اراوښاد استاد شپون ته زما یو پخوانی غزل
غزل
لکه دا شپون صیب داسې ښه سړی یم
دا ستا د طبې، ستا د زړه سړی یم
ته مې بس مخې ته ولاړه اوسه
که در نېږدې شومه نو نه سړی یم
ښار مې په خدای او ښار په خدای سپارمه
اوس ستا د لارې ستا د پله سړی یم
زه له ماڼیو، څراغونو ستړی
موده به کېږي چې د غره سړی یم
دا ستا په اوښکو کې پیدا تورمان یم
دا ستا په سترګو کې رانجه سړی یم
اجمل تورمان