دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبکره کتنهد کره کتنې غشي او ادبي ډالونه | فهیم بهیر

د کره کتنې غشي او ادبي ډالونه | فهیم بهیر

د لیکوالۍ پر مهال ډیری کسان له کره کتنې څخه یو ډول ویره لري، چې کله د هغه په اثر باندې کره کتنه وشي؛ نو د دې پر ځای چې ځواک واخلي، د ځان پر وړاندې دا پروسه یو ډول عقدوي ګڼې کله چې د کره کتنې پر مهال د ده د لیکنې کمزرو برخو ته اشاره شوې وې، دا نقطې د ده پر روان دومره اغېزه کوي چې د کره کتونکي پر وړاندې پر خان کې یو ډول عقدې رامنځته کوي. کله که په روانې لحاظ دومره تر اغېز لاندې راشي چې نوربیا له لیکوالۍ مخ را اړه وي او کرکه ترې کوي.

د کره کتنې په پېژندنه کې مو لوستي چې کره کتنه یوازې د یو اثر نیمګړتیاوو ښکاره کول نه دي، بلکې داسې ارزونه ده چې ښېګڼې برخې به یې هم را څرګندېږي تر څو ښې نقطې نورې هم پیاوړې او وپالل شي او د نیمګړو برخو څخه د لیکوالۍ پر مهال ژغورنه وشي یا اصلاح شي. نو د ژبو او ادبیاتو محصلینو او د نویو لیکوالو له پاره کرکتنه ډېره مهه ده، همدا کره کتنه ده، چې دوی ته د یوې ښې ادبي پنخونې یا د لیکوالۍ تخنیکونه ښيي. د  پورتني سرلیک څخه زما هدف دا دي، چې که نوی محصل دی، که نوی لیکوال یا ادب څېړونکي یا د یوې ژبې پوهاند او پروفیسور، دوی په ټول عمر کې داسې اثر نه شي رامنځته کولای چې هغه دې د کره کتنې د غشي څخه په امان کې وي. دا چې په دې اړه کوم عوامل دي په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

د لیکوال ځانګړی حالت:

د لیکنې پر مهال هر لیکوال او شاعر ځانګړی حالت لري، د دې حالت پر مهال هغه خپل جلا فکر، کلمې او نړۍ لید لري، چې د خپل ځانګړي حالت د دایرې پر بنا یو څه انځوره ولی شي یا ادبي پنځونه رامنځته کوي. د هرې پېښې د تشریح پر مهال خپل دلائیل د خپلو حواشو د مشاهدې په اساس وړاندې کوي. کله کله د یوې پېښې په سپړلو، تشریح او قضاوت کې هم اړ دی چې د خپلو حواسو، د ذهني او رواني اغېز په اساس یو څه رامنځته کوي. دا مهال دی یوازې وي، د نورې  نړۍ، د انسان غوښتنې او ګڼ نور تمایلات د خپلو ذهني او رواني انګېزو او د حواسو د بیدارۍ په اساس هر څه درک او وړاندې کوي. نو همدا علت دی چې د هر لیکوال او شاعر پنځونه له نورو سره توپیر لري. دا توپیر هم د ژبې په وړاندې کولو کې، د اثر د موضوع او ګڼو نورو هنري برخو کې لیدل کېږي. لکه څنګه چې د انسانانو څېرې سره توپیر لري د دوی ذهني او باظني نړۍ هم سره توپیر لري، د دوی هنري لید لوري، درک او پنځونې هم سره لوی توپیر لري. نو کله چې یو لیکوال یا شاعر د شعر پرمهال داسې ځانګړی حالت ولري نو طبعاً وروسته د هغه په پنځونو کې هم ډېر څه زموږ د هېلو او غوښتنو خلاف لیدل کېږي چې دا برخه بیا د کره کتنې موضوع تشکیلوي.

د کره کتونکي لید لوری: په کره کتنه کې مې لوستي چې کره کتونکي باید په خپل مسلک کې د پوهې، صداقت خاوند وي. یانې په کومو برخو کې چې کره کتنه کوي باید د هغې مسلک په اړه پراخه مطالعه ولري، چې دا د کره کتونکي ځانګړنې دي. موږ چې کله د کره کتونکي نوم اخلو فکر کوو، چې کره کتونکی د لیکوالۍ پر دنیا کې پوره او بشپړ دی ، چې دا ناممکنه خبره ده. نو کله چې یو ادبي اثر د کره کتونکي له خوا ارزول کېږي دلته دوه مختلف حالاتونه لیدل کېږي. یو دا چې د لیکوالۍ پر مهال لیکوال ځانګړی حالت لري او بل دا چې اوس د کره کتنې پر مهال د کره کتونکي لید لوری د هغه مهال سره توپیر لري. کره کتونکی هم د یو ادبي پنخونې پر مهال ځانګړی لید لوري، ذهني او رواني حالت لري. دی هم د خپلو ذهني او باطني نړۍ لید په اساس ځینې اړخونو بشپړ او ځینې برخې نیمګړې وینې،نو په دې اساس  خپله دا دواړه لید لوري باعث د دې کېږي چې په یو ادبي اثر کې خینې برخې د کره کتونکي د ذهني او رواني تمایلاتو خلاف وي او په یو ادبي اثر باندې کره کتنه رامنځته شي.

ادبي ډال او د کره کتنې غشی:

ځینې کسان د کره کتنې د ویرې له امله لیکوالۍ نه شي کولای، یا نه غواړي خپل اثار یې چاپ شي. په دنیا کې داسې هیڅ ممکن نه دي چې یو لیکوال یا شاعر دي لاس تر زنې ناست وي چې په تول پوره او کره اثر رامنځته کړي؛ بلکې د ده تجربې او هڅې باعث د دې کېږي چې ورځ تر بلې به پرمختګ کوي او یوه ورځ به ګټور اثار ټولنې ته وړاندې کړي. د انګلستان نومیالی سیاستوال ډیزائیرلي نژدې لس کتابونه چاپ کړل مګر هیڅ شهرت یې ونه ګته، خو وروسته له لسو اثاروڅخه نوموړي هر اثر ځانګړی نوم پیدا کاوه. د دې یو پیغام همدا دی چې ځوان لیکوال او د ادب محصلین او څېړونکي کولای شي چې د خپلو تجربو د پوخوالي او علمي هڅو په اساس ورځ تر بلې د لیکوالۍ پر دنیا کې پرمختګ وکړي. موږ ته اوسمهال د ځینو لیکوالو او شاعرانو اثار ستر ادبي ډالونه ښکاري مګر کله چې  د کره کتنې لاندې ونیول شي؛ نو ډیرې برخې به یې د کره کتنې پر غشو سورۍ سورۍ شي. د ښه وضاحت له پاره د نثر لیکلو هنر، جادګر هنر او ادبستان لوستلای شئ.

زموږ نومیالي لیکوال او کره کتنه:

موږ په خپله ټولنه کې ډیری نومیالي لیکوال لرو، یو شمېر له دوی څخه ښه لیکوال دي، ځینې په ټولنه کې په مادي او سیاسي لحاظ لوړ موقف لري، یو شمېر په رسنیز ډګر کې ښه خلیدلي دي خینې نور د سیاسي او ټولنیزو باورونو په اساس په ټولنه کې لوړ محبوبیت لري. موږ د همدې عواملو په اساس هر مهال داسې فکر کاوو چې همدوی نومیالي لیکوال دي او د دوی ادبي پنځونې او هڅې به د کره کتنې له غشني څخه په امان کې وي. کله کله زموږ کره کتونکي د همدې نومیالیو لیکوالو په اثارو کې د کره کتنې پر مهال هم احتیاط کوي، د نیمګړو برخو پر ځای زیات تمرکز د هغوی په نورواړوخونو کوي؛ خو بیا هم دا نومیالي لیکوال او نه د دوی اثار له کره کتنې څخه په امن کې دي، او نه خپله کره کتونکي له کره کتنې څخه خلاصېدای شي. خو د ځینو عواملو په اساس تر اوسه زموږ په ټولنه کې کره کتنه نه ده پلي شوې. دا چې په کومو مهمو اثارو یا مهمو لیکوالو نقد شوی دی د لا پوهیدا په هدف د نثر لیکلو هنر ، جادوګر هنر او ادبستان ځینې برخې لوستلای شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب