شنبه, اکتوبر 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا سرمفتش وايي، په وروستیو ۳ میاشتو کې جکړه ۵۰ سلنه...

د امریکا سرمفتش وايي، په وروستیو ۳ میاشتو کې جکړه ۵۰ سلنه ډېره شوې

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۵) د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا ځانګړي سرمفتش خبرداری ورکړ چې په تېرو درو میاشتو کې په دې هیواد کې جګړې او تاوتریخوالي کابو ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د فبرورۍ په ۲۹ امریکا او طالبانو موافقه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د طالبانو له لوری د تشدد د کمولو موافقه لاسلیک کړه، ورپسې کابو دوې میاشتې پخوا د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې خبرې پیل شوي دي چې اوربند وکړي او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د تېرو دوو میاشتو تاوتریخوالی بې ساری بلل شوی دی.

سرمفتش جان سوپکو ویلي، په دوبي کې د اوربند له څو ورځو پرته په دغه هیواد کې تاوتریخوالی پر له پسې ډېر شوی تر دې چې اندېښنه شته چې تاوتریخوالی ښايي د سولې خبرې له خطر سره مخامخ کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d9%88%d8%b1%da%81%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%87-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%af%d9%88%d8%a7%d9%85-%d8%af/

فرانس پریس خبري اژانس د جان سوپکو له قوله ویلي، د سپټمبر تر پایه پورې په وروستیو ۳ میاشتو کې د ورتېرو ۳ میاشتو په پرتله پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه په سلو کې ۵۰ ډېرې شوې دي.

په همدې موده کې ۲۵۶۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۷۶ وژل شوي او نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه زره ملکي وګړي په هلمند، کندهار او اروزګان کې د طالبانو د حملو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش راپور په داسې وخت خپرېږي چې دا اوونۍ پر کابل پوهنتون په یوه خونړي برید کې لږترلږه ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب