جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرد نه هیرېدونکي شپون په ویر || خالق رشید

د نه هیرېدونکي شپون په ویر || خالق رشید

تا به ویل …

وطن به جوړ شي خو د وینو د رود په بــــــــیه

پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه

حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی

حیا بي  نور ورځنې وړي  د ډالرو په بــــــــیه

شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته

خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه

د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي

ښکلې حسینې به مې ځې د فاحشو په بــــــــیه

د سر سړي به ټول سرټیټي وي دنورو مخکې

قدر به وي دهرچا هرچیرې د سپو په بــــــــیه

شپونه ورځه الله  دمل زموږ  عرضونه ور وړه :

دلته نازو په قرآن مري د  ګل ببو په بــــــــیه

خالق . رشید

د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۳  ، نوی ډیلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب