Home+زما استاد جاج | لعل پاچا ازمون

زما استاد جاج | لعل پاچا ازمون

د استاد جاج د اتم تلین په یاد

 پښتون ګریم

د نړۍ خلک هڅه کوي چې د خپل فرهنګ د پېژندنې او پایښت لپاره فولکلوري زېرمې راټولې او خوندي کړي. دوی په دغو زېرمو کې د خپل ننني ژوند پخواني انځورونه ګوري. نننی ژوند د پروني ژوند یو مزل دی. د ژوند بېلا بېلې شېبې خوندي کول او پر هغوی غږېدا د ولسونو ذهنیت او تفکر راښيي. نړۍ هڅه کوي چې د خپلو خلکو تفکر او ذهني بهیر له پخوانیو اثارو جوت کړي. د ژوند لومړنۍ شېبې د خلکو د تفکر او ذهني تجربو پر بنسټ ولاړې دي. ژوند له همغو لومړنیو ذهني تجربو همداسې مزل راپیل کړی دی. هره ټولنه او ولسونه خپل ځان په تېرو تجربو او خوځښتونو کې ویني.

څوک وم؟ چېرته وم؟ چېرته راغلم؟ ولې راغلم؟ څنګه راغلم؟ او اوس څوک یم؟ دا او دې ته ورته پوښتنې د انسان د ژوند پرمختیایي بهیر راښيي. نړۍ وال هڅه کوي چې دغه لويې زېرمې او معنوي پانګې د خپل ژوند د ښېرازۍ لپاره راټولې او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې د زده کړې او پند لپاره په مخکې کېږدي. دنیا پر خپل تېر ژوند ، کیسو، افسانو او اساطیرو ویاړي. دوی په اساطیري کیسو کې د ژوند پرمختګونه ویني او ژوند پکې لټوي. د ژوند رنګونه، تجربې، د بېلا بېلو وختونو او خوندونو انځورونه پکې ویني.

یوه مشهوره خبره ده چې : فولکلور د علومو مور ده. فولکلور د ژوند همغه لومړنۍ شېبه ، د خلکو د زیست، روزګار، تفکر او ذهني تجربو پایله ده. هر څه چې وو، د دوی وو او دوی خپل ژوند په همدې لومړنیو تجربو برابر کړی دی.

په اتلسمه پېړۍ کې ګراهم یا ګریم وروڼه Brothers ,Grimm (: Die Brüder Grimm، يا Die Gebrüder Grimm))  کېناستل او د خپلو فولکلوري ارزښتونو په راټولولو پسې یې لېڅې راونغاړلې. دوی د المان په بېلا بېلو سیمو کې د خلکو له خولو دغه ارزښتمن اثار راټول کړل، خوندي یې کړل، اوس د المان په کتابتونونو کې دغه فولکلوري ارزښتونه ساتل کېږي او پرې ویاړي.

تر دوی وړاندې په پښتو ادبیاتو کې حضرت خوشال خان خټک خپلو بچیو ته نصیحت کړی و چې: دغه ارزښتونه چې لا هم د خلکو په حافظو کې خوندي دي، راټول کړي. خوشال خان د یو نابغه انسان په څېر د دغو ارزښتونو په ارزښت پوهېده. دی په دې راز پوه و چې د ژوند پرمختګ او د ژوند د خوږلنۍ اساس په همدې فولکلوري اثارو کې خوندي دی. د پخوانیو خلکو ذهنیتونه او تجربې یې بې ګټې ،بې ارزښته نه بللې. ګټه یې د ژوند په مادي او ارزښت یې په معنوي پانګه کې لټاوه، ځکه یې د راټولولو او خوندي کولو سپارښتنه کوله. له دغو لومړنیو اثارو، چې د خلکو ذهنیت او تجربې پکې خوندي دي، د دنیا په ګوټ، ګوټ کې ګټه اخيستل شوې ده. پرمختللي قومونه او سیمې تل په دې هڅه کې وي چې د خلکو له حافظو  دغه لویه پانګه راټوله کړي. یوازیني خلک به پښتانه وو چې د دغو ارزښتونو په قدر پسې نه وو او پر وړاندې یې سطحي چلن کاوه. د دوی له بې غورۍ د زمانې خړو سیلیو، بادونو، ناپوهۍ، بریدونو ، زبېښاکګرو او ښکېلاکګرو دغه معنوي پانګه تروړلې ده.

پښتانه د لويې فولکلوري پانګې خاوندان دي. لا هم کلي او ولسونه له دغو ارزښتونو ډک دي. خبره مې تر دې پورې کوله چې زموږ د دغه کتاب لیکوال استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د حساس ذهن څښتن و. له کلي راغی، په ښار کې مېشت شو، زده‌کړه یې وکړه او په زده‌کړې پسې آن تر امریکا ورسېد. خوی ،بوی یې لا هم د یوه ځيږه پښتانه او زرمتي پکتیاوال و. تصور دې هم نه کاوه چې استاد به لویه امریکا لیدلې وي. دا ولې؟ دا ځکه چې استاد خپل ځان او شخصیت په خپله ټولنه کې لیده. د خپلې ټولنې جوړښتونه او ارزښتونه ورته ښاغلي وو. استاد تر امریکا لاړ، زده‌کړه یې وکړه، زده‌کړه یې بېرته د خلکو لپاره وکاروله، هغه څنګه؟ داسې چې د نړۍ ادبیات یې د خلکو تر غوږونو او سترګو ورسول. نړۍ څه غواړي؟ خلک یې څه ډول دي؟ څه ډول اثار یې پنځولې دي؟ ادبیاتو ته له کوم لیده ګوري؟ کوم نړۍوال شهکارونه په دوی کې مشهور دي؟ د خلکو باور یې پر څه دی؟ په څه راټولېږي؟ څه ته د یوه ارزښت په سترګه ګوري؟ څه یې رامنځته کړي دي؟ او…

استاد جاج د ادب په پوهنځي کې د نړۍ د ادبیاتو استاد شو. پوهېږئ؟ استاد د نړۍ په ادبیاتو کې هم اساطیري کیسو ته لاړ او باید تللی وای. د آسور او بابل، د یونانیانو، مصریانو او بودیزم اثار یې لټ په لټ کړل. خبره یې له ګېلګمېشه راوخيسته. د ګېلګمېش حماسه پخپله یو فولکلوري اثر دی چې د زرګونو کلونو وړاندې خلکو ذوق، ذهنیت، باور او تفکر راښيي. استاد په ډېره خوږه ژبه دا اسطوره ولیکله، تبصره یې ورسره ملګرې کړه او د ادب په پوهنځي کې یې تدریس کړه. همداسې د یونان پر ادبیاتو وغږېد. ايلیاد او اودیسه یې راوسپړل او له دغو فولکلوري یا ولسي ادبیاتو ورو، ورو نویو ادبیاتو ته راغی.

 استاد پر دې پوهېده چې د نړۍ ادب له همدې اساطیري کیسو راپیل شوی دی. په بهرنۍ ژبه یې ددغو اثارو په ارزښت  لیکنې او اثار  لوستي دي. ده هم یو فکر واخيست. هغه فکر یې دا و چې دی د کلي او ولس سړی و، نو کله به یې چې تدریس کاوه، د تدریس په بهیر کې به یې پر تمثیل سربېره ډېرې بېلګې د خپل کلي او ولس د خلکو وې. ده غوښته چې د خپل درس لپاره یوه کیسه یي فضا جوړه کړي، خپل شاګرد له ځانه سره په تخیل کې ګډ کړي. درس به یې نور هم خوږ کړ.

استاد د ګریم وروڼو په څېر د خپلې ژبې پر بنسټونو پوه و، خپل خلک یې ښه پېژندل، د دوی پر دود او دستور پوه و. ده خپل ارزښتونه ډېر ښه پېژندل. د همدغو ارزښتونو خوندي کول او شنل یې غوښتل.

د ده پیاوړي قلم د ده ولسي ژبه، د کلماتو اوډون، د ده فصاحت او بلاغت څرګنداوه. استاد جاج کېناست او د همدغو ارزښتونو له مطالعې وروسته یې د خپل کلي او ولس پیڅکې واړولې، د خپلو کلیو او بانډو پر څنډو وګرځېد. کږنې ، انګېرنې، متلونه، ټوکې، کیسې او نکلونه یې راټول کړل. ده په دغه لویه معنوي زېرمه کې  د ژوند راز لیده. د خپلې ژبې بډاینه او غښتلتیا یې په همدې اثارو کې لیده، نو په منظمه او منسجمه توګه یې د داسې اثارو راټولولو او شنلو ته کار ووایه. د ده ستر کار دا و چې د پښتني توکیو یو کولتوري فرهنګ یې په تحلیلي ژبه ولیکه. ده د پښتني فولکلوري توکیو سپړنه غوښته، دغه لړۍ یې پیل کړه، خو ترې نیمګړې پاتې شوه. دی په دې برخه کې برلاسی و، برلاسي یې دا وه چې د خپلې ژبې جوړښتونه، د خلکو ژوند، انګېرنې، کړه وړه، راشه درشه او کولتوري ارزښتونه ورته څرګند وو.

د استاد دغه فولکلوري شننې د نړۍ ادب او پښتني ژوند را پېژني. ده پر دغو لیکنو د نړۍ د ادبیاتو روح او پیلامه را ښودلې ده، د پښتون او پښتني سیمې د پېژندنې یو لاسوند دی. پر دغو ارزښتونو شننه او څېړنه د ده د ژور فکر او مطالعې پایله ده. د دغه فولکلوري یا ولسي ژوند تر شا د پند او عبرت کیسې پرتې دي. دا راښيي چې په تېر کې د خلکو راشه درشه، ذوق، تفکر او ذهنیت څه ډول و؟ د خلکو انګېرنې څه وې؟ د داسې مسایلو سپړنه هغه څوک ښه کولی شي چې له ولس سره په اړیکه کې وي.

استاد د خپلو هلو ځلو په پايله او له خلکو سره په ناسته، ولاړه کې پر دې وتوانېده چې دغه معنوي ارزښتونه راټول او د هېواد په مطبوعاتو کې یې خوندي کړي.

 استاد د نړۍ ادب لوستی و، پر ارزښت یې پوه و، نو ځکه یې خپل ادب ارزښتمن او کار کول یې  ورته یو ضروري عمل باله. کله چې د ده دغه فولکلوري او د نړۍ ادب لیکنې خپرې شوې،  نو ډېری خلکو د استاد جاج د دغه کار استقبال وکړ.

استاد جاج د فولکلور تاریخچه ولیکله. د فولکلور پر ارزښت او خوږلنۍ یې لیکنې پیل کړې. ده دنیا ته پښتني ولسي ادبیات د لویو شهکارونو په څېر ورپېژندل غوښتل. تنګلاسي او د ژوند مصروفیاتو دی دې ته پرېنښود چې دا لړۍ وغځوي. نن که د ګراهم یا ګریم نوم یادېږي، نو ما ته خپل دغه ښاغلی او ویاړلی استاد د دغو ارزښتونو د راټولولو او پر هغو باندې د خپل قوم د پوهاوي ګرایم  ښکاري.

د فولکلور تاریخچه د یوځانګړي کتاب په توګه ما (ازمون) پر ۱۳۸۷لمریز له استاد نه پټ خپور کړ، کله چې مې کتاب د استاد مخ ته کېښود، نو ولی یې وغورځاوه او ویې ویل: اخر دې رسوا کړم.

هغه کتاب ډېر لوستونکي پیدا کړه، کله مې چې د استاد لیکنې له مجلو، جریدو او نورو خپرونو را ټولولې، نو د فولکلور لیکنې یې مخې ته راغلې، له مجلو نه مې لیکنې کټ مټ را واخستې او د فولکلور تاریخچه مې هم ورسره ملګرې کړه. د ځینو لیکنو په پای کې یې لیکلي وو چې (نوربیا) خو نور بیا یې تر ګوتو نشول، هیله من یم چې هغه برخه هم یوه ورځ تر ګوتو شي.

 د استاد دا لږې لیکنې خپلو نسلونو ته د تېر ژوند د عبرت او پند درسونه دي. استاد غوښتل چې د ده ولس د خپلو ارزښتونو خوندي کولو ته لېڅې راونغاړي. د ده کار د فولکلوري اثارو راټولولو لپاره یوه مقدمه شوه. تر خپله وسه یې په دې برخه کې کار هم وکړ. لویه معنوي پانګه یې راپرېښوده. په زرګونو شاګردان یې د ادب په پوهنځي کې د نړۍ د فولکلوري اثارو پر ارزښت وپوهول.  د استاد لوی کمال دا و چې دی لومړی پر خپله ژبه برلاسی و، له خپلو خلکو سره پاتې شوی و، د خپلو خلکو پر اخلاقو او خوی پوه و، تر څنګ یې د دنیا د نورو قومونو او ولسونو هنري پانګه لوستې وه. په انګرېزۍ پوهېده، نو داسې یو انسان چې هم پر خپلو ادبیاتو پوه وي، پر ژبه دې برلاسی وي، د دنیا ادبیات یې لوستې وي او پر انګرېزۍ هم پوه وي، ترې د همداسې لویو کارونو هیله کېږي.

 د استاد جاج لیکنۍ او درسي ژبه ولسي، خوږه، روانه، فصیحه او بلیغه ژبه وه. ستومانوونکې نه ده او نه د ده اثار له لاسه لوېږي. دی چې څه لیکي او وړاندې کوي یې، هغه ځانګړي لوستوال او مینه وال لري. استاد جاج د خپلو دغو لیکنو بهیر وغځاوه، د کابل، وږمې، ادب مجلې او زیري لمنه یې پرې ډکه کړه.

دا ټولګه چې ستاسې مخې ته پرته ده، دا د استاد جاج د درسي لیکچر نوټونو، شننو، څېړنو او ګروېږنو ټولګه ده. په دې ټولګه کې تاسې ژبني، ادبي، فولکلوري او هنري بحثونه لوستلی شئ. دا ټولګه د خورو،ورو لیکنو یوه مجموعه ده. استاد خپل درسي لیکچرنوټونه داسې برابرول چې هغه پر بېلا بېلو موضوعاتو وو. په دوه اړخونو کې یې ډېر کار کړی دی. یو دا چې د نړۍ ادبیات یې راپېژندلي او بل يې خپل فولکلوري ارزښتونه خوندي کړي او شنلي دي. یو ځل ما له استاد څخه د ده د منظومو لیکنو او کتابونو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه یو ځل نه، بلکې په کراتو، کراتو وه، خو استاد د خپلو لیکنو پر وړاندې بې تفاوته و. رتبې او ډګریانې یې نه وې خوښې. هر څه یې له زړه کول، له خپل ولس او ژبې سره یې د مینې او خلوص له مخې لیک کاوه. نه یې غوښتل چې په لیکنو رتبه، علمي درجه واخلي یا مقام واخلي. زه د ده شاګرد وم، ما ته د ده لیک او ژبې خوند راکاوه. تاسې باور وکړئ چې کله به د ده درس و، نه یوازې ما، بلکې هېڅ ټولګیوال به غيرحاضري نه کوله، دا ولې؟ دا ځکه چې له یوې خوا د استاد درسي مېتود، د ده فصاحت  او بلاغت او مسئولانه چلن ښه و، له بلې خوا استاد د یوه مهربانه استاد په توګه له خپل زده کوونکي سره چلن کاوه. دا هر څه یې چې ویل، هغه یې په تمثیلي بڼه وړاندې کول. خپل مینه وال یې د ژوند په کیسو کې ورګډول . کیسه به تمامه شوه، استاد به وویل: درس ختم شو. یوه شېبه یې هم وزګاره نه پرېښوده. پر خپل وخت ټولګي ته راتلو او بېرته وتلو. درېغه! که د استاد په څېر خوله ور، ژبه ور، فصیح او بلیغ انسان پیدا شي. د استاد درسي لیکچر او لیکنې په دومره خوږه ژبه لیکل شوې دي چې لوستونکی له ځانه سره بیایي. په بار، بار لوستو ترې فکر، خوند او معلومات اخلي. استاد معلومات د ادب په هنري ژبه وړاندې کړي دي.

د استاد درسونه میخانیک نه، بلکې د شوق او ذوق له مخې زده  کېدل. له ما سره دا اندېښنه وه چې د استاد لیکنې ورکې نشي، نو را ټولولو ته مې یې لېڅې رابډ وهلې.

 استاد تر ما وړاندې ډېر شاګردان روزلي او په ښکلي خط یې دا درسي لیکچرونه لیکلي دي. د ده له بې پروایۍ ناوړه استفاده هم شوې ده. تر دې چې ځینې کسانو د ده اثار اړولي، را اړولي، په خپل رنګ یې رنګولي، بیا یې په خپل نامه خپاره کړي. کیسه همغه ده خو چې دوی یې ژبه بدله کړې، نو اوس د دغو ښاغلیو  له درس او لیکنو اخيستنه نه کېږي.

مخکې مو هم وویل چې استاد د خپلو لیکنو پر وړاندې بې پروا و،  ډېرې لیکنې ترۍ، تمې شوې. کله به مې چې له ده پوښتنه کوله، چې استاده! ستا لیکنې څه شوې؟ ده به راته ویل: چېرته به وي. دا شاګردان دي، اخلې یې، زده کوې یې، څه به خپرې شوې هم وي. زما موخه یوازې دا ده چې زما لیکنې تر شاګرده او خلکو ورسي. دا خلک زده‌کړې ته راوبولي. ګورم چې ځینو کسانو زما لیکنې په خپلو نومونو خپرې کړې دي، پروا نه لري، خیر دی، خو چې ناسمې یې نه وي خپرې کړي. ځینې مې وکتلې، ناسمې خپرې شوې وې. که له ما سره یې مشوره کړای وای، نو ما به ورته سمه بڼه ورکړې وای! بیا دې یې په خپل نامه خپرولای، هېڅ پروا نه وه، خو چې اوس یې ناسمې خپرې کړې، نو خدای شته غوسه راځي.  موږ باید خلکو او ټولنې ته ناسم شیان وړاندې نه کړو. دا مهمه نه ده چې دا د چا وې او د چا دي، وړاندې کوونکی باید فکر وکړي او له ناسمو رسولو یې باید ځان وژغوري.

استاد د لويې حوصلې څښتن و، ملا و، دیني کتابونه یې پرېمانه لوستي وو. د خپلو خلکو پر ذهن، دود او کړو وړو ، دین او شرعې هم پوهېده. بهرنۍ نړۍ یې هم لیدلې وه. لنډه دا چې د یوه لوی انسان او استاد په ګاڼه سمبال و. ډېرې خاطرې یې راسره دي، هغه به بیا د خاطرو په کتاب کې ځای کړم. دلته یې ستاسې په مخ کې د هغو خورو، ورو لیکنو کرښې ږدم چې راټولول یې غوښتل. د استاد د یوه شاګر په توګه مې له تاسې درنو لوستونکو او د استاد د مینه والو په توګه هیله دا ده چې که د استاد یوه کرښه هم په لاس درځي، هیله ده چې دا امانت ژر تر ژره  خپور کړئ. دا ټولګه به د دې لامل شي چې تاسې به د استاد نورې خورې، ورې لیکنې په دې لړ کې وپېيئ. د داسې ورځې په هیله چې د استاد ټول اثار خوندې شي، لوستونکي ترې ګټه واخلي او د استاد روح په ګور کې خوشاله شي. د هغه وروستی وینا وه چې کله یې د کورناستي پاڼه واخيسته، نو ویې ویل: زه اوس مړ شوم. خو استاد مړ نه دی. استاد په زړونو او ذهنونو کې د یوه لوی استاد او انسان په توګه ژوندی دی. دا لیکنې او تورې کرښې یې نمانځنه کوي، استاد چې هر څه لیکلي، د خلکو لپاره یې لیکلي. پښتانه به دومره ناشکره او احسان هېروونکي نه وي چې د استاد دغه خواري، زیار او خدمتونه له پامه وغورځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...