Home+په درو کې د یوې برخې ماشومانو د لیري نظر کمزوری دی

په درو کې د یوې برخې ماشومانو د لیري نظر کمزوری دی

تاند – د یوې نوې څیړنې پر اساس، په ۲۰۲۳ کې د نړۍ له درېیمې برخې څخه ډیرو ماشومانو د لیري نظر کمزوری وو، او دا اندازه به تر ۲۰۵۰ پورې کابو ۴۰ سلنې ته ورسیږي.

مایوپیا هغو حالتونو ته ویل کېږي چې نژدې شیان د یو چا سترګو ته روښانه ښکاري، مګر لیرې شیان تت ښکاري.

د څیړنې د پایلو له مخې، چې د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۴، د بریتانیا د سترګو ناروغۍ ژورنال کې خپره شوې، په تیرو ۳۰ کلونو کې د ماشومانو او ځوانانو په منځ کې د مایوپیا په خپریدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په ۱۹۹۰ کې دا شمېر ۲۴ سلنه و خو په ۲۰۲۳ کې ۳۶ سلنې ته لوړ شوی دی.

د چین په ګوانګجو ښار کې د سن یاتشینګ پوهنتون څېړونکو د شپږو براعظمونو په ۵۰ هېوادونو کې له ۵.۴ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو او ځوانانو د ۲۷۶ څېړنو پایلې تحلیل کړي دي.

دا ستونزه په جاپان، جنوبي کوریا، سینګاپور او چین کې لا زیاته ده. په جاپان کې د ۸۶ سلنه او په جنوبي کوریا کې د ۷ سلنه ماشومانو د لیري نظر کمزوری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...