جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپه لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) په لندن کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ وروسته له هغه وتړل شو چې په کابل کې د طالبانو رژیم د پخواني حکومت له ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره اړیکې پرې کړې او د بریتانیا په شمول یې په څه باندې لسو هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه بې اعتباره اعلان کړل.

د فرانس پریس خبري اژانس یوه خبریال په لندن کې د افغانستان د قونسلګرۍ په دروازه کې یو یادښت ولید چې پرې لیکل شوي: “د افغانستان د جمهوریت سفارت تړل شوی دی.”

په دروازه کې څوک نه شته چې چا ته ځواب ورکړي، مګر د افغانستان ملي بیرغ لاهم د سفارت پر ودانۍ رپېږي.

په بریتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د روانې میاشتې په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې سفارت به “د کوربه هېواد په رسمي غوښتنه” د سپتمبر په ۲۷مه وتړي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو او پراختیا ادارې (FCDO) دا ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان د سفارت په بندېدو کې یې رول درلود.

د بریتانیا د حکومت یوه ویندوی وویل: «دا پریکړه د بریتانیا د حکومت له خوا نه وه شوې، “د افغانستان دولت پریکړه وکړه چې په لندن کې د افغانستان سفارت وتړي او خپل کارکوونکي له دندې ګوښه کړي.

«موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو او هغو خلکو ته چې ډېره اړتیا ورته لرو بشري مرستې چمتو کوو.”»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا په لندن کې به د افغانستان نوی سفیر ومنل شي که نه.

بریتانیا د طالبانو حکومت مشروع نه بولي او له دغه هېواد سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

خو د متحدو ایالتونو او اروپایي اتحادیې په همغږۍ، لندن دا مني چې “د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره د عملي تعامل لپاره هیڅ بدیل نشته.”

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت دا مهال په دوحه کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب