بلخ پوهنتون
د يوې ژبې د جوړښت په څېړلو کې لومړنۍ خبره زموږ مخې ته د غږونو راځي او دغه برخه په ژبپوهنه کې د فونټيکس په ساحې پورې اړه لري. په دې ساحه کې دغه پوښتنې، چې د يوې ژبې ټول غږونه په څو برخو وېشل کېږي؟ دغه غږونه څنګه رامنځته کېږي؟ په څو ډولونو رامنځته کېږي؟ څه ډول جوړښت لري؟ ځانګړنې يې څه دي، چې له نورو غږونو يې بېل کړی شو؟ د دوی د توليد په وخت کې کوم غږيز غړي برخه اخلي؟ ان تر دې چې د دې غږونو فزيکي جوړښت څه ډول دی او تر اورېدونکو څه ډول رسېږي؟ او دې ته ورته نورې خبرې هم په بشپړه او هره اړخیزه توګه ځوابيږي.
د يوې ژبې د غږونو په ډولونو کې يوه ډېره مهمه او اساسي برخه د خپلواکو غږونو(واولونو) ده. په اصل کې همدغه خپلواک غږونه د يوې ژبې بنسټ جوړوي، يعنې له دې غږونو پرته د ژبې نور غږونه نه ادا کېږي او له همدې امله په کلماتو کې هم د څپې هسته يا مرکز وي. د دوی د تلفظ په وخت کې د دوی يوه بله ځانګړنه دا ده، چې د خولې مجرا به بشپړه توګه پرانيستې پاتې وي او ټول غږيز غړي د واټن په توپير له یوـ بله لرې وي.
نو دا چې هره ژبه د هغې غږیز نظام ته په کتو بېلابېل شمېر واولونه لري، د پښتو ژبې هم تر دې مهاله (۷) غږونه تشخیص شوي، چې په تاریخي جریان کې کم و زیات شوي هم دي؛ خو دغه شمېره نهايي نهده، د پښتو ژبې غږیز نظام ته په کتو، همدارنګه د مطالعې او نوې کتنې په نتیجه کې د پښتو واولونو شمېر د غور وړ دی. ما دلته هڅه کړې ده، چې په دې اړه نوې کتنه او څېړنه وکړم.
لکه څنګه چې دا منل شوې خبره او حتا قاعده ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی او له ژبې وروسته رامنځته شوی؛ نو د ژبې جوړښت او ساختمان ته په کتو اصول، قاعدې او تشریح رامنځته کوي. د همدې خبرې پر اساس د يوې ژبې خپلواک غږونه(واولونه) هم د هغې ژبې غږیز سېستم ته په کتو ټاکل کېږي، يعنې د ژبې په کلماتو کې کوم غږونه کوم ډول ځانګړنې لري او د غږونو په کوم ډول(واول، کانسوننټ، سيمي واول) پورې اړه لري.
دا چې د واولونو په ادا کې ژبه اساسي رول لري، د دوی په ادا کې په ډېر لږ حرکت هم د غږ بدلون رامنځته کوي. يعنې ((د خولې په داخلي برخه کې دغه باریکي موږ نهشو احساسولی، چې زموږ ژبه د خولې په کوم ځای کې موقیعت لري، يعنې داسې نهشو ويلی، چې څو سانتي متره پورته لاړه، څو مخکې یا وروسته او مطلق ځای مشخصول يې ناممکن کار دی، ځکه د يو انسان د خولې اندازه له بله سره توپير لري))(کريستال، ۱۳۹۳، ۱۰۰مخ) خو د فونټيکس د همدغو لارو ـ چارو او اصولو له مخې يې بیا د دقيق ځای ښودل امکان لري. پر همدې اساس ما د خپلو مشاهدو او تجربو له مخې د پښتو ژبې د اتم خپلواک توري د شتون په اړه مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدلم، چې د واونو(و) په برخه کې څلورم واو هم باید له پامه و نه غورځول شي، چې فونټيکي ځانګړنو ته په کتو يې باید د واولونو په کتار کې دننه کړل شي.
ما د خپلې دې څېړنې لپاره د پوهاند صديق الله رښتین د واونو(و) وېش اساس ګرځولی. چې د دې مقالې په بشپړه بڼه کې مې د رښتین صيب د کار لنډه یادونه کړې ده. که څه هم دا د واولونو په برخه کې، چې رښتين صيب (کومکي غږونه) یاد کړي، بشپړ کار نهدی او نيمګړتیا لري، ځکه کومکي غږونه يې پر تورو او حرکتونو وېشلي او بیا هره برخه بشپړه شوې هم نهده، د بحث وړ ده؛ خو د پښتو ګرامر په برخه کې يې د نویو بحثونو لپاره خورا ښه سرچینه ګڼلی شو. لکه څرنګه چې د پښتو واولونو په برخه کې زما د دې کار لپاره هم يوه مهمه او ګټوره سرچینه وګرځېدله.
پوهاند رښتین(۱۳۴۱ل) کومکي غږونه په (ژبښودنه) کې په دوه ډوله وېشلي، لومړی يې حرکتونه او دویم ډول يې توري دي. په حرکتونو کې (زور، زورکی، زېر، او پېښ) او په تورو کې (الف، و، ی، ه) یادوي. د دې حرکتونو او تورو په اړه(پرته له [و] څخه) په تېرو خبرو کې بحث شوی، زه مستقيمن خپل اوسني بحث ته راځم، چې لومړی د نوموړي عالم د پښتو واونو(و) په اړه چې کومه وېشنه کړې، دلته يې راوړم:
الف ـ نرم واو: چې پوست او نرم ويل کېږي او د مخه توری يې زور لري. لکه: پلو، لو، کنډو.
ب ـ څرګند واو: چې د مخه توری يې څرګند او دروند پېښ لري. لکه: کچالو، چاکو، تالو.
ج ـ اوږد واو: چې اوږد او نرم ویل کېږي او د مخه توری يې اوږد پېښ لري. لکه: پښتو، زانګو، پيشو، اور، کور، خور، مور.
د ـ کوچنی واو: چې د مخه توری يې سپک لنډ پېښ ولري. لکه: لومړی، تاسو، وشو، پوښتنه. (۳مخ)
که څه هم رښتین صيب په دې اړه نوره تشریح نهده ورکړې، يوازې همدومره چې په نومونو او بېلګو کې يې خورا دقیقه یادونه کړې ده؛ خو لکه څنګه، چې پکار ده وروسته پرې نورو ژبپوهانو هم کوم ژور تحلیل نهدی کړی او د پښتو ژبې په غږیز سېستم کې يې يوازې له درېو لومړيو واونو څخه یادونه او تشريح کړې ده.
مخکې لهدې څخه چې د دغو واونو(و) په اړه خپله توضیح ورکړم، دغه خبره په سر کې د يادولو وړ ده، چې پوهاند صيب رښتین د دغو واونو(و) په یادولو کې کړې ده، دا ده چې هر واو(و) يې د هغوی د مخکني غږ پر اساس یاد کړی دی، حال دا چې پرته له ځينو وختونو، چې يو غږ له بل مخکني يا وروستني غږ څخه اغېزمن شي او د همغه غږ يوه ځانګړنه د دويمي جوړښت په نوم غوره کړي، نور هر وخت هر غږ خپله ځان ته خپلواک دريځ لري او په تشریح کې يې هم باید يوازې د خپلو اصلي ځانګړنو له مخې یادونه وشي. دغه خبره راوروسته ځينې نور استادان هم همدغسې کټ ـ مټ پهدې برخه کې تشریح کوي، چې باید پام ورته وشي.
اوس راځم د هر واو لنډه تشریح کوم:
۱- لومړی واو(نرم واو) دی. موږ يې د غږونو په ډلبندۍ کې د نیمواکو غږونو(سیمي واول) په ډله کې راولو، چې همدغه واو، کله د واول او کله د کانسوننټ ځانګړنه خپلوي. که څه هم د نيمواکو غږونو په اړه تر اوسه ژبپوهان په يو نظر نهدي، ځينې يې د شتون تاييد کوي، ځينې وايي چې ځان ته جلا غږونه دي او ځينې بيا همداسې وایي، چې د واول او کانسوننټ تر منځ ګډ غږونه دي؛ نو پر همدې اساس باید ورته نیمواک غږونه وویل شي او هغه غږونه دي، چې د صرفي چاپيریال د اغېز له مخې کله واول او کله کانسوننټ کېږي. یعنې د تولید په وخت کې د ژبې عضله په هغه حالت کې وي، چې لوړ واولونه توليدېږي. که تالو ته ډېره نږدې شوه او د هوا مجرا زیاته تنګه شوه؛ نو کانسوننټ بلل کېږي؛ خو که لرې پاتې شوه، د خپلواکو غږونو په ډله کې حسابيږي.
دا خبره نوره هم واضح کوم، کله چې دغه واو(نرم واو) له واولونو څخه وروسته مسلسل په يوه څپه کې راشي، د واول ځانګړنه اخلي، د يو خپلواک غږ په ډول ادا کېږي او ديفتانګ غبرګغږ جوړوي. همدارنګه که له واولونو څخه مخکې راشي، يا هم که له والونو څخه وروسته هم وي؛ خو چې سېلاب يې په منځ کې بېل شوی وي، په هغه وخت کې د يو بېواک غږ(کانسوننټ) ځانګړنه اخلي او په بېواکه ډله کې حسابيږي. پر همدې اساس هم په نړیواله فونټيکه الفبا کې ورته د (w) ګرافیم ټاکل شوی دی.
لکه د لو، کټو، کنډو، پلو په کلمو کې واول رنګه او د ولور، اواز په کلمو کې کانسوننټ ګڼل کېږي.
۲- دویم واو(څرګند واو) دی. دا هغه واو دی، چې د پښتو د خپلواکو غږونو په کتار کې د لنډ واو په نوم هم یادېږي. او پهدې خبره ټول ژبپوهان متفق دي. په (u) توري ښودل کېږي.
۳- درېیم واو(اوږد واو) دی. دغه غږ هم د پښتو د خپلواکو غږونو په ډله کې يو منل شوی غږ دی، چې ټولو ژبپوهانو پرې اتفاق کړی دی. ګرافیم يې (o) دی.
۴ـ څلورم واو(کوچنی واو) دی. دغه واو ژبپوهانو له نظره غورځولی دی. په داسې حال کې، چې په خپلواکه توګه ځانته غږیز موقیعت او د واولونو تشریح اصول لري. ما چې څومره مطالعه کړې ده، پرته له رښتین صيب، چې هغه هم پهدې برخه کې ډېره توضیح نهده ورکړې، بل چا هم یاد کړی نهدی، که یاد کړی یې هم دی، همغه د رښتین صيب په اندازه یې ترې یادونه کړې ده؛ خو دا چې باید پېژندنې ته يې دوام ورکړل شي او بالاخره د پښتو غږونو په يو ډول پورې وتړل شي، چا یې په اړه دا کار نهدی کړی.
د دغه واو(کوچنی واو) په اړه، چې ما مطالعه وکړه، په پښتو ژبه کې ځانته يو خپلواک غږ دی. داسې غږ دی، چې نه د لنډ واو(څرګند واو) په اندازه ډېر لنډ او نه د اوږد واو په اندازه ډېر اوږد ادا کېږي، بلکې دا غږ د دواړو تر منځ حالت غوره کوي. زه يې د لا څرګندتیا لپاره په لاندې جدول کې ښيم:
(۱) جدول: په نړيوال فونټيک جدول کې د پښتو اتم او ټول واولونه
په دې جدول کې یې نور هم دقيق ګورو، چې د ژبې د افقي حرکت له مخې وروستنیو غږونو ته نږدې دی، همدارنګه په عمودي حرکت کې پورتنیو غږونو ته نږدې دی، چې خوله پکې هم نسبتن بنده نيول کېږي. د شونډو بڼه ګرده او د ژامې وضيعت پکې ټينګيږي. او یا (( u اصلي واول ته تر ټولو نږدې دی؛ خو داسې ښکاري، چې تر هغه نسبتن ډېر خلاص او مرکز ته نږدې دی))(روچ، ؟، ۱۶مخ)
د خپلواکو غږونو د ځانګړنو له مخې يې چې کله عمومي تشریح کوو؛ نو د ژبې د عمودي حرکت له مخې پورتنی، د افقي حرکت له مخې وروستنی، د شونډو د بڼې له مخې ګرد او د ژامې د ضيعت له مخې ټینګ خپلواک غږ(واول) دی. د کلمو په منځ او پای کې راځي. لکه د لومړی(l℧mray) او تاسو(tas℧) په کلمو کې يې يادولی شو. نورې بېلګې يې لکه هغو، وشو، پوښتنه، دوی، هغوی او داسې نور.
يوه بله خبره چې زما پام ورته واوښت، لکه څنګه چې ځينې ژبپوهانو پر پورتنیو ۷ واولونو دوه نور غږونه(زېر او پېښ) د دخيلو کلمو لپاره ورزیات کړي ول، د منلو وړ نهده، ځکه دغه غږونه په دخیلو کلمو کې دي او دا چې دخيلي کلمې له نورو ژبو راغلي؛ نو طبعن غږونه يې هم پښتو نهدي. اړتیا نهشته چې د پښتو ژبې په خپل غږیز جوړښت کې يې پهدې دليل ورزیات کړو. خو يو تصادف دا دی، چې د (پېښ) غږ په پښتو ژبه کې له همدې کوچني واو سره بېخي يو شان دی او بیا ښه دا چې دغه غږ د پښتو ژبې په اصلي کلمو کې شته؛ نو زما د دې څېړنې قوت نور هم زیاتوي او نوموړی غږ د پښتو ژبې د اتم واول په توګه تصديقوي.
په پای کې د وړاندیزونو په توګه یادونه کوم، لومړی دا چې دغه غږ په همدې نوم(کوچنی واو) او يا د (منځني واو) په نوم د پښتو ژبې د واولونو په کتار کې د اتم واول په توګه یاد شي او دویم دا چې د دغه غږ لپاره په نړيواله فونټيکه الفبا کې نسبتن پېچلی ګرافیم ټاکل شوی، چې هم په ټايپ او هم د قلم پهواسطه ليکلو کې ستونزمن تماميږي؛ نو د (پېښ) لپاره چې کوم ګرافیم ټاکل شوی و، همغه(û) دې دغه غږ(کوچني واو) ته وټاکل شي، چې هم يې ليکل او ټايپ کول اسانه تماميږي او هم عامه بڼه لري، ځکه له (لنډ واو – u) سره نږدې په لږ توپير لیکل کېږي.
اخځلیکونه
ـ رښتین، صديق الله.(۱۳۹۵ل). ژبښودنه(پښتو ګرامر) ـ درېيم چاپ. ننګرهار: ګودر کتاب خپرنځی.
ـ کريستال، ډيويډ.(۱۳۹۳ل). زبان چګونه کار میکند. ژباړن: علی ربیع. تهران: نشر علمي.
_ Roach, Peter. (?). English Phonetics and Phonology (Third Edition). (?)
یادونه: د دې مقالې په بشپړه او معیاري جوړښت کې نور سرليکونه او ماخذونه هم شته. دا یې رالنډ شوی شکل او نچوړ دی.
سلامونه،
روکی یوسفزی صاحب عزیزالدين ته چې د بلخ پوهنتون کښې ځوان کدر دی ، د خوژې پښتو ژبې د غږیزو تورو (واولز) په لړ کې د اتم توري کشفولو مبارکي وایم. دا هڅې ې ستایم او د لا ډیرو بریو په هیلو ېې.
همدارنګه له نوموړو ژبپوهانو لکه هوتک معصوم ساب، زیار بابا،غضنفر استاذ، ډاکټر ښکلی، ډاکټر س.اصغر هاشمي صیب …ا.د.ن. نه خواهش یا هیله کوم په دې اړه خپل نظرونه څرګند او ځوان عزیزالدین روکی تشویق کړي.
..و من الله التوفیق..