ماهر احسانزی
نظم د نثر په مقابل کې د ادب یو ژانر دی چې په وزن سره يې توپيرولی شو. پخوا په دې ژانر کې قافیه، ردیف او وزن ټول مهم و، خو اوس یوازې خبره تر وزن راغلې؛ ځکه ازاد نظمونه قافیې نه لري، بې ردیفه مختلفې نمونې په ټولو ژانرونو کې لرو خو وزن لا هم مهم دی چې د پښتو د سیلابوټونیک سیستم له مخې ورباندې حساب کوو.
که زه ووایم چې که له پوهانو ، عالمانو او پوهو خلکو سره کینې، نو عالم به شې، پوه به شې او قیمتي به شي، دا نثر دی او که همدې خبره کې تورې او کلمې مخکې وروسته کړم، وزن پکې پيدا کړم، بیا پر نظم اوړي:
په مجلس د عالمانو به سره زر شې
که څوک کاڼی وي یا بوټی د صحرا
نظم له لویه سره موزون الفاظ دی، خو شعر ته د ورننوتو بله هیڅ لاره نشته ، که شته نو همدا د نظم لار ده او موږ به له نظم، شعر ته ور ننوځو. کله چې نظم یا په بله وینا، زموږ موزون الفاظ خيال ولري، عاطفه ولري، انځور او … ولري نو بیا خبره له نظم لږه نوره هم مخکې ځي او د کاظم خان شیدا خبره رخت و زیور يې بیا همدا پورتني توکی دي چې نظم پاتې کېږي او خبره د شعر پوړۍ ته خيژي.
د ادب په ژانرونو کې د هر ژانر خپل اوصاف او ارونه معلوم دي، د هماغه ارونو او ځانګړنو له مخې له نورو توپيريږي؛ ان زموږ په ادب کې قافیه، د بیتونو شمېر او وزن هم د ژانر په بېلولو کې رول لري. لنډه کیسه له ناول، ناول له رومان او … سره د همدې جوړښت او ځانګړونو له مخې بېلېږي. موږ که دیرش یا څلویښت لنډې کیسې ولیکو، راټولې يې کړو او د چاپ اراده يې وکړو، نو څه به ورته لیکو؟
طبعا باید ورته ولیکو چې د لنډو کیسو ټولګه. که همدې لنډو کیسو ته ولیکو چې د نثر ټولګه؛ پرځای لیکل دي؟
د پښتو کتابونو پر ټیکسټ ډېرې خبرې شوې خو پارا ټیکسټ لا هم ګونګ دی یا مو ورته ډېر پام نه دی شوی. پارا ټیکسټ خورا مهمه برخه ده چې باید په خپلو کتابونو کې ورته پاملرنه زیاته کړو او له غوښتنو سره سم يې اثر د چاپ تر ماشین ورسوو. زموږ په موزون کتابونو کې له استاد لال پاچا ازمون او استاد شپون را روسته ډېر کم پنځګر به پيدا شي چې خپلو د موزونو الفاظو ټولګو ته دې منظومه ټولګه ووايې، بلکې هر یو يې شعري جونګ بولي او ورباندې يې لیکلي وي. د استاد شپون د نثر لیکنې تاکید ډېر مشهوردی او استاد مرحوم پر دې پوهیده چې شاعري سخته ده، بلکې دا يې هم درک کړې وه چې د موزونو ټولګو له له هر کتابه په سلو کې ممکن پینځه یا شپږ خبرې را ووځي. استاد ازمون هم ورته نظر لري او دی هم ګروهمن دی چې شاعري د خپلو غوښتنو او ځانګړنو له مخې سخته ده نو ښه ده چې شعر نه بلکې خپل موزون الفاظ نظم وبولو. دوی رښتیا وايې، دا سمه ده چې شعر به انځور، خیال، عاطفه، احساس او … لري، ترکیبونه، صنعتونه، تشبیه او به پکې وي، خو دا موزون الفاظ چې کله د شعر پوړۍ ته خیژي، ډېرې نورې خبرې لري او له هغوی وتل طبعا وخت نیسي. زه د همدې خبرې لپاره د یو ایراني ادیب هغه خبره چې ویلي دي ، هم وکړم، زموږ د شاعرانو معشوقې یا یو ډول دي یا یوه ده. دا خبره دی ځکه کوي چې هر شاعر د معشوقې زلفې ماران او سنبل بللي، سترګې بادام او باڼه خنجر او غشي نو بیا خو دا یو تکراري مضمون دی او تکرار شعر نه دی، بلکې د شعر کمزوری ده. شاعري نوې خبرې، نوی خیال، نوی ترکیب او نوی فکر دی. استاد اسدالله غضنفر په یوې مقالې کې مې لوستی و : هغه شاعر چې په لومړي ځل يې زلفې له مارانو سره ورته وبللې شاعر و خو هغه چې اوس زلفې ماران بولي شاعر نه بلکې مقلد دی. د رحمن بابا لاندې بیت ډېره شاعرانه خبره ده:
زه رحمن پر زړه نری کړم هغه جونو
چې يې ملاوې د ویښته په دود نرۍ دي
خو اوس که دغسې دا تشبیه څومره هم کاریږي، دا د شعر ځای نه شي نیولی او نه يې شعري ښکلا بللی شو، ځکه دا خو مضموني غلا که نه ګڼو نو مضموني تکرار يې ګڼلی شو او هغه تکرار چې د ادب په وده نه بلکې د ادب د قاري د وخت په ضایع کې برخه اخلي، له سره د حساب نه دی.
د شعر او نظم په اړه دغسې ډېرې نورې خبرې او باریکۍ هم شته، چې موږ هر ډول موزونو الفاظو ته د شعر درجه نه شو ورکولی، ځکه باید د کتابونو د چاپ پر مهال دې خبرې ته ډېره توجه وکړو. په کار راته داده چې د خپلو موزونو ټولګو د چاپ پر مهال شعري نه بلکې منظومه ټولګه ولیکو او دا د شاعر او پنځګر لپاره عیب نه بلکې کمال دی چې نورو ته د دودیدو هیله ور بخښي او خپله پر نورو دا مني چې ګني شاعر یا دا پنځګر د شعر او نظم له ټولو باریکیو خبر دی.
د شعري او منظومې ټولګې خبره داسې ده لکه د یو ادیب له ادبي اثارو چې یادونه کېږي، هلته موږ د ایجاز له مخې نه وایو چې دې استاد لس شعري ټولګې، شل د لنډیو کیسو ، درې ناولونه او … څیړنیز کتابونه لیکلي، بلکې لنډ يې جمعه کوو او وايې نوموړي لس یا شل ادبي کتابونه راته د میراث په توګه پریښي دي. دا طبیعي ده چې پدې ادبي میراث کې شعر، کیسه، ناول، کره کتنه ان د ادب تحقیق هم راځي، خو د کل په توګه باید جز د کل تابع کړو.
د موزونو ټولګو د نومونې یوه بله ستونزه داده چې که يې شعري بولو او بیا پدې شعري ټولګه کې د ادب د مطالعې یو نوی غوښتونکی له داسې بیتونو، ژانرونو او برخو سره مخ شي چې د شعر هیڅ غوښتنه پکې نه وي، بیا به ورته څه وايې؟ دی به دوه لارې نه شي؟
دی به ونه وايې دا نو څنګه دلته يې ورباندې غټ لیکلي چې شعري ټولګه او بیتونه پکې یا دا یا هغه ژانر خو پکې بیخي د شعر په پوله هم نه دی تېر شوی ؟
ښه داده چې شعر د نظم په چوکاټ کې پروت غمی وګڼو او د نظم د پوښ تر خلاصولو وروسته يې وګورو نه دا چې شعر پوښ کړو او بیا پکې نظمونه ولولو.
شمشاد دفتر