتلي دي:
تماشه
غړپ د چای یا غړپ د یخو اوبو نه دی
چې ارام ارام یې تېر کړې له مرۍ نه
نه دې خوله شي پرې ترخه نه ستونی سوځې
نه دې زړه در توروي له زندګۍ نه
خوب خو نه دی چې راوېښ شې ترې ارام شې
سترګې وغړوې هر څه پر خپل ځای وي
اندامونه دې ټول پاتې سلامت وي
نه قیامت وي نه د دغې دنیا پای وي
غر خو نه دی چې به ځان ترې نه غورځار کړې
چې تر پایه دې وجود ذرې ذرې شي
یوه شیبه کړې درد محسوس او نور قرار شې
د جهان ټولې رشتې درسره پرې شي
نه یخني ده، نه تودوخه چې یې تېر کړې
د موسم د ښه کېدو په تمه کېنې
نن که نه وي نو سبا به هر څه سم شي
زړه ډاډه کړې او کرار بېغمه کېنې
تنهایي لکه دېوال پر ځان راتاو کړې
چارچاپېره دې دنیا د باندې پرېږدې
چې ځان نه وینې د ذات په دایره کې
سترګې پټې کړې رڼا د باندې پرېږدې
ځان ته اور ورکړې شېبه وروسته اېرې شې
بیا یو توند توپان راوالوځي تا یوسي
یا ور ودانګې په خپل زړه سمندر ته
چې په رپ کې دې له سترګو پنا یوسي
مګر ژوند خو دا هېڅ هم نه دی بل څه دی
چې له زغم پرته په هېڅ شي نه تېرېږي
هومره تریخ چې کلمو کې نه ځایېږي
هومره ستړی په نشه هم نه هېرېږي
ژوند یو جبر دی یو ظلم دی زغمه یې
نه د تېښتې اجازت شته نه د مړینې
ژوند کټ مټ لکه عذاب چې نازلېږي
ژوند څه بله تماشه ده که یې وینې
په دې نظم کې وینو چې شاعر ته ژوند د یوې ساده، خوندورې او رومانتیکې پدیدې پر ځای یو ډول تریخ واقعیت، جبر او زغم غوښتونکې تماشه ښکاري.
خوشاله او بې هدفه انسانانو ته د ژوند مانا تر ډېره په ارام، خوند او راحت کې چې تر ډېره موقتي څیزونه دي، برېښي؛ خو شاعر د دې نظم په لومړیو کې له دې موقتي شیانو منکرېږي او وايي چې د ژوند اصيله مانا په ناارامۍ او تجسس کې پرته ده.
د شاعر په نظر ژوند یو خوب دی چې کله سړی له خوبه راویښ شي، هر څه پر خپل ځای وي، خو شاعر بېرته له دې تشبېه تېرېږي او ژوند ورته د خوب غوندې یو حالت نه ښکاري. خوب تېرېږي، بدلېږي، پای مومي، خو ژوند یو تسلسل دی، رواني لري او د راحت او ارامۍ سره جوړ نه راځي. ژوند د غره، موسم، ګرمۍ او يخنۍ غوندې نه دی. دا ټول عناصر مجازي دي، پای او بدلون دواړه لري، خو ژوند دا ډول خواص نه شي قبلولی.
کله چې یو انسان د ناهیلۍ وروستي پړاو ته ورسېږي، ذهني ځور او روحي کړاو یې د اوج تر پولو واوړي، بیا نو نه یوازې د ژوند پر وړاندې بهرني حواس بایلي، بلکې ژوند ورته سراسر له رواني اختلالاتو ډکه پدیده ښکاري.
په دې نظم کې هم همیم صاحب ته ژوند یو جبر ښکاري چې په انسانانو ورتپل شوی دی. همداراز په دې نظم کې ژوند له ظلم، عذاب او… سره هم تشبېه کېږي او دا تشبېهات راښیي چې ژوند د انسان له اختيار بهر جبري، دردوونکی او بې مانا څیز دی چې انسان یې فقط او فقط تماشه کولی شي.
په ټوله کې په دې شعر کې د ژوند د بې ماناوالي اړخ قوي دی او شاعر هڅه کړې چې ژوند د یو ناهیلي انسان له سترګو موږ ته راوپېژني. ژوند د یو داسې انسان له سترګو تعريف شوی چې تر ډېره یو سیل بین پاتې شوی، نه لوبغاړی او معمولاً یو ننداره چي فقط تماشه کوي، کله هیله من شي، کله ناهیلی، خو زغم او صبر ورته تر ټولو ارزښتناک شی ښکاري.