شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبشعر دوه آوازونه | شاعره: الیس کوربن

 دوه آوازونه | شاعره: الیس کوربن

د عبدالباري جهاني ترجمه  

هلته لیری یو وطن دی ډک له میو  شرابونو

ټول روښان د لمر له نوره ډک له رنگ رنگ نعمتونو

سروکال پکښی بهېږي د شیدوویالې رواني

پسرلی یې نه ختمېږی تل مېوې پکښی پرېماني

پکښی هر څه ښایسته دي ټوله ښه دي ټوله ښکلي

چی پر چا دي مینه راسي ټولی ستادي نازولي

انسانان به تل زلمي وي څوک په ژوند کی نه زړېږی

نه پرون سته نه سبا سته همدا نن دی نه تېرېږي

یو له بله به گړېږي لکه وړي وي خوبونو

سره خاندي به وگړي کور به وران وي د غمونو

 خو چی تل تر تله نن وي ستا به خوښ داسي ژوندون سي

 یا هر څه لکه تېر کال وي در منظور به دا مضمون سي

دا چی هر څه لکه نن وي څومره عقل به کوچنی وي

څومره لږه به وي پوهه څه  د زده کړي به کمی وي

 نو یې ښه وبوله عمر له غمونو مه ډارېږه

نن بهتر تر سبا نه دی له سبا سره جوړېږه

او نه نن تر پرون ښه دی زمان الوزي تېرېږي

ورځی شپې سره پېیلی  یو د بل په غېږ کی زېږي

ستا د سترگو نور کمېږی زما د زړه مینه پاتېږي 

زه پوهېږم چی هم مینه او هم عقل مو زیاتېږی.

الیس کوربن (Alice Corbin )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب