جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د اشرف خان هجري په ديوان کې شاعرانه تعالي

د اشرف خان هجري په ديوان کې شاعرانه تعالي

 ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار

 هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد

لنډيز

اشرف خان هجري د پښتو ژبې د کلاسيکې دورې يو پياوړی او قوي شاعر وو. هجري د ستر خوشال بابا زوی وو، چې په (۱۰۴۴هـ) کې پيدا او په (۱۱۰۶هـ) کې د مغلو په بند کې ومړ. د پښتو ژبې تر بل هر شاعر يې د شاعرانه تعالي صنعت زيات کارولی دی. شاعرانه تعالي د خپل فن په هکله د شاعر خپل نظر  بيانول دي، د شاعر په وړاندې د هماغه وخت د ادبي جريان د ناګارۍ پر ضد غبرګون دی، د خپل کمال نمايش او له نورو شاعرانو سره د شاعر د خپل هنر مقايسه ده يا پر نورو شاعرانو باندې د خپل ځان لوړ بللو ته شاعرانه تعالي وايي. نرګسيت او تعالي سره ورته غوندې دي، نرګسيت له خپلې هرې ادا متاثره کېدل دي، هغه که ښه وي که بده، خو د نرسيسيزم پر ناروغۍ اخته کس ته ښه ښکاري؛ خو شاعرانه تعالي له خپل فن څخه متاثره کېدل، ځان پر نورو شاعرانو لوړ بلل، خپل شعر د نورو تر شعرونو اوچت بلل او د هغه په اړه د خپل زړه خبره کول دي. نرګسیت دوه ډولونه لري، یو نارمل نرګسيت، دویم ابنارمل نرګسيت. شاعرانه تعالي هم دوه لوی ډولونه لري، چې يوه ته د ذات تعالي وايي او بل ډول ته د فن تعالي وايي. کله چې شاعر پخپل شعر کې خپله شاعري او يا خپل ځان نسبت نورو ته لوړ او اوچت وښيي؛ ادبپوهان ورته شاعرانه تعالي وايي. په دې مقاله کې هم د شاعرانه تعالي بېلګې شته هم د تصلف. شاعرانه تعالي او مبالغه هم توپير سره لري، مبالغه د يوه وصف ښه‌والی يا بدوالی داسې سرحد ته رسول دي، چې کېدل يې امکان ونه لري. د بديع په کتابونو کې پر شاعرانه تعالي لنډې خبرې شوې دي، دلته مو مفصل بحث پرې کړی دی او له ارواپوهنې سره يې پر اړيکو ږغېدلي يو. د شاعرانه تعالي د منځته راتګ پر لاملونو خبرې کول او د هجري په ديوان کې يې نمونې موندل د دې څېړنيزې ليکنې موخه ده. د داسې موضوعاتو سپړنه او تشريح د څانګې د محصلانو او د ادبياتو د ذوقمنو لپاره اړين دي. په دې ليکنه کې دغه ډول پوښتنو ته ځواب ويل، د ليکنې فرعي موخې دي چې شاعرانه تعالي څه ده، شاعر ولې شاعرانه تعالي ته پناه وړي او د دې صنعت د منځته راتګ داخلي او بهرني محرکات څه کېدای شي. د دې څېړنې ډول کتابتوني او د تشريحي – تحليلي ميتود په مرسته موضوع څېړل شوې ده. په نتيجه کې ويلای شو، چې د پښتو ژبې په ژونديو او تلليو شاعرانو کې هجري هغه څوک دی چې تر بل هر شاعر يې دا صنعت زيات کارولی دی، چې نمونې يې په مقاله کې ليدلی شئ.

آر وييونه: اشرف خان هجري، شاعرانه تعالي، نرسيسيزم، تصلف، مبالغه.

سريزه

شاعرانه تعالي د بديعي صنعتونو له ډلې څخه يو صنعت دی، چې پخوانيو شاعرانو ډېر او اوسنيو شاعرانو  هم څه ناڅه کارولی دی. دا صنعت په عربي و دري شعر کې هم ليدلی شو، چې په عربي کې د متبنی په نوم شاعر د يادونې وړ دی، چې په شعر کې يې هم د ذات او هم د نفس تعالي ليدل کېږي. ما چې د پښتو کوم کلاسيک ديوانونه لوستي دي، ډېر کم به داسې وي، چې شاعر دې له دې صنعت څخه استفاده نه وي کړې. په دې مقاله کې به د ستر خوشال بابا، رحمان بابا، حميد بابا او کاظم خان شيدا له ديوانونو څخه د دې صنعت ځينې خوندورې نمونې را واخلو، خو د مقالې ځولۍ به تر ډېره د اشرف خان هجري شاعرانه تعالي‌ګانو ته ځانګړې وي. د مقالې په منځ منځ کې به د شاعرانه تعالي د ايجاد پر لاملونو، له نرګسيت سره پر توپير، له مبالغې سره پر فرق او د همدغو څو آرويينو په اړه به هم لږ و ډېر وږغېږو. د دې مقالې د ليکلو لامل دا وو، چې کله ما د اشرف خان هجري ديوان ولوست او بيا مې د حقدار ليکوال، څېړونکي، خوشالپوه او متنپوه سرمحقق زلمي هيوادمل مقاله، چې د اشرف خان هجري په اړه يې کښلې وه، ولوسته؛ نو دا کرښې هم د استاد د”لرۍ د برۍ کار نشته په ميان کې” د مقالې يېبره بللای شو.

د موضوع ارزښت او مخينه

د بديع په کتابونو کې د دې صنعت په اړه اجمالي بحثونه شوي دي، خو تر اوسه پورې پر دې موضوع د استاد محمد آصف صميم” د رحمان بابا شاعرانه چلن” او د دوکتور ښکلي له مقالو پرته کومه مقاله ليدلې نه ده. پاتې دې نه وي چې پروفېسور حنيف خليل په (راڼه فکرونه) نومي کتاب کې د شاعرانه تعالي په اړه جالب بحث کړی دی. د بديع په اړه مې په فارسي ژبه کې بديع و قافيه د محمد خزائلي اثر، کتاب البديع د ميرزا عبدالعيظم خان اثر، معالم البلاغه در علم معانی و بيان و بديع د محمد خليل رجائی اثر، ګوهرکده د محبعلی قنبری اثر، مدارج البلاغه د رضا قلی خان اثر او دره نجفی د نجفقلی ميرزا اثر د موضوع د وضاحت په موخه پسې وکتل، خو د شاعرانه تعالي په اړه مې څه پکې ونه موندل. د موضوع ارزښت په دې کې دی چې هغه بديعي صنعت وپېژنو چې شعر ته ښکلا ورکوي، چې کارونه يې د پخواني روايت د ساتلو په مانا ده. شاعرانه تعالي د شاعر د خپل هنر په اړه د ده خپله رايه ده.شاعرانه تعالي د شاعر د نفسياتو، پر ځان د باور او يا د شاعر پر نرګسيت د پوهېدو په اړه له موږ سره مرسته کوي، چې د شاعر د مافی الضمير يو اړخ ځان ته معلوم کړو. د موضوع يو ارزښت دا هم کېدای شي چې د ادبياتو او ارواپوهنې پر اړيکو ښه ترا پوه شو.

د څېړنې موخې

اصلي موخې

– په کلاسيک شعر او په ځانګړې توګه د اشرف خان هجري په ديوان کې د دې صنعت نمونې موندل او د بديعي صنعتونو تر ذوقمنو يې رسول. 

– د بديع په کتابونو کې د دې صنعت په اړه اجمالي بحثونه شوي دي، چې ما لږ تفصيلي بحث پرې وکړ، ترڅو د بديعي صنعتونو ذوقمن او د ادبياتو مسلکيان ښه ترا له دې صنعت سره اشنا شي.

فرعي موخې

– د شاعرانه تعالي او نرګسيت تر منځ د توپيرونو ښوول.

– د هغو عواملو څېړنه چې شاعر، شاعرانه تعالي ته پناه وړي.

– په کلاسيکه شاعرۍ کې د دې صنعت د ډېر کاروونکي شاعر، اشرف خان هجري، له شعر و هنر سره بلدتيا.

د څېړنې پوښتنې

اصلي پوښتنې

– شاعرانه تعالي څه ته وايي؟

– شاعر ولې شاعرانه تعالي ته پناه وړي؟

– د شاعرانه تعالي داخلي او بهرني محرکات څه دي؟

فرعي پوښتنې

– شاعرانه تعالي او نرګسيت څه توپير لري؟

– نرګسيت څه دی؟

– شاعرانه تعالي او مبالغه څه توپير لري؟

اصلي فرضيه

په پښتو ادب کې اشرف خان هجري هغه څوک دی، چې تر هر چا يې د شاعرانه تعالي صنعت زيات کارولی دی، چې وجه يې د شاعر نارسيستي تمايلات دي.

فرعي فرضيې

– د شاعرانه تعالي بنسټ د شاعر پر نارسيسيزم ولاړ دی او د حقارت د عقدې هوارولو لپاره هم شاعر ورته مخه کوي.

– ځينې وختونه چې شاعر د مخاطبانو له بې قدرۍ سره مخ شي، بيا هم شاعرانه تعالي ته پناه وړي.

– د تعريض په ځواب کې او يا د مبالغې د ايجاد لپاره هم ممکن شاعر شاعرانه تعالي  ته مخه کړي.

د څېړنې ډول او ميتود

  د دې څېړنې ډول کتابتوني او له تشريحي – تحليلي ميتود څخه پکې کار اخيستل شوی دی.

شاعرانه تعالي څه ته وايي؟

شاعرانه تعالي د بديع د علم د معنوي ښکلاوو په برخه کې يو صنعت دی، چې د”بديع فن او پښتو شاعري” يې دا وړ راپېژني: ” تعالي په لغت کې اوچتوالي ته وايي. په اصطلاح کې که چرته شاعر پخپله په خپل کلام کې د شعر جوړونې په اړوند ځان وستايي شاعرانه تعالي ورته وايي” ( همکار،۱۳۹۴: ۴۱-۴۲). د تعلي لفظ د عربۍ د اعلی او د قران پاک د عليون او عليين سره نسبت لري، چې معنی يې ده اوچت او اعلی. په شاعرانه تعلي کې خپله شاعري اوچته او اعلی ګڼل يا خپل ځان اوچت او ارفع ګڼل په شاعرانه تعلي کې راځي ( خليل، ۲۰۱۷: ۲۰۹). په شاعرانه تعالي کې هنرمن د خپل شعر جاج اخلي، ځان تر خپلو هم‌عصرو يا مخنيو شاعرانو لوړ بولي، د خپل شعر ثاني پخپل ادبي چاپېريال کې نه ويني او يا ځان له نورو شاعرانو سره پرتله کوي. يا هم د ښاغلي کالوين په اند، کله چې څوک په چا کې داسې ځانګړنې ويني چې په ده کې هم شته، د نرګسيت”narscissism” حس يې را پارېږي او ځان هغه ته ورته ګڼي ( کالوين، ۱۳۹۸: ۷۸). سيالي او رقابت که د مثبتو موخو او اهدافو لپاره وي، نو يوه غوره چاره ده، بلکې د پوهنيزې او هنري ودې يو ښه هڅوونکی کار دی، شاعر هم د دغه حقيقت پر کرښه سر ايښی او له دغې دايرې غواړي که نه، د وتو نه دی، پخپل ادبي چاپېريال او ټولي کې به پر چا موثر وي او له چا به متاثر، خو د دې تر څنګ ځان لوړ بلل، خپل مزي مرغلين ګڼل او خپلو شړومبو ته تروې نه ويل، د انسان فطري غوښتنه ده، ځکه نو د شاعرانه تعلی و تصلف تعبيرونه د ختيزو ټولنو د ادب د بديعي صنايعو او ادبي فنونو قاموس ته لار کړې ده ( صميم، ۱۳۸۴: ۴۱).

پروفېسر حنيف خليل شاعرانه تعالي پر دوو برخو وېشي، نوموړی ليکي: 

“شاعرانه تعلي دوه غټ قسمونه لري، يو د ذات تعلي دويمه د فن تعلي، د ذات تعلي نفس سره بلواسطه تړون لري او د فن تعلي بلاواسطه، ځکه چې فن هم د ذاتي رجحان او ميلان په نتيجه کې خپلې لارې وباسي، په دغه وجه د فن تعلي هم د ذات سره تعلق لري” ( خليل، ۲۰۱۷: ۲۰۹). شاعرانه تعالي د شاعر پر خپل ځان او پر خپله شاعرۍ د ده خپله تبصره هم ده. په تعالي کې موږ کله کله له کره کتنې سره هم مخ کېږو، چې شاعر د خپل دور شاعري نقد کړې وي- په دې برخه کې ستر خوشال بابا او نکته‌سنج شاعر کاظم خان شيدا تر نورو مخکې دي- يا شاعر خپل ځان له بل شاعر سره پرتله او موازنه کړی وي، موازنه بيا بېل بحث دی چې دلته يې نه راسپړو. شاعرانه تعالي هم د لوړې پايې او هم د ټيټې پايې شاعران کاروي، د هغې جذبې معلومول به سخت وي چې شاعر يې پر بنياد شاعرانه تعالي پنځوي، څوک يې د ځان د لوړ ښوولو، څوک يې د تعريضي کنايې لپاره، څوک يې د تعريضي کنايې په ځواب کې، څوک يې د مخاطبانو د بې تفاوتۍ په عکس العمل کې، څوک يې د شيدا په ژبه د اکابرو د تتبع په موخه يا د پخواني روايت د ساتلو لپاره او څوک يې پر خپل شعر او هنر د کره کتنې او د خپل فن په اړه د نظر ورکولو لپاره کاروي. ځينې خلک ممکن د شهرت د پيدا کولو لپاره شاعرانه تعالي ته پناه يوسي، مګر لوی شاعران خو د شهرت وږي نه وي، هغوی بيا د نورو نفسياتي محرکاتو تر اثر لاندې تعالي پنځوي. پر خپل شعر وياړ، خپل شعر عالي بلل، ځان تر نورو شاعرانو د شعر جوړونې په اړوند لوړ بلل يا پر خپل شعر غرور هم په شاعرانه تعالي کې راځي. ښاغلي کالوين اس.هال په دې اند دی، چې وياړ او غرور د ثانوي نرګسيت” secondary narcissism” يوه بڼه ده. اوس پوښتنه رامنځته کېږي، چې آیا شاعرانه تعالي او نرګسيت توپير سره لري؟

نرګسيت له خپلې هرې ادا نه متاثره کېدل دي، که هغه ښه وي او که بده خو پر نرګسيت  مبتلا انسان ته ښه ښکاري. ذاتيت هر هغه کيفيت سره تعلق لري چې د ذات برخه وي، ښه څيزونه هم د ذات سره تړلي وي او خراب هم. او شاعرانه تعلي محض خپل ځان په شعري قوت يا نورو څيزونو کې اعلی او اوچت ګڼل دي ( خليل، ۲۰۱۷: ۲۰۹).

د انسان په سرشت کې دا غريزه ګډه ده، چې خپل صلاحيتونه او خپل مهارتونه نورو ته وښيي، په دې سره چې نور خلک يې وستايي، بنيادم د خوښي احساس کوي، انسان په فطري توګه داسې جوړ شوی دی چې د خپل کمال له اظهاره خوند اخلي. د مشهور انګرېز شاعر بايرن د يوه شعر ترجمه ده چې، سړی چې خپل نوم چاپ شوی وويني، خوشالېږي، کتاب بيا کتاب وي که هيڅ پکې نه وي، بيا هم ( مومند، ۲۰۰۸: ۵). شاعرانه تعالي که څه هم ادبي او نرګسيت په ارواپوهنې پورې تړلې اصطلاح ده، خو دواړه د انسان له روان او نفسياتو سرچينه اخلي. نرګسيت د ارواپوهنې اصطلاح ده او مانا يې دا ده چې فرد خپل ټول ښکلاييز او عاشقانه احساس له ځانه تاو کړي، دا خودپرستي انسان پر ځان مين کړي ( سالک، ۱۳۹۵: ۸۶). نرسيسيزم يا نرګسيت “پر ځان مينتوب” څه ته وايي؟

استاد عبدالغفور لېوال پر ځان مينتوب يا نرسيسيزم د ويکيپډيا پر ليکه دايرة المعارف په مرسته دا وړ راپېژني:

“نرګس يوناني اتل دی چې تر ده وروسته نرسيسيزم د هغه په نامه شو چې د خپل تصوير په ليدو رنځور شو”رواني عقده يې واخيستله”. د نرسيسيزم د کلمې مانا له خپل ځان سره مينه ده او د انسان په شخصيت کې د هغې ځانګړنې “خصيصې” نوم دی چې ټول پام يې د ځان ستاينې او ځان ته د حيرانتيا په اړه وي، ځان د هر څه مرکز ګڼي او غواړي نظر او پام پر ځان ولري. دا نوم زيګمونډ فرويډ ايښی دی، هغه دا نوم له هغې يوناني اسطورې څخه اخيستی و چې په هغه کې نرګس ته پر ځان د ميينتوب جزا ورکړل شوه، هغه خپل مخ د اوبو په ډنډ کې وليد او پر ځان يې زړه بايلود. د يادولو وړ ده چې هر انسان له ځينو اړخونو څخه پر ځان ميين”Narcissistic” دی. د نرسيسيزم بېلابېل ډولونه د يوې نيمګړتيا “معلوليت” يا روحي ناروغۍ په توګه يادولای شو. آسيب پېژندنې “طبي علومو” له نظره په بېلابېلو څانګو دغه ناروغۍ ګواښمنه ده او د يوه اختلال او روحي بې نظمۍ بڼه لري”. همدې انسايکلوپيډيا يې لنډ تعريف داسې را اخيستی:”د ځانځانۍ، ځان ته د پام د معلوليت پر اساس بې حده او افراطي پر ځان مينتوب ته نرسيسيزم وايي چې د انسان يوه رواني ځانګړتيا ده” (لېوال، ۱۳۸۸: ۴۷).

شاعرانه تعالي او نرګسيت له يوې چينې اوبېږي او د دواړو تر منځ پوله نرۍ او باريکه ده. په هنر او په ځانګړې توګه په شعر کې د پنځګر د باطني نړۍ رنګونه د ظاهري نړۍ له رنګونو سره يو ځای د هنر او شعر ماڼۍ رغوي، اروايي کره کتنه حکم کوي چې د پنځګر شخصيت په فنپاره کې حل وي. دې اړه پروفېسور حنيف خليل ليکي:

“په نفسياتو کې د نرګسيت اصطلاح ډېره مروجه ده، چې مطلب يې خپل ځان ته متوجه کېدل، په خپل ذات کې ډوبېدل او له خپل ځانه متاثر کېدل دي. په نورو ټکو کې به ورته خودپرستي او انانيت ووايو. د دغه خودپرستۍ، انانيت او ذاتي محرکاتو د اظهار په ذريعو کې يوه ذريعه شاعري هم ده او دغه قسمه شاعري چې د خپلې انا او نفس مظاهره پکې په ډېر اهتمام سره وشي، د شاعرانه تعلي په زمره کې راځي. د نرګسيت له دغې نفسياتي اصطلاح څخه د شاعرانه تعلي ادبي اصطلاح زېږېدلې ده” ( خليل، ۲۰۱۷: ۲۰۹).

نرګسيت/ نارسيسيزم هغه اصطلاح ده چې فرويد يې له ځان سره د مينې لپاره کاروي. د يونان په اسطورو کې نارسيسيوس هغه څوک دی چې کله په اوبو کې خپل تصوير ويني، ناڅاپه پر ځان مينېږي، نن سبا نارسيست هغه چا ته ويل کېږي چې ډېر وخت د ځان پر ستايلو لګوي ( کالوين، اس.هال، ۱۳۹۸: ۷۸).

مبالغه څه ده؟

کله چې شاعر پخپل کلام کې د يو شي ښه‌والی يا بدوالی داسې سرحد ته ورسوي چې له پېښېدو څخه ډېر لرې شي يا تصديق او تکذيب ته شدت ورکړي چې د محال درجې ته ورسېږي (همکار، ۱۳۸۸: ۱۷۵). ځينې تعالي‏ګانې له مبالغو ډکې وي، ځينې يې د تبليغ، ځينې يې د اغراق او ځينې يې د غلو درجې ته رسېدلې وي، خو هره تعالي مبالغه نه ده او نه هم هره مبالغه شاعرانه تعالي، توپير يې دا دی، چې په شاعرانه تعالي کې شاعر خپل شعر او خپله شاعري لوړه بولي او فخر پرې کوي، خو په مبالغه کې يوازې خپل شعر مطرح نه دی، بلکې د چا يا شي تر حده زياته ستاينه يا غندنه ده يا د زرکاڼي د ليکوال په قول په کلام يا شعر کې د يو څيز وچتول يا دومره راغورځول، چې د هغې هغه شان کېدل تقريباً ناممکنه وي ‌( يوسفزی، ۲۰۱۰: ۱۰۴). يا که شاعر د يو شي وصف تر اندازې زيات بيان کړي او د هغه ښه‌والی او بدوالی يا تصديق او تکذيب ته شدت او قوت ورکړي، مبالغه يې بولي ( شاکر، ۱۳۵۵: ۱۰).

تصلف لاف وهلو او چاپلوسۍ ته وايي، ځينې ځايونه ممکن له دې جملې سره مخ شوي ياست چې پلانکی متصلف شاعر دی، يعنې لاپې شاپې وهي. په دې ليکنه کې کوښښ شوی دی، چې د کلاسيک شاعرانو له دېوانونو څخه په ځانګړې توګه د اشرف خان هجري له ديوان څخه د شاعرانه تعالي بېلګې راغونډې کړو او د بديع د ذوقمنو مخ ته يې کښېږدو. د ستر خوشال بابا په شاعرۍ کې هم د دې صنعت ښايسته بېلګې ليدلی شو، خوشال بابا فرمايي:

آفرين دې په ويلو شه خوشاله

پر بياض باندې عجب شعر رنګين ږدې (خټک، ۱۳۸۷: ۳۶۳)            

سل سړبني دې تر دا يو غزل ځارېږه

نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشال ويلې (پورتنی اخځ: ۳۰۱)             

د بابا پورتني بيت، صوفي مشربه شاعر عبدالرحمان بابا د لاندې شاعرانه تعالي پر ويلو مجبور کړی دی او د خپل يوه بيت څخه سل خټکه ځاروي، رحمان بابا وايي:

يو خوشال يو کم سل خټک نور په طبيعت کې

        ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده ( رحمان بابا، ۱۳۵۶: ۱۴۰)          

دا چې رحمان بابا خوشال له يو کم سلو نور خټکو سره له خپل يوه فرده ځاروي، دوه علته لري:

۱- شاعرانه تعلی يا تصلف د هر شاعر ادبي حق وي او ده د همدې حق له مخې پر خوشال ګز را کښلی دی.

۲- رحمان بابا په ټولنه کې د خپل روحاني ارزښت او غرور له امله دا نه شوه زغملای چې د خوشال په څېر يوه ازادي‌خوښي، رند او په زاهدانه ګناه ناتللی يو څوک دې د رحمان بابا ادبي دريځ داسې چلينج کړي چې:

سل سړه بني دې تر دا يوه غزل ځارېږه

نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشال ويلې

ځکه نو رحمان بابا ته د خوشال دغه ګواښ زور ورکړی او د سلو سړبنيو ګټه يې له سلو خټکو نه کړې ده:

يو خوشال يو کم سل خټک نور په طبيعت کې

ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده

او هغه هم داسې چې خوشال له خپل يوه غزله سل سړبني ځاروي او رحمان بابا تر خپل يوه فرده د سل خټکو ځارولو کسات اخلي ( صميم، ۱۳۸۴: ۴۳). استاد سالک په دې اند دی چې داسې شعرونه ممکن د رحمان بابا په ديوان کې د هغه مومندو شاعرانو اضافه کړي وي او بيا نورو خټکو شاعرانو د دغو ته ورته شعرونه ويلي وي او په خوشال بابا پورې يې تړلي وي، رحمان او خوشال ستر وو او دغسې خوشامندونه نه ورتلل ( سالک، ۱۳۹۵: ۱۵۴). استاد صميم” د رحمان بابا شاعرانه چلن” په مقاله کې وايي: “شاعرانه باټي، لاپي، اوزې يا تعلی عيب دی، که هنر، خو د يوه شاعر په توګه يې رحمان بابا هم له زولنو خوندي نه دی پاتې. رحمان بابا د خپل پېر د شاعرانو پر خلاف له ډېرو لږو شاعرانو سره ادبي کور کلی يا راشه درشه کړې ده، چې په هغوی کې هم ځان د نورو پير زيات ګڼي او مريد کم” ( صميم، ۱۳۸۴: ۴۱). يا هم د رحمان بابا لاندې بيتونه:

د ميرزا د ارزاني دعوه به پرې کا

قدردان د شاعرانو رحمان راغی ( رحمان بابا، ۱۳۵۶: ۲۴۵) 

خوشالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم (پورتنی اخځ: ۱۰۴)   

رحمان بابا يوازې سنايي ته په شاعرۍ کې تن ږدي او د نورو شاعرانو پر وړاندې له تعالي و تصلف څخه کار اخلي:

په پښتو کې رحمان ووې

په فارسي کې سنايي (پورتنی اخځ: ۲۹۳)

د خوشال بابا د يوې بوللې څو بيتونه به وګورو، چې د شاعرانه تعالي خوندورې نمونې دي:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ

د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي

مسخره مې ارزانی خوېشکی زمند کړ

دروېزه مې له مخزنه سره ونغړد

پير روښان مې ياوه ګوی سره مانند کړ

چا زما مړوند ټينګ نه کړ په دا کار کې

ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ(خټک، ۱۳۸۷: ۵۶۳).                                 

پورتني بيتونه د خوشال بابا د شعر په اړه د خوشال بابا خپل نظر او مدعا بيانوي، چې له ادعا يې نټه کول لمر ته شيطان‌څراغ ويل دي. استاد سالک د خوشال بابا د همدې قصيدې په هکله له کره کتنې سره په اړيکه کې ليکي:

“خوشال بابا د خپل ادب ستاينه کوي او ذوق يې هغه معيار ته رسېدلی دی، چې د حال او ماضي شاعري ورته بې خونده شوې ده. خوشال بابا رښتيا وايي، خو دا هم ترې څرګندېږي چې د حال د ادب نه هم خبر و او د ماضي نه هم او چې د شاعرانو نومونه يې روايت نه خبرتيا هغه ته د خپل نوښت او عظمت احساس ورکړ” (سالک،۱۳۷۹: ۱۳۷).

 د ستر خوشال بابا هم‌عصره شاعر قلندر، چې مومندو ته منسوب او په جنوبي هندوستان دکن کې اوسېدلی دی، هم په شاعرانه تعالي و تصلف کې تر چا کم نه دی. د ښاغلي سرمحقق زلمي هيوادمل په وينا: “قلندر يو متصلف شاعر دی، دوه لاس‌ته راغلې غزلې يې له شاعرانه باټو ډکې دي، خو ورسره پوخوالی، صلابت او د شعر خوند لري” (هيوادمل، ۱۳۷۹: ۱۶۸). ښاغلی هيوادمل د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د قلندر لاندې بيت وړاندې کوي:

نوی طرز مې په پښتو ژبه کې وکړ

د افغان په شاعرانو کې سلطان يم

د نوموړي شاعر ځينې غزلې اشرف خان هجري ته هم رسېدلې وې، چې هجري پخپل دېوان د قلندر د شعر ځواب ويلی دی، چې د هجري د تعالي‌ګانو په برخه کې به یې راوړو. که د موشګاف عبدالحميد د در و مرجان پاڼې واړوو؛ نو له ډېرو داسې بيتونو سره به مخ شو، چې د شاعرانه تعالي خوندورې نمونې به وي. که واقعيت ته ځير شو او د حميد بابا د شاعرانه تعالي بيتونه وګورو؛ نو حميد بابا کومه تعالي نه ده کړې، بلکې د خپل هنر په اړه يې منصفانه قضاوت کړی دی، د دې دعوې د ثبوت لپاره د حميد بابا لاندې بيتونه راسره ولولئ:

اوس د فکر توره واچوه حميده

چې دې نشته په پښتو کې بل حريف( مومند، ۱۳۸۶: ۱۰۱)      

چې له ښو ښو مېړنو دې ميدان يووړ

شاباس شاباس د حميد فکره تورزنه(پورتنی اخځ: ۲۰۶)                                   

د هندي سبک پياوړی شاعر کاظم خان شيدا هم د شاعرانه تعالي په صنعت کې ښکلي او ښايسته بيتونه لري، د شيدا له خوږې شاعرۍ څخه به ځينې نمونې دلته راوړو، چې پر خپل فن او هنر يې لکه د يوه نياومن کره کتونکي په څېر کره کتنه کړې ده او خپل اند يې څرګند کړی دی:

د ګفتار په ميدان راغلم

جوړ په ساز و سامان راغلم

پکې پروت د معنی ګوی دی

چې چوګان يې ګفتګوی دی

هغه کس که يکران تاز وي

با هوس و چوګان باز وي

زر دې راشي تر ميدانه

دا ګوی څرنګ وړي له مانه؟(شيدا،۱۳۸۴: ۸۹)

شيدا وايي چې د ده دغه کلام او د مثنوي هغه بيتونه يې سره متناقض دي، چې ظاهره په کې د ده استعداد ستايل شوی او څه ناڅه يې د خپل شعر په صفت کې ليکلي دي. دی وايي چې د دغو دواړو شعرونو د توافق لپاره د هغوی تاويل ته اړتيا ده. دليل يې دا ښودلی چې په دغه وينا کې يې مبالغه کړې ده – مقصد يې د مشرانو پيروي ده – نه دا چې خپله لوړتيا بيان کړي. شيدا د خپلې دغې مدعا او مطلب د تايد له پاره د نازکخيالو او رنګين بيانو کسانو ويناګانې د دليل په توګه وړاندې کوي ( نثار،۲۰۱۰: ۲۷). 

د کلاسيکې دورې يو بل شاعر چې د فراموشۍ په سمندر کې له وخته لاهو شوی دی او لکه څنګه چې بايده وه، هسې نه دی پېژندل شوی، دا شاعر اشرف خان هجري دی. اشرف خان هجري هم لکه د خپل پلار، خوشال بابا، غوندې ښکلې او آغلې شاعري کړې ده، چې د شعرونو ديوان يې د پښتانه د ثقافت او کلتور د هيندارې حيثيت لري. دا عظيم شاعر د شعرونو يو ښکلی ديوان لري، چې په غزلو، قصيدو، قطعاتو او څلوريزو مشتمل دی. 

اشرف خان هجري د خوشال خان تر ټولو مشر او نوميالی زوی دی، چې په (۱۱۰۶هـ) کې زېږېدلی دی. هجري پخپلو اشعارو کې خپل تخلص کله خټک، کله روهي او زيات وخت هجري راوړی دی. هجري د ګواليار او بيجاپور په بنديخانو کې څوارلس کاله بندي وساتل شو، د بند د سختو کړاوونو نه وروسته په (۱۰۶۶هـ) کال په بند کې مړ شو (زېور، ۱۳۹۴: ۲۴۳).

هجري د ديوان په سريزه کې ډاکټر راج ولي شاه خټک د ده د شاعرۍ د قد و قامت په اړه يوه خوندوره تبصره کړې ده، د دې عظيم شاعر په اړه وايي: “د نرمو او لطيفو جذباتو دا شاعر قدرت په داسې ماحول کې او په داسې وخت کښې زېږولی وو، چې شايد د ده شاعرانه مقام د تعين او فکري فروغ لپاره موزون نه وو. که نه وي دا به د خپل مکتب فکر سخن ګرځېدلی وای. يوه لويه خوبي دا هم ده، چې د عظيم خوشحال خان خټک زوی وو. او شايد هم دغه خوبي يې د شعر د نمر د تندر نيولو سبب هم شوې وي. د خوشال خان خټک په عصر کې هيڅ يو شاعر د دې جوګه نه ښکارېدو، چې د دغه ستر روښانه نمر په موجودګۍ کې ځلا وکړی شي” (هجري،۲۰۰۱: ۳). د اشرف خان هجري په ادبي او سياسي ژوند کې ډېرې داسې غميزې راغلې دي، چې شاعر د خپل عمر ډېره برخه د مغول په بند کې تېره کړې ده. د همېش خليل په وينا دغو الميو د شاعر شاعري ته انفراديت او يکتايت ور بخښلی دی. د دې عظيم شاعر د شعر خوبۍ ډېرې دي، چې پخپله شاعر هم د خپل شعر او شاعرۍ لوړتيا ته ملتفت شوی دی، چې د شاعرانه تعالي په صنعت کې د خپل هنر په اړه پخپله داسې قضاوت کوي، لکه يو دويم کس چې د ده پر شاعرۍ تبصره يا اظهار‏نظر کوي. زما د معلوماتو له مخې د تعالي په صنعت کې تر هجري بل کوم پښتون شاعر ډېر بيتونه نه لري. خپله يې د کره کتونکيو يا مخاطبانو له دې نيوکې، چې هجري بېخي ډېر پر خپل شعر وياړي، داسې ځان تبريه کړی دی:

تم شاعر که خپل صفت کاندي روا دی

د هجري پر شاعرۍ به د هجري خپل قضاوت ته راشو:

په پښتو ژبه مې سيال د شعر نشته

د معنو په جهان شاه اشرف خټک يم(هجري،۲۰۰۱: ۱۳۳)                            

روښاني مرزا به ووې که زنده وای

چې هجري په نظم نن نوی حکمت کا(پورتنی اخځ: ۴۴)                                     

په پورتني بيت کې که هجري د ميرزا خان انصاري د عالي ذوق ثبوت وړاندې کوي خو په لاندې بيتونو کې د ميرزا پر وړاندې له شاعرانه تعالي څخه کار اخلي:

تخلص چې اشرف خان کړم د ويلو

ولې شعر تر ميرزا ميرزا زما دی(پورتنی اخځ: ۳۴۱)          

يو صادق عاشق فايق تر وامق زه يم

بل په شعر پېش‏قدم يم له مرزا نه (پورتنی اخځ: ۳۳۵)             

دا ويل به د مرزا په ديوان نه وي

که باور دې د ويوني په خطاب شته

دا غزل چې هجري ووې باور وکړه

که يې نوم شاعر په دور د جواب شته (پورتنی اخځ: ۱۵۵)                     

اشرف خان هجري ولې پر خپل شعر او د خپل فکر پر ځلا دومره ناز کوي؟ ځکه :

نوی نوی مضمون راکاندې له غيبه

ځکه هومره په ځلا د فکر ناز کړم

کوم شاعر به هسې آب و شعر ور کا

لکه زه يې آرايش د وزن ساز کړم

د قبول ګوتې به پوه په لېمه کېږدي

که هجري په دا هنر وايي اعجاز کړم (پورتنی اخځ: ۱۳۱)                   

د هجري دا لاندې بيت وګورئ چې ولې پر خپل طبيعت ناز کوي؟ ځان‌ته خوږ‏ګفتاری وايي او دليل هم لري:

هجري ځکه هومره ناز په طبيعت کا

چې په دهر تر ده نشته په ګفتار خوږ (پورتنی اخځ: ۹۴)              

چې دا لعل و در لري بېځايه نه ده

زه هجري که ناز په نور د طبيعت کړم (پورتنی اخځ: ۱۳۳)     

بل ثاني د جواب نه ويني په دور

هجري ځکه پخپل شعر کا پټاخ (پورتنی اخځ: ۷۹)                

او س به د هجري يو دوه څلوريزې را واخلو چې له څنګه تعالي څخه يې کار اخيستلی دی:

زه حلال سحر بېشکه په اشعار کړم

ځکه هومره پخپل شعر افتخار کړم

هر غزل چې مې صدرو له فکره وکړي

جواهر د ډېر عالم پر سر نثار کړم

په اشعار چې د فارسي سخنراني کړم

په لحد کې ارواح خوش د خاقاني کړم

د پښتو ژبې شاعر په دوران کوم دی

چې يې زه په دا هنر د ځان ثاني کړم(پورتنی اخځ: ۳۷۸)               

د روهستان دغه بلبل په دکن کې ډېر وخت د زندان مېلمه و، له خوشال نيکه را وروسته اشرف خان هجري په پښتو حبسيه شاعرۍ کې د يادونې وړ څوک دی. دلته يې څو شاعرانه تعالي‌ګانې راسره ولولئ:

مدت بويه چې شاعر هسې پيدا شي

چې ويل هجري خټک غوندې مطبوع کا(پورتنی اخځ: ۵۱)    

د هجري ويل عزيز په سخن‌سنجو

د اشعار قدر يې څه لري اوباش(پورتنی اخځ: ۹۹)

نن په دا ژبه چې زه هجري ويل کړم

ارواح کله پرې آګاه د شاعرانو(پورتنی اخځ: ۱۴۳)   

دا ګوهر چې د هجري له فکره خېژي

څوک به وايي چې په نس کې د درياب شته(پورتنی اخځ: ۱۴۵)       

هجري ډېر دي شاعران په زمانه کې

ما خو ستا شعر په واړو کې منظور که(پورتنی اخځ: ۱۹۲)  

دا محال دی چې شاعر به په پښتو کې

بل هجري غوندې په فن د شعر فرد وي(پورتنی اخځ: ۲۰۶)        

هجري ځکه د معنو افسر په سر کړو

چې په رو د شعر باندې په ويښته ځي(پورتنی اخځ: ۲۲۵)     

د خبرو په ميدان له حريفانو

ګوی دې وړی د خوبۍ په دا هنر دی(پورتنی اخځ: ۴۱۷)

چې يې سحر بولي څوک شعر زما  دی

نور د واړو شعر شعر سحر دا دی

که باور دې په نه شي پاڅه ګوره

زما هر غزل شاهد په دا دعوی دی

دا زما سحر حلال دی باور وکړه

نور همه سحر حرام چې په دنيا دی

هسې نه چې سحر کړم پخپله ژبه

تر پښتو مې د فارسي شعر والا دی

ارزاني شعر مې وليده په سترګو

ډېر مې شعر هم ليدلی د مرزا دی (پورتنی اخځ: ۲۳۰)

سرمحقق استاد زلمی هيوادمل يې د دې شعر په اړه کاږي:” هجري د خپل پلار ستر ننګيالي – خوشحال خان خټک – په باب په خپلې يوې له تصلفه ډکې غزلې کې ويلي دي:

که هر څو مې سيال د شعر ليده نشي

ولې زه طفل مکتب پدر استاد دی

له دې بيته په صراحت ښکاري چې هجري پر خپلې شاعرۍ د وياړ او بل چا ته د نه نظر لرلو تر څنګ خپل پلار استاد او ځان د مکتب طفل بولي، مګر غرور اجازه نه ده ورکړې او په ورپسې بيت کې يې ويلي دي:

د لرۍ د برۍ کار نشته په ميان کې

د بابا اشعار زما دا د بابا دی

په دې بيت کې اشرف خان خپله خبره کړې او دا يې ښوولي چې د دوی په منځ کې لرو بر نشته د ده”هجري” اشعار چې ښه دي دا يې د بابا او د بابا يې – چې د ده په عقيده لوړ نه دي- د ده دي” (هيوادمل، ۱۳۸۹: ۲۷۹).

چې هجري آغاز د شعر ګفتګوی کا

زرخريد يې د ګفتار د چمن واف دی(هجري، ۲۰۰۱: ۲۵۴)            

که تميز د هجري نظم په معنو کړې

هر غزل يې په رښتيا رشک د بلبل دی (پورتنی اخځ: ۲۵۵) 

لاندې څو بيتونو يې له هغې قصيدې راوړو چې د قلندر د غزلې په ځواب کې يې ليکلې ده:

دا مهينه قصيده چې مې انشا کړه

عجب کړی په اشعار قلندر خان يم

شاه د شعر په پښتو ژبه هغه دی

چې يې زه حلقه بګوش د شاګردان يم

دی په ملک د نظم شاه باور پرې مه کړه

که مرزا له ګوره ژغ کا چې سلطان يم

څو مېږي غوندې يې پروت يم په جوس کې

شاعران همه مېږي زه سليمان يم (پورتنی اخځ: ۳۰۷)     

اشرف خان هجري، لکه څنګه چې يې مخکې يادونه وشوه، د شاعرانه تعالي په صنعت کې تر هم‌عصرو او اوسنيو ټولو شاعرانو مخکې دی، دلته يې د فخريه قصيدې څو بيتونه د نمونې په شکل وړاندې کوو:

مقتدي ستا د هنر ته يې امام شوې

هر شاعر چې په دا دور مقتدا دی

ذره چين به دې د دم وو که زنده وای

که مرزا هر څو په دا هنر مرزا دی

د خبرو ناوې کونډه وه تر اوسه

ستا روشن فکر يې نن د دل فتا دی

ته اشرف د سخندانو يې بېشکه

تر دا لوی اسم که وای په تا مرزا دی

د معنو ميدان دې يووړ له جهانه

آفرين په هغه پلار چې دې استا دی

فخريه مې خاطر واروېده ويل يې

څوک چې خپل صفت پخپله کا بې جا دی

وې مې دم بې ځايه مه وهه جاهله

تم شاعر که خپل صفت کاندي روا دی (پورتنی اخځ: ۳۴۱- ۳۴۲)

د ارواښاد هجري لاندې قصيده چې د ځينو شاعرانو احوال يې پکې راوړي، يوه برخه يې دلته لولو، چې د شاعرانه تعالي نادرې نمونې دي. په دې شعر کې يې ويلي چې دا قصيده زما پر لوړ هنر او نايابه شاعري دلالت کوي او شاهدانو ته اړتيا نشته:

نن حريف د جواب نه وينم په دور

نه مې يو له مړو په شعر برابر دی

زه محتاج د شاهد نه يم په دا قول

په راستۍ مې دا غرا شعر مختصر دی(پورتنی اخځ: ۳۵۲)        

د هجري په لاندې قصيده کې چې له ګردون سره د سوال و ځواب په شکل يې ليکلې ده، د ستر خوشال بابا شاعري ته تن ږدي خو بيا هم ځان تر خاقاني کښته نه بولي او پلار د پخوانيو بلبلو سر بولي، لاندې يې دوه بيتونه راوړو:

په نوبت د تا پدر شکر ريزي کړه

نن نوبت د پدر نه وار د پسر وو

نن ثاني خاقاني ته يې په افغان کې

که دې پلار د قديمي بلبلو سر وو(پورتنی اخځ: ۴۰۰)  

د روهستان دا پټان که څه هم ستر خوشال ته د شاګردۍ ګونډې وهي، خو د ميرزا په وړاندې بيا بيا له شاعرانه تعالي څخه کار اخلي او وايي چې زه په دې وخت کې د شاعرانو امير يم، د شعر ميدان مې له ميرزا څخه ګټلې دی:

وطني د روهستان پټان باله شي

خضر‏وش خټک يې اب هم يې استاد دی

په دا دور امير دی د سخندانو

د خبرو ګوی يې وړی له مرزا دی

بلکې سل سوګنده خورم په دا خبره

د مرزا کتاب يې بيه د وينا دی(پورتنی اخځ: ۲۴۴)   

د حلال سحر سحرګر اشرف خان هجري ځان خاقاني بولي، ځان له انوري سره په يوه رديف کې شمېري خو بيا هم د مرزاخان انصاري، قلندر او نورو پر وړاندې له تعالي څخه کار اخلي، هجري وايي:

وې يې خاقاني، انوري سر د سرو په ژبه

ته يې خاقاني د پښتو هم يې انوري

شعر دې په تله د حق وزن کا تر نورو

که شعر د مرزا يې په ويل شي سرباري

دا څه شعر نه دی چې يې ته کوې خټکه

دې ته فرزانه وايي حلاله ساحري

ناز به يې په در کې په دا دور که زنده وای

په دا سحر حلال چې نن يې کا بنده هجري (پورتنی اخځ: ۴۱۱- ۴۱۳)          

هجري تر ډېره ملامت نه دی، چې ځان له زرو يو بولي، د ادعاوو ثبوت يې رنګين ديوان دی، هجري وايي:

د ثاني مصرعې په سير يې اصل ګوري

خټک نن په ښه اشعار له زرو يک دی

د اشرف په نام مشرف شه له پدره

په هجري يې د اشعار نوم مبارک دی

هر دانا په فتوی کا په دا خبره

چې مې شعر د پښتو آب و نمک دی

دا مضمون چا په پښتو ويلی نه دی

لذت نه لري دا ووې باور کلک دی(پورتنی اخځ: ۴۲۱)

پردېس اشرف خان هجري ځان سحرګر، خپل شعر حلال سحر او خپل رنګين ديوان د سحر کان بولي او لوستونکي ته دا ور فهموي، چې زما شعر اسان او ساده نه دی، بلکې لوړ خيال او ژوره مانا مې پکې نغښتې ده، د هجري د هغې قصيدې څو بيتونه راوړو، چې تقريباً هر په هر بيت کې يې دا صنعت راغلی دی:

زه شاعر نه يم بې شکه سحرګر يم

دا بياض د شعر نه د سحر کان دی

ته چې پوه په معنو نه يې هجري څه کا

ورشه ګوره هغه شعر چې اسان دی (پورتنی اخځ: ۴۲۳)                        

اشرف خان هجري چې څومره هم پر خپل شعر ناز او افتخار کوي، تر ډېره پورې حق له ده سره دی، هجري تر خوشال نيکه راوروسته د لوړې پايې شاعر دی. هجري نور شاعران داسې ننګوي:

که څوک خيال د جدل کا زما له نظمه

دغه ګوی، دغه ميدان، دغه احقر دی(پورتنی اخځ: ۳۵۲)                               

په دې مقاله کې مو يوازې د شاعرانو د شاعرانه تعاليو پر راوړلو بسنه کړې ده، د موضوع د طوالت له وېرې مو د هغو شاعرانو پر ادبي مقام بحث نه دی کړی چې اشرف خان هجري، رحمان بابا يا بل شاعر يې پر وړاندې له تعالي څخه کار اخيستی دی. که د معاصرو شاعرانو شعري مجموعې وګورو، دلته به هم د شاعرانه تعالي له صنعت سره مخ شو، دا بديعي صنعت تر اوسه پورې شاعران کاروي. اوسني شاعران هم په شعوري يا غير شعوري توګه خپل شعر ته د تعالي جامې ور اغوندي.

پايله

د پايلې په توګه دا په ډاډ سره ويلی شو چې د شاعرانه تعالي صنعت تر ګردو پښتنو شاعرانو د اشرف خان هجري په ديوان کې زيات ليدل کېږي. شاعرانه تعالي د پخوانيو په اند يو ارزښتمن صنعت و. شاعرانه تعالي، د موازنې او پر خپل شعر د کره کتنې يا د خپل فن په اړه د اظهار نظر لپاره هم کارول کېږي. کوم څوک چې له خپل عظمت څخه خبر شي، هغه هم بيا شاعرانه تعالي ته پنا وړي، چې دا کار پخپل ذات کې د خپل فن په اړه کره کتنه هم ده. کوم وخت چې شاعر پر خپل شعر ووياړي يا ځان د شعرجوړنې په کار کې تر نورو شاعرانو لوړ وښيي يا به يې تعالي بولو يا تصلف، هغه شاعران چې د خپل فن په اړه خپل نظر بيانوي او شعرونه يې د ادعا ثبوت وي، چې لوړ شاعر دی، هغې ته شاعرانه تعالي او هغه شاعران چې شعرونه يې د ښکلا له اړخه پاو او دی يې سېر بولي، ادعا ته يې تصلف او ده ته متصلف شاعر ويلای شو. شاعر د مختلفو لاملونو له مخې دې ته اړ کېږي چې شاعرانه تعالي وکاروي، ممکن د خپل دور د ادبي کړيو او خلکو له بې قدرۍ سره مخ شوی وي يا له خپل نرګسيت څخه مجبور شوی وي او يا يې پر خپل فن د کره کتنې لپاره شاعرانه تعالي ته مخه کړې وي. شاعرانه تعالي له پخوا زمانو څخه تر اوسه پورې د شاعرانو تر منځ باب ده، په دې مقاله کې مو د خوشال بابا، حميد بابا، رحمان بابا او کاظم خان شيدا څو شاعرانه تعالي ګانې ولوستلې او د اشرف خان هجري پر تعالي‌ګانو مو خبرې وکړې. په دې ليکنه کې له داسې شعرونو سره مخ شوو، چې د شاعر موخه شاعرانه تعالي نه وه، لوی شاعران شاعرانه تعالي ته اړ نه دي، هغوی يوازې د خپل فن په اړه لکه نياومن کره‏کتونکي رايه قايموي، خو ځينې نور بيا د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ چې په مقاله کې مو خبرې پرې وکړې، شاعرانه تعالي ته پناه وړي. اوس وخت کې هم شاعرانه تعالي د شاعرانو تر منځ باب ده، ارواښاد قلندر مومند ويلي وو: 

ياره قلندر ته دعاګانې کړه

اوس ګنې پښتو کې غزل چرته دی؟

حمزه شينواری، چې د غزل د بابا په لقب ملقب و، د قلندر مومند پورتنۍ شاعرانه تعالي د ځان په وړاندې تعريض بللی او په دې شکل يې ځواب وايي:

لا خو تخيل د حمزه تت نه دی

چا وې چې پښتو کې غزل چرته دی؟)حمزه، ۱۳۸۷: ۲۴۳)

عبدالرحيم مجذوب بيا داسې د ارواښاد مومند شعر ځواب کړی دی:

وايي قلندر چې غزل چرته ده

ښه وايي مجذوب ته غزل پاته دی(غضنفر، ۱۳۹۶: ۱۸۷)

يا د قلندر مومند دا لاندې بيت:

که مرحب په خيبر کوټ باندې مغرور دی

زما هم د قلم څوکه ذولفقار ده

د حمزه بابا دا دعوه چې:

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم(پورتنی اخځ: سريزه، دويم مخ)

هم په پراخه مانا په شاعرانه تعالي کې شمېرلی شو.

اخځليک

  • خټک، خوشال خان.(۱۳۸۷). د خوشال خان خټک کليات. دويم چاپ، د زاهد مشواڼي اوډون، سمون او وييپانګه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  • خليل، حنيف. ( ۲۰۱۷). شرح د ديوان کاظم خان شيدا. وړومبۍ برخه، پېښور: اعراف پرنټرز محله جنګي.
  • رحمان بابا.( ۱۳۵۶). د رحمان بابا ديوان. د څېړنيار محمد عارف په اهتمام. کابل: پښتو ټولنه.
  • زېور، زېور الدين. (۱۳۹۴). د پښتو ادبياتو تاريخ. منځنۍ دوره، جلال‏آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  • سالک، مصطفی. (۱۳۷۹). منشور. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  • سالک، مصطفی. (۱۳۹۵). له څاڅکي تر سيپۍ. کابل: دانش خپرندويه تولنه.
  • شاکر، نور احمد. (۱۳۵۵). بديع او بيان. کابل: د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست.
  • شيدا، کاظم خان.(۱۳۸۴). د کاظم خان شيدا ديوان. د همېش خليل تدوين او سريزه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  • شينواری، حمزه. (۱۳۸۷). د حمزه شينواري کليات. د محمد آصف صميم په زيار. کابل: د اطلاعات او فرهنګ وزارت.
  • صميم، محمد آصف.(۱۳۸۴). د رحمان بابا شاعرانه چلن. ګوربت دوه مياشتنۍ مجله، شپږم کال، شپږمه ګڼه، پرلپسې شپږدېرشمه ګڼه، د تلې – لړم مياشت.
    1. غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۶). جادوګر هنر. جلال‌آباد: مومند خپرندويه ټولنه – جلال‌آباد.
  • کالوين، اس. هال.( ۱۳۹۸). د فرويد ارواپوهنه. ژباړن: ډاکټر محب الله زغم. جلال‌آباد: زيار خپرندويه ټولنه.
  • لېوال، عبدالغفور.(۱۳۸۸). په ناآشنا سندرې کې د کيسو رواني اړخ. روهي پوهنيزه، ادبي او فلسفي مهالنۍ خپرونه، درېيمه ګڼه، د سلواغې مياشت.
  • مومند، عبدالحميد.(۱۳۸۶). د عبدالحميد مومند کليات. دويم چاپ، د محمد آصف صميم سريزه، څېړنه، اوډون او وييپانګه. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  • مومند، قلندر او صحرايي، فريد. (۱۹۹۴). درياب. لاهور: محکمه تعليم حکومت صوبه سرحد.
  • مومند، قلندر.(۲۰۰۸م). تنقيد. پېښور: قلندر موند ريسرچ سېل.
  • نثار، نورالحبيب.(۲۰۱۰). د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه.سبا سترګه. لومړی کال، دويمه ګڼه، د زمري مياشت. 
  • هجري، اشرف خان. (۲۰۰۱). ديوان اشرف خان هجري. د همېش خليل تحقيق، ترتيب او سمونه. لاهور: ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي.
  • همکار، محمد ابراهيم. (۱۳۸۸). د بديع فن او پښتو شاعري. دويم چاپ. جلال آباد: ننګرهار پوهنتون.
  • هيوادمل، زلمی. (۱۳۸۹). فرهنګيالی خوشحال.(د مقالو ټولګه). کابل: اسد دانش مطبعه. 
  • هيوادمل، زلمی.(۱۳۷۹). د پښتو ادبياتو تاريخ. لومړی ټوک، دويم چاپ. پېښور: دانش خپرندويه تولنه.
  1. يوسفزی، مجروح. (۲۰۱۰). زرکاڼی. پېښور: يونيورسټي بک اېجنسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب