سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د قطر د امیر ډالۍ د افغانستان بانک ته ورکړه

ولسمشر غني د قطر د امیر ډالۍ د افغانستان بانک ته ورکړه

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱۵) ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې رولا غني هغه ډالۍ چې په وروستي سفر کې یې د قطر له امیر څخه تر لاسه کړې وه د افغانستان بانک ته وسپارله.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني دا ډلۍ مرکزي بانک ته د دولت د خزانې د غني کولو په موخه ورکړې ده.

دغه ډالۍ چې د قطر د دولت له لوري د هیواد لومړۍ مېرمن ته ورکړل شوې وه، نن له غرمې مخکې د افغانستان بانک مسوولینو ته وسپارل شوه.

اشرف غني د قطر د امير ډالۍ ډيره ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې دغه ډالۍ يوه کس ته نه، بلکې د افغان حکومت يوه چارواکي ته ورکړل شوې او بايد دولتي خزانې ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، هغو کسانو ته چې د یوه دولتي چارواکي په توګه ورته دا ډول ډالۍ ورکول کېږي باید د دولت خزانې ته تسلیم کړي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني د روان کال د میزان میاشتې په ۱۴ نېټه قطر او کوېټ ته سفر کړی و. ددغه سفر موخه د افغان سولې برخه کې ددې هېوادونه ملاتړ او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا بلل شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب