Homeخبرونهپاکستان کې د پولیسو پر مرکز چاودنې ۱۵ تنه ټپيان کړي

پاکستان کې د پولیسو پر مرکز چاودنې ۱۵ تنه ټپيان کړي

تاند ( جمعه ـ د میزان ۶مه) د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه افسر ازادي رادیو ته ویلي، چې چاودنه پنجشنبه ماښام د صوابۍ د پولیسو په سلاکوټ کې شوې ده.

یوه بل پولیس افسر بیا ویلي چې د ټپیانو شمیر ښایي تر ۳۰ لوړ وي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په دفتر کې په دوو چاودنو کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او هره ورځ ترې د چاودنو راپورونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...