جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهپښه/ اجمل پسرلی

پښه/ اجمل پسرلی

اکمل له کټه کړکۍ ته وروڅکیده. د تورې پردې ژۍ یې پورته ونیوله. د دیوال په بیخ کې یې پر واورو د لمر پرتو وړانګو ته سترګې وبریښیدې. څنګ ته ورسره ایښې پلاستیکي پښه یې راواخیسته، د هغې ښویه پونډۍ یې ټینګه کړه، کلکه وه. بیا یې پر خپلې چپې پښې زور وکړ، تندی یې تریو شو. پلاستیکي پښه یې د ښۍ پښې له غوڅ شوي ورانه سره وتړله. له دریدو سره یې لاسونه جګ کړل. د وره په لور یې اوچت ګام واخیست، خو مخکې تر دې چې وره ته ورسیږي، ورو شو.

د کوڅې بر سر د پارک په خوا زانګه وانګه روان شو. د پارک په مینځ کې واورین سړي ته ودرید. په خندا یې د هغه له لرګي جوړ شوی لاس په موټ کې ونیو، لکه روغبړ چې ورسره کوي، خو لرګی وخوت، د ده ویړې شونډې سره ورغلې. د واورو د سړي له څټه یې یو موټ واوره رابیله کړه پر لرګي یې وتپله، هڅه یې وکړه چې بیرته د واورین سړي رابیل شوی لاس په خپل ځای کیږدي، خو د ده لاس خطا شو، د واورین سړي پر مخ ولګید، د هغه د سکرو سترګې ولویدې، د ګازرې زیړه پوزه یې کږه شوه.

ده یې پوزه بیرته ورنیغه کړه، سترګې یې ورځای پرځای کړې، لاس یې ورته کیښود، خو له ټیټیدو او جګیدو سره یې پښې درد وکړ، شونډه یې پر غاښ ټینګه کړه، په نوې مصنوعي پښه کې یې لا ورون نه و روږدی شوی. واورین سړي ته یې له اړخه وکتل غرمني لمر ته د هغه د ګازرې له پوزې، د سکرو له سترګو او د لرګیو له لاسو څک څک اوبه څڅیدې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب