جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+نامتو هندۍ لیکواله ارونداتي روی د خاطرو کتاب خپروي

نامتو هندۍ لیکواله ارونداتي روی د خاطرو کتاب خپروي

تاند- د بوکر (Booker) جایزې ګټونکې هندۍ لیکواله سوزانا ارونداتي روی (Suzanna Arundhati Roy) به د راتلونکي کال تر سنبلې پورې د خپلو خاطرو لومړی کتاب، چې د خپلې مور له مړینې څخه په الهام یې کښلي، خپور کړي.

دا کتاب به، چې “مور مري مې راځي” نومېږي، د هیمیش هیملټن خپروندویې ټولنې له لوري چاپ شي، او له خپلې مور سره د ارونداتي روی پر پېچلیو اړیکو او له ماشومتوب څخه تراوسه پورې د دې پر ژوند تمرکز لري.

ارونداتي روی، چې تر ډېره د خپل ناول “د کوچنیو شیانو خدای” (The God of Small Things) (د چاپ کال ۱۹۹۷) په خاطر مشهوره شوې، په یوه بیان کې وویل چې پر دې کتاب یې د ۱۴۰۱ کال له سنبلې میاشتې او د خپلې مور، مري روی له مړینې وروسته کار پیل کړی دی.

ارونداتي روی خپله مور مري ته د یوې داسي زوړه ورې او حیرانوونکې ښځې په سترګه ګوري چې دې په خپل ټول ژوند کې لیدلې ده.

اغلې روی وایي، خپل ټول وخت یې د دغه کتاب لیکلو ته ځانګړی کړی دی. دې زیاته کړه: “ښايي زما د مور په څیر یوه مور زما په څیر د لیکوالې لور مستحقه وه. او ښایي زما په څیر یوه لیکواله د هغې په څیر د مور مستحقه وي. “

میرمن روی همداراز لیکلي، “په دې خواشینې یم چې بې موره شوې یم خو د یوې لیکوالې په توګه تر دې ډېره په دې غمجنه یم چې جذابه موضوع مې له لاسه ورکړې ده.”

د هیمیش هیملټن خپروندویې ټولنې رییس سیمون پراسر، د روی د خاطرو کتاب، چې د هغې د ژوند بېلابېل اړخونه او لیکنې پکې رانغښتل شوي، حیرانوونکی بللی دی.

د ښاغلي پراسر په وینا، دا اثر د ارونداتي روی په شان الهام بخښونکی دی او “د افراط تر حده له صداقته ډک دی، ځینې وختونه خندوونکی او په عین حال کې ژور اغېزناک دی.”

روی، چې مخکې یې په ۱۹۹۷ کې د خپل ناول د «کوچنیو شیانو خدای» لپاره د بوکر جایزه ګټلې، په وروستیو کلونو کې د خپلو سیاسي او ټولنیز فعالیتونو په خاطر هم پیژندل شوې. دا په هند کې د نریندرا مودي د حکومت کلکه منتقده ده او په ځلونو یې د حکومت پر هغو قوانینو نیوکه کړې چې اقلیتونه په نخښه کوي.

ارونداتي روی په وروستیو کې د پین پینټر جایزه هم وګټله. دا جایزه هغو لیکوالانو ته ورکول کیږي چې د فقید ډرامه لیکوال هارولډ پینټر په وینا، د نړۍ په اړه یې هوډ نه بدلېدونکی دی.

دا اعلان دوې اوونۍ وروسته له هغه وشو چې هندي چارواکو د هغو څرګندونو په خاطر د روی د قضايي تعقیب امر صادر کړ چې هغې ۱۴ کاله وړاندې د کشمیر په اړه کړې وې.

روی په ۲۰۱۰ کال کې په یوه غونډه کې ویلي و چې د لانجمن کشمېر سیمه هیڅکله د هند نه بېلېدونکې برخه نه وه. هند، کشمیر د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي. دا څرګندونې د دې سبب شوې چې اغلې روی د هند د تروریستي ضد قوانینو له مخې له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.

په ځواب کې یې د هند سلګونو اکاډیمیکو شخصیتونو، د پوهنتونونو استادانو، فعالانو او خبریالانو یو پرانیستی لیک لاسلیک کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د میرمن روی د محاکمې پریکړه بیرته واخلي.

د هند د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون (UAPA)، چې پر اساس یې د تعقیب اجازه ورکول کېږي، په دې خاطر بدنام دی چې که څوک پر دې اساس ونیول شي، په اسانه یې ضمانت هم نه منل کېږي او ډیری وختونه تورن تر محاکمه کېدو مخکې په کلونو زندان تېروي.

منتقدان دا قانون غیر قانوني او غیر دیموکراتیک بولي او په دې باور دي چې د نریندرا مودي حکومت له دې قانون څخه د خپلو منتقدانو د غلي کولو لپاره کار اخلي.

مېرمن روی پر بوکر جایزې سربېره د غوره سناریو د لیکلو په خاطر د ملي فلم جایزه (۱۹۸۸)، د سیډني د سولې جایزه (۲۰۰۴)، ارویل ایوراډ (۲۰۰۴)، نورمان میلر جایزه (۲۰۱۱) او پین پینټر جایزه (۲۰۲۴) اخیستي دي.

روی په ۱۹۷۸ کې له «ګیرارد دا کونها» سره واده وکړ، په ۱۹۸۲ کې سره جلا شول، دوه کاله وروسته یې له پارادیپ کریشین سره واده وکړ.

دا د ۱۹۶۱ د نوومبر په ۲۴ مه د اسام ایالت، چې اوس میغالایا بلل کېږي، په شیلونګ کې زېږېدلې ده. پلار یې په خټه بنګالی او د چای کروندګر و خو مور یې سوریه الاصله عیسوۍ وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب