شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهپردی تېښته نه کوي!| عصمت الله صالح‎

پردی تېښته نه کوي!| عصمت الله صالح‎

په لیکوالۍ کې یو ښکاره نظر دی چې ځینې کرښې ځانګړو افرادو ته لیکل کېږي- یانې خاص لوستونکي لري. خو دا په دې مانا نه چې ګواکي هغه تخلیق دې بل کس نه لولي، بلکې دلته تر ډېره د ذوقونو مساله ده. بلخوا لیکوال مسوول دی چې باید د اذهانو منتشریت ته قایل او په ټولنه کې هر فرد ته جلا لیکل وکړي. څوک چې ځان لیکوال بولي او یا یې نور په دې صفت موصوفوي، پکار ده چې دغه هنر هراړخیز کړي او خپل خیال او فکر ته د ترسیم شوې  کټګورۍ پر اساس توري وکاږي.

خبره مې د البرکامو په ناول (پردی) کوله چې حیات الله ژوند تازه پښتو کړی او سروش چاپ کړی دی. ځینې کسان ممکن د دغه ناول د لوستلو پر مهال البرکامو له ژونده تنګ وبولي او ووایي چې یره نو دغه لیکوال رښتیا هم له انساني ټولنې په تېښه دی. مګر که فکر وکړو، پردی له انسانه د تېښتې تکل نه کوي او نه یې د ټولنې پر وړاندې وچ عناد‌پالی بللی شو، بلکې البرکامو اصلاً د ژوند هغه اسرار سپړلي چې د مکان او زمان په خوښه د یوه جالب تحول په حال کې دي. لیکوال- د یوې پخې استثنا په مټ- له هغو غبرګونونو د ناهیلۍ سر ټکوي چې د انسان باثباته او پرُمفهومه حرکت ټګنی کوي او د افرادو ترمنځ د سالمې همغږۍ لېنکونه پرې کوي. د ناول کرکټر چې د خپلې مړې مور مخ ونه کاته، دا په دې مانا نه چې ګواکې پردی رښتیا هم- له ټولو انساني خصوصیاتو سره سره- د عاطفي ځواک له غربت سره مخ دی او خلکو ته له انسانه د تېښتې الهام ورکوي؛ بلکې که ځیر شو، دی د خپلې مور د مړینې په سبا بېرته دفتر ته روانېږي، له خپلې ګیرل‌فرېنډ سره لامبو ته ځي او ژوند نورمالاً پیلوي.

دا د دې ژوند خصوصیت دی، څوک چې خپل نږدې دوست/ ملګری هم له لاسه ورکړي، د ویر نارې سورې یې تر یوې میاشتې نه اوږدېږي او کال وروسته یې ممکن څېره هم له یاده ووځي. او که غور وکړو، پکار هم همدا ده، ځکه د ژوند یو نوم پوخ‌بنسټه جبر دی او انساني اختیار هم له دې جبره راوتلی دی.

مطلب د البرکامو “پردی” ډېر خوندور ناول دی. مزه یې په همدې اېډیاوو کې ده، چې لوستونکی د دغه فلسفي مسایلو عمق ته ورکښته کوي او د ټولو انساني اعمالو او اهدافو ریښې ورته معلوموي.

د “پردي” بله لویه ځانګړنه او غټ ښه‌والی د تصویرونو ترمنځ خورا منظم منطقي تسلسل دی. البرکامو دغه داستان په داسې تصویرونو کې راباندې لولي چې هر انځور یې د ناول له نړۍ‌والو اصولو سره برابر موقعیت لري او منطقاً د پېښې شرحه کوي.

په پای کې حیات الله ژوند ته اوږدې او له بریاوو مالامال چارې غواړم چې د پښتو ادب د بډاینې په‌پار قلم څرخوي او د تخلیق او ژباړې په وسیله داسې او دېته ورته مسایل څېړي او د لوستونکو لوړه ذوقي تنده خړوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب