نولس کاله مخکې مې په یوازې سر کلی پرېښود، ما ویل کابل به ژوند راکړي، دغسې هم وشول، پوهنتون مې ولوست، د ښې تنخوا کار مې وموند، واده مې هم له ښارۍ سره وکړ.
خواوس،
د شپې اووه بجې دي، د کوټې څراغ ګل دی، پروت یم، د څه کولو حوصله نه لرم. لاس او پښې مې لکه چې نور زما نه دي، په رګونو کې مې وینه بې سېکه روانه ده. درې میاشتې وشوې چې بیرته کلي ته راغلی یم. ما ویل ګوندې له ژونده بېغمه شم.
کندز، چهاردره، ماماخیل،
دلته له پلاره را ته یوه لویه حویلۍ پاتې ده چې په سر کې یې یوه جګه برنډه او یوه لویه قوشخانه(ميلمه خانه) او په پای کې یې څلور څنګ په څنګ خامه کوټې دي. پخلنځی نه لري او د تشناب لپاره به د حویلۍ هغه بل سر ته ځې، موږ یې خاک انداز بولو، ځینې ورته وطني تشناب وايي. د کور شا ته په یو څه فاصله کې زموږ کورنۍ هدیره ده. پلار، مور، نیکه، غور نیکه، ټول پکې ښخ دي. نه یم ورغلی او نه غواړم ورشم. په وروستي ځل چې په هدیره کې وم زوی مې ښخاوه.
ډیر وخت وشو چې له چا سره نه یم غږیدلی. په اخري ځل مې دروازه دهقان ته خلاصه کړه، د حاصل یو څه ډېره برخه یې غوښته. ما خبره لنډه کړه، ورسره ومې ومنله.
دهقان په چهارخانه سپن دسمال د خپلې نصواري غاړې خولې پاکې کړې، ویې ویل، “خدای دې اجرونه درکړي، خان صیب، پوهېږم چې د الله تعالی په ذکر او عبادت بوخت یې؛ که روژه نږدې نه وای او دا قیمتي ډېره شوې نه وی، والله که مې په عذاب کړی وی، بخشش دې وي.”
– نو ته څه خبر یې چې زه په عبادت بوخت یم؟
– خان صیب ستا درد خو د هر مسلمان زړه لړزوي، موږ پوهېږو چې د زویکي له شهادته وروسته دې له دنیايي کارونو لاس مینځلی، ژوند دې یوازې الله تعالی ته ورکړی دی. باور ولره، د خدای ولي یې، خان صاحب. هغه بله ورځ ملا صیب هم ویل چې شپې ناوخته ستا د کور له څنګه تېریده، د سرای دروازه وازه وه، د تلاوت غږ یې اوریدلی و. په سهار یې بیا په جومات کې وویل چې په ورتګ یې مه په عذابوئ، د خان صاحب هر عبادت، هر ذکر د ټول کلي برکت دی.
حیران وم چې څه ووایم…
د غرمې اذان شو. سړی لکه سوی چې ټوپ کړي، ناڅاپه پاڅېد، لاسونه یې رامچه کړل، ویې ویل، “خدای دې تاسو زموږ له سره نه کموي، په دعا کې مو مه هېروئ”
دی چټک ووت. زما په لومړي ځل د ملا اذان ته پام شول. په وروستي ځل چې مې لمونځ کړی و د اسماعیل جنازه وه.
اسماعیل زوی مې،
د دارالامان په چاودنه کې ومړ، له ښوونځي راته،دیارلس کلن لا نه و، کلیزې ته یې درې میاشتې پاتې وې. ما او مور یې ویل بایسکل به ورته اخلو. د چاودنې په وخت اسماعیل له خپلې مور سره و. مور یې سخته ټپي شوه. د اسماعیل له مرګي څلوېښت ورځې وروسته یې هم لا ښی لاس بې حرکته و.
بیا ما کابل پرېښود، خواښې مې راته کړل چې: « د اسماعیل مور دې یو څه وخت له ما سره وي. چې یو څه ښه شي،بیا پسې راشه.» هسې مې هم د ښځې د چونګ چونګ حوصله نه درلوده نو په اساني مې ورسره ومنله.
د اسماعیل له زېږېدو وروسته مې په لومړي ځل احساس وکړ چې هر څه رښتیا دی. زه، کور، کورنۍ، ژوند، ځمکه، اسمان… د اسماعیل له مرګه وروسته پوه شوم چې هېڅ هم رښتیا نه ول. اصلا رښتیا نشته او یا خو موږ انسانانو ته اجازه نشته چې ویې پېژنو.هر څه دروغ ول . کور، کورنۍ، ژوند، اسماعیل، زه پخپله…
څو میاشتې کیږي چې نه د دروغو په غم کې یم نه د رښتیا. دا یې هر څه رښتیا نو څه؟ دا یې هر څه دروغ نو څه؟
جنتري مې نه ده لیدلې خو کال رامعلوم دی چې دیارلس سوه اته اتیایم دی او په غالب ګومان د میزان میاشت ده. چهاردره د ورځې ګرمه ده، د شپې سړه. پخوا به دې هوا په عذابولم اوس یې چندانې په کیسه کې نه یم. که اسماعیل ژوندی وای، نه به مې پرېښود چې لمر ته لوبې وکړي، که اسماعیل ژوندی وای شپې به مې په کمپله کې پټ کړی و. خو اوس، دا یې هوا ګرمه نو څه؟ دا یې هوا یخه نو څه؟
سر مې له صفرا ډک دی. نه مې دی وینځلی، حوصله یې نه لرم، د کوټې له دیوالي المارۍ ټکا راځي، لکه چې موږکان دي… د المارۍ سپین روغني رنګ چاکونه کړي دي. هورې له نیکونو راپاتې، په رنګارنګ ټوکرونو کې نغښتي قرآن شریفونه دي او د رحمان بابا یو زوړ دېوان دی، نور خاص څه نشته.
نیکه مې د رحمان بابا په شاعري عقیده درلوده. د رحمان بابا په دیوان به یې فالونه لیدل. پلار مې هم همدا کار کاوه.
هغه سهار مې په یاد دی چې په راډیو کې د داوود خان د کودتا اعلان وشو او زموږ په کور کې ټول داسې چوپ ول، ته وا په چهاردرې آسماني ډبره راغورځېدلې وي. څو اتیا کلنه نیا مې پاچا ګردشي وارخطا کړې وه، ژړل یې او داوود خان ته یې ښېراوې کولې. پلار مې رحمان بابا ته پناه یوړه. بې وخته یې اودس وکړ او فال یې ولید. په فال کې لکه چې ښه بیت نه و راوتلی. ټوله ورځ اندېښمن و او شپه یې ویښه تېره کړه.
چې د خلقیانو کودتا شوه، پلار به بیا فالونه کتل. ته وا رحمان بابا خبر و چې ښې خبرې نه راوتلې او پلار له ډېره تشویشه هغه یو نیم مثبت بیت هم منفي تعبیراوه.
د خلقیانو په وخت کې پلار بندي شو. په میاشتو میاشتو یې نه له مرګه خبر و، نه له ژونده… نیا او ادې به مې ماته د رحمان بابا دیوان ونیوه او ویل به یې، ته خو فال وګوره. خو ما چې یادېږي یوازې عشقي غزلې راوتلې. دیوان له ما سره نه غږیده، د فال لیدلو چل مې نه و زده، خو مور او نیا ته به مې درواغ ویل چې دیوان وايي پلار پیدا کېږي.
پلار رښتیا هم پیدا شو خو په زندان کې دومره شکنجه شوی و چې بیا یې ټول عمر اسوده ورځ و نه لیده، مګر د فال لیدلو چل یې را زده کړ، د رحمان بابا په شاعري یې پوه کړم او ما هم په رحمان بابا عقیده شروع کړه.
په رحمان بابا مې ښايي اوس هم عقیده وي. خو نور نو اصلا راته مهمه نه ده چې په راتلونکې کې به څه کیږي، دا یې راتلونکې ګل و ګلزار نو څه؟ دا یې تر دې بدتره نو څه؟
پای، ۲۰۲۰