چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهروسیه؛ غواړو خپل کورونا ضد واکسین ژر وویشو

روسیه؛ غواړو خپل کورونا ضد واکسین ژر وویشو

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۷) د روسیې حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د سپوتنیک وي په نامه د دغه هېواد جوړ د کورونا ضد واکسین به ژر تر ژره و وېشي.

د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې، دغه واکسين چې په اګسټ میاشت کې ثبت شوی و ژر به و وېشل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ د یاد واکسین د ملي طرحې د اجرا کولو فرمان صادر کړ.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، په راتلونکو څو ورځو کې به په دغه هېواد کې د کورونا ضد دوه میلیونه ډوزه واکسین تولید شي.

روغتیايي مسوولین تائیدوي دا واکسین ۹۵٪ اغیزمن دی او په لوړه کچه بده اغیزه نلري، خو لا هم د ډله ییزې آزموینې لاندې دي.

زرګونو کسانو دمخه د اوونۍ په پای کې دوه پیچکاریو څخه لومړۍ ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې مګر دا لا جوته نده چې روسیه به څومره واکسینونه تولید کړي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین چې دا پروګرام يې د اوونۍ په سر کې اعلان کړی وو وویل، دا د ۱۳ میلیونو اوسیدونکو ښار ته چې په ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو کې کار کوي وړاندیز شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په هغه کچه چې واکسین تولیدیږي لست به هم اوږدیږي.

هغه کسانو چې په تیر یو میاشت کې پیچکارۍ لاس ته راوړي دي او هغه کسان چې تنفسي ستونزې لري په وروستیو دوه اونیو کې به خارج شي.

او هغه کسانو ته چې اوږد مهال ناروغۍ لري یا بارداره دي او یا تنفسي ستونزې لري به دوه پیچکارۍ ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې دوه مېلیونه او ۴۳۹ زره تنو ته رسیږي.

همدارنګه ددې ناورغۍ له امله په دې هېواد کې څه باندې ۴۳ زره تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب