Homeخبرونهننګرهار کې سیلابونو ۲۳ تنه مړه او ژوبل کړل

ننګرهار کې سیلابونو ۲۳ تنه مړه او ژوبل کړل

تاند ( جمعه ـ د میزان ۶مه) د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د اورښتونو له کبله سېلابونو راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د خبر له.مخې دا سیلابونه نن سهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي آباد، جنت خان، قلعه ټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کې د ډېرو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ۳ مړه شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د سرچینې د خبر له مخې په دې سیلابونو کې تر ۱۵۰ کورونه په بشپړ او قسمي ډول تخریب شوي دي.

دغه راز په یاده سیمه کې د مروارید کانال هم د سېلاب له کبله تخریب او شلېدلی، چې اوبو یې کهنه ده کلی زیانمن کړی دی.

په دې وروستیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله په افغانستان کې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

تر دې وړاندې هم د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د بارانونو له امله د سیلابونو شاهده وه چې له امله یې د ځاني زیان ترڅنګ لسګونه کورونه ويجاړ کړي وو.

1 COMMENT

  1. لطفا په عنوان کې د مړو او زخمیانو شمېر مه سره یوځای کوئ. هسې هم نیم افغانان په ذهني ناروغیو اخته دي. تاسو خدمت کوئ، کور مو ودان، خو د خدمت تر څنګ د خلکو په کونه سوټی مه ور مندئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...