د کره کتنې په ارزښت هر لیکوال پوی دي، مګر هیڅ لیکوال په خپلو اثارو د کره کتنې زغم نه لري. موږ ډېر شاعران لرو، چې تخلیق یې شاعرانه جوهر نه لري، مګر که نقد شي؛ یو ډول دښمني یې ګڼي. حال دا چې موږ باید د یوه لیکوال او نقاد په صفت راتلونکي نسل ته یوه ډېره دقیقه تجربه په تخلیق کې پرېښودې وای، مګر دلته هیڅوک نقد نه کوي؛ بلکې د غرض له مخې په اشخاصو کره کتنه کوي، د فن او بیان له مخې کره کتنه نه کوي .
زموږ ډېر نقادان د یوه دقیق نظر درلودنکی نه وي. او هغوی چې وي، نو ډېر کم دي، دوی نقد نه کوي او لوستونکو ته د تخلیق او شعر اصلي کیفیت نه ښایي. دلته زیات شمېر شاعران لوی نه دي، ځکه یوازې په تضاد او تناسب د لوې شاعرۍ ځانګړنې نه رامنځته کیږي.
یانې دلته ډېر اهل مکتب شاعرانو ته د استادانه شاعر خطاب کیږي. دا یوازې د نه پوهاوي لامل دی، چې نقادانو نه ده څرګنده کړې، چې د لویې شاعرۍ اصل په څه کې دي؟
کره کتونکي ملامت دي. او هغوی لا ډېر ملامت دي، چې په جوهر پوهیږي، مګر بیا هم خاموشه وي. دلته یوه مسله همدا ده، چې لیکوال او شاعران فکر کوي، چې نقادانو د دوی سره کومه بدي ده. دلته د نقد زغم نه شته.
یوه ورځ مصطفی سالک کیسه کوله، چې په پيښور د یوه نومیالي شاعر سره مې شپه شوه. زیات خوږ بنډار مو درلوده. یو غزل یې را ته واورلو، چې د دوو مسرو کافیه یې لور د طرف په مانا وه او بله د لور وه، چې د بچي په مانا راغلې. حال دا چې دلته په صوت او تلفظ کې نیمګړتیا ده. دا ناسمه قافیه وه. کله چې سهار راپورته شو، نو ویې ویل: بیګاه مې هیڅ خوب نه دی کړی.
یانې یو لوی شاعر په تنقید دومره زوریږي، نو دا د نورو به یې څه حال وي؟ یانې د نقاد خبره د تخلیق کوونکي له نظره څو چنده غوره ده. زموږ په اوسني پیر کې ممتاز اورکزی یو لوی شاعر ګڼل کیږي، مګر په ممتاز کې ځینې لویې غلطۍ موجودې دي، چې شعر له استادانه منزله ښکته را ولي.
یانې ممتاز یو پورنویس شاعر دی، او څوک چې پورنویسه شاعري کوي، تر ډېره د ریاضته ماورا وي. او په شعر کې جوهر په ریاضت رامنځته کیږي.
تاسو به فکر کوئ، چې څنګه د مخیل کلام لپاره فکر ضروري دي؟ مسله دا ده، چې شاعر د لفظ د ارایې لپاره باید یو درست انتخاب ولري. دا خو درسته ده، چې شاعران په ذهني توګه د جمال احساس لري، مګر دا درسته نه ده، چې شاعران لفظ ته اړتیا نه لري. یانې د ښه او کمزورو لیکنو تفکیک باید وکړای شي.
یانې یو ښه تخلیقګر باید یو کلام په سلو ژبو او په سلو طرزونو کې وکړي. داسې نه ده، چې څه راشي او ویې لیکو. او ووایو، چې دا درست شول. غزل پوره شو.
په ممتاز یو بل نقد دا دی، چې دی د ټولنیزو اخلاقو د بیان ژبه نه لري. او بیا د داسې مضامینو لپاره شاعرانه دعوه نه لري. یانې د ممتاز په شاعرۍ کې داسې الفاظ او مضامین شته، چې پکې مړه دي. او مړه کلمات او مضامین، هغه وخت په تخلیق او شاعرۍ کې ژوندي کیږي، چې کله د استعمال ظرافت پیدا کړي.
کاروان صیب ویلي و، چې زه خو میخانه خدایږو سکه د جمات خور ګڼم. مګر د کاروان صیب په دغه بیت کې شاعرانه دعوه شته. ځکه، چې دلته مسله پام کوه د کفر په فتوا مې چې ونه نمانځې. یانې دلته اعجاز شته، او شاعرانه دعوه شته، نو په دې لحاظ که څومره ټولنیزو اخلاق ته نه دی ځیر، مګر شعر دی، یو درست مضمون دی. او یو احساس دي. یانې په پوره مانا روا شاعري ده. مګر د ممتاز اورکزي همدا تناظر په دغو بیتونو کې شاعرانه نه دی:
ممتاز د سرو شرابو سره خوري په ما تسپې
زما یو څو ګیلې دي بله نه لري چاره
«««
مازیګر او بې نشې
دا خو تیار عذاب دی
««««
نه د چا هومره ویریږمه دوزح نه
نه د چا هومره جنت راباندې ګران دی
«««««
سبا اختر دی جامې مې نشته د ماشومانو
د عدل حد دی سبا اختر دی شراب مې نه شته
ځینې ملګري، ممتاز د خواصو له مخې لوی شاعر ګڼي، حال دا چې هنر د انسان شخصیت نه دی، بلکې هنر کمال دی، او دا له شخصیت پورته یو بل تناظر دی، چې ذوق یې په ریاضت روږدی وي. او دایم خپل کلام تراشي. یانې زموږ د شعر لپاره تر اوسه یو دقیق تناظر نه شته. سلیمان لایق ځینو ته ځکه لوی و، چې د دوی سره یې خواص ورته و. همدا ډول دلته هر شاعر د نظریې په اساس لوی ګڼل کیږي. د هنر بیان او هنر مضمون له مخي هیڅ تناسب نه شته، چې موږ د هغه له مخې د یوه تخلیق جوهر څرګند کړو.
ممتاز اورکزی د هنربیان او هنر مضمون له مخې لږه کمزوري لري. یانې موږ دا نه وایو، چې له یوې مخې یې شاعري دا وړ ده، مګر په ممتاز کې دغه خامیانې شته، چې ورکړل شوی حیثیت یې د پوښتنې درلودونکی معرفي کوي.
یانې بیان یې په دې وجه کمزوری دی، چې تر ډېره بریده ټولنیزو اخلاقو ته پام نه کوي. او شاعرانه کوي یې نه. او نا شاعرانه الفاظ یې همداسې مړه را اخیستې وي. یانې په الفاظو یې فکر نه دی کړی او د سلو طرزونو شاعر نه دی. یوازې خپلې فردي تجربې یې ښکاره کړي دي او هیڅ کوښښ یې نه دی کړی، چې شاعرانه یې کړي.
زموږ په لویه شاعرۍ کې داسې زیات شاعران شته، چې ټولنیز اخلاق یې مات کړي دي، مګر په شاعرانه طور یې خپل خیالونه وړاندې کړي دي. یانې مسله دا نه ده، چې موږ د شعر لپاره یو محدود تعریف وضعه کړو. یانې که په دغو الفاظو لږ هم ریاضت شوای وای، نو په یقیني مانا به له شاعرانه درایته خالي نه وای.
شعر د درست انتخاب یوه خاکه ده. او ممتاز داسې شاعري هم لري، مګر موږ باید لوستونکو ته د تخلیق کوونکو نادرست بیان هم ورښکاره کړو، تر څو راتلونکي نسل ورته متوجي شي او شاعرانه بیان رامنځته کړي.
شعر یو درني احساس وي. او احساس یوازې د جمال وي، نو د جمال د ښکاره کېدو لپاره د شعر سره باید سرسري چلند و نه شي. یانې شعر د یوې معنې او د یوه لفظ درست شکل دی، چې په فطري توګه شاعران، چې څه لید لري او د کوم احساس له مخې یې لري، نو ښکاره کوي یې. دا په واقعي مانا یا تخیل وي . او یا احساس وي. ممتاز اورکزی تخیل هم لري او احساس هم لري، مګر مضمون نه لري. دغه بیتونه یې لولو :
ته مهربان شوې
خدای مهربان شو
««««
ما ټوله ورځ د بل حکم منلی دی لالا
دا یو ماښام مې ځان پسې لیکلی دی لالا
«««
د شهید نامه پرې کیږده او جنت یې کړه میراث
بیا ویل ورپسې ښه دي روح یې ښاد روح یې اباد
یانې ممتاز اورکزی ټولنیزو روایتونو ته په سپکه ګوري. او دا ددې ټولنې یو نفسیاتي باب دي، نو په کومه شاعرۍ کې، چې دغه اخلاق نه ول، نو مضمون به یې له کومه کړی وي، خو ضروري ده، چې ووایو دا یوه ذهني عیاشي ده. او دا د بیان یو ضعف دی، چې د انسانانو د ګډو مشترکاتو تهذیب او کلتور ته دې په سپکه وکتل شي.
موږ دا نه وایو، چې شراب په شاعرانه طور سره ناروا دي، مګر په ذهني توګه شرابو ته هڅونه یو نادرست کار دی. چون انساني فزیک ته تاوان لري.
یانې لفظي کراهت او یا د کلمو نا شاعرانه انتخاب، د شاعر احساس نه وي، بلکې یو ریاضت وي، چې باید شاعرانه وړاندې شي. تاسې د ممتاز اورکزي دا بیتونه را سره ولولئ:
د جنت په سفر تلونکي لا ایسار دي
دم ګړئ په کرایې بحث روان دی
یانې ددې شعر د بیان جوهر همدا د کرایې لفظ خراب کړی دی، چې یو ډول د جنتي تعمیر شارح ته په نا شاعرانه توګه ګستاخ نظر شوی دی، چې ټولنیزو اخلاقو ته یې هیڅ توجو نه ده کړې. مګر دا دې هم وای، خو چې شاعرانه کړی، خو یې وای. تاسې را ځې دا بیت ولولو:
بت ګري څه ده؟ اعتقاد کې د بازارموندنه
شهرت نور څه دی؟ شاعرۍ کې د هغې سایه ده
یانې ددې پورته بیت او یا ددې غزل اکثره بیتونه د مسرو په لحاظ یو واحد پیغام نه لري. دا داسې، لکه د یوه پراګراف دوه جملې، چې ترمنځ د مانا تړون نه وي. یانې د نثر خوي لري، چې د دواړو مسرو ترمنځ یې یو واحد مضمون نه شته. یا لکه دغه بیت یې :
د جانماز مینه مې هم په زړه کې کمه نه ده
خو زه چې ښکلي سټور ته لاړ شم پیمانه اخلمه
یانې د ښکلي سټور راتلل ضرورت نه و، ځکه سټور خو هسې هم د یوه ښکلي دوکان مانا لري، نو بیا د ښکلي لفظ یو غیر شاعرانه ده. یو ډول تشویق دی. او یو ډول د سټور کراهت دی. او بل شعر یې د ټولنیزو اخلاقو سره په تضاد کې دی. یانې جانماز او په سټور کې پیمانه اخیستل دواړه تابع د ژوند او کلتور دي. حال دا چې دا زموږ د ټولنې نفسیات نه دي.
یانې د ممتاز اورکزي په ځینو شعرونو کې دا ډول بیتونه راتلل، دده کمزوري په ډاګه کوي. ګني نور ممتاز اورکزی په پښتو شاعرۍ کې یو ستر ځای لري. د ممتاز ژبه تر ډېره بریده شاعرانه ده. تاسې د ممتاز اورکزي دا بیتونه راسره ولولئ، چې د پورته خبرو سپیناوی مو شوی وي:
ګرم سحر یخ مازدیګر یې ستا په نوم لیکمه
دبۍ حو نا خو دسمبر یې ستا په نوم لیکمه
دغه پنځه سوره مالکونس او دغه حال مې د زړه
هنر د بل دې خو اثر یې ستا په نوم لیکمه
«««
دا د جنت اوږي بلا وهلي
لوږې وهلو ته تسپې را وړي
««««