جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+یوولسم د اکتوبر، د پښتون انقلاب پیلامه! | غلام جیلاني ځواک

یوولسم د اکتوبر، د پښتون انقلاب پیلامه! | غلام جیلاني ځواک

د پاکستان تاریخ په حقیقت کې د پښتون وژنې تاریخ دی، 1948 د اګست په دولسمه، یانې د پاکستان دجوړیدولومړۍ کلیزې نه یواځې دوه ورځې دمخه، د بابړې په سیمه کې د خدای خدمت ګارانو په یو سوله ییز لاریون د پاکستان پوځ ډزې وکړې، په پنځه څلویښت دقیقو کې یې1300 کسان و وژل او همدومره ټپیا ن شول.

د وخت فرعون قیوم خان بیا د پاکستان پارلمان ته وویل، پوځ سره کارتوس ختم شول که نه ټول مې وژل.

یانې پاکستان د خپل ناښاده زیږون سره سم پښتون وژنه پیل کړه.

د پاکستان د ژوند دوام سره د پښتنو  وژل، بندیانول، د جایداونو مصادره د پښتنو په طبیعي سرچینو ولکه او د غلام په توګه د پښتون ساتلو هم دوام وکړ او  تر اوسه همدا حالت روان دی، د خړ کمر پیښه یې یوه بله بیلګه ده.

پښتونخوا او بلوچستان  ته تل پنجاب د یوې مستعمرې په نظر کتلي. حقیقت دا دی انګریزانو چې د پاکستان په نوم کوم ملک جوړ کړ، دلته ټول واک او اختیار د پنجاب سره دی او د پنجاب واک د نړیوالو استعمار سره.

پاکستان جوړ شوی په همدې هدف دی چې دلته دغربي استعمار د ګټو ساتندوی وي

هغه څه چې دردونکي دي، پښتانه نه یواځې دا چې خپل واک او اختیار د لاسه ورکړی ، بلکې پنجابی فاشیزم سره د نړیوال استعمار د معاملو  قرباني هم همدوۍ دي،

ګټه پنجابی فاشیزم اخلی او وژل کیږي لر او بر افغانان. له افغان جهاده نیولې   بیا تر طالب او داعشه!

 همدا تړاو دی چې بوش او مشرف منلی وه  د کرښې یو خوا به امریکا پښتانه وژني او د کرښې بله خوا به مشرف.

پښتون وژنه او پښتون غلام ساتل د پاکستان او نړیوال استعمار د ګټو  سره تړلې خبره ده،

خو اوس پښتانه ویښ شوی، اوس پښتانه په دې “اړیکه“ پوه شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د همدې ویښتیا او شعور زیږنده ده، اوس د پښتونخوا خلک په دې پوهيدلي چې پاکستان څه لوبه روانه کړې او دا چې دوي محض د دې لوبي قربانيان دي،

منظور دا وضعيت په يوه جمله کې خلاصه کړی؛

 نور د پاکستان ظالم دولت سره ګزاره نه کيږي،

د ګيله من جنازې او د بنو دخلکو پاڅون وښوده چې نور خلک د انفجار مرحلې ته رسيدلي، هغه مرحله چې که درسته رهبري شي يو ستر انقلاب ترې زيږيدی شي،

 پښتون انقلاب!

یوولسم د اکتوبر کیدای شي د پښتون انقلاب دپیل ورځ وي.

البته دا به خام خیالي وي چې فکر وکړو نن انقلاب پیل شو او سبا به بریا ته رسیږي، دا یو اوږد، ستونزمن، په سوزنده دښته، په اغزو ابله پښې مزل دی.

افغانستان  له بده مرغه د طالب په لاس یرغمل دی او طالب د اکوړې او حقاني مدرسې په جیب کې پروت دی او دا مدرسې بیا د ISI  په لاس کې دي، نو نن سبا کابل که بد ونه رسي ښه نشي رسولی.

په دې مبارزه کې پښتانه اوس بالکل یواځې او تک تنها دي. هیڅ څوک یې ملاتړ نشته.

کاش افغانستان کې يو قوي، خپلواکه اوپه ملي روحيه سمبال حکومت وی،

دلته جګړه او ناامني د روسی، چین او امریکا د سیالیو نتیجه ده، دا لوبه روانه کړې امریکا ده، امریکا چین او روسیې سره دسیالۍ په پار دا سیمه نا ارامه غواړي  خو امریکا دا کار د پاکستان په مټ کوي، له بده مرغه چین او روسیه هم پاکستان سره نژدې دي، پاکستان چین ته باور ورکړی دلته نا ارامي او د پښتون ناسیونالیزم خوځښت د سی پیک مخنیوۍ په خاطر ملاتړ کیږی، نو دلته ټول ملاتړ د پنجابي فاشیزم سره دی او ټوله دښمني پښتنو سره.

دا وضعيت د روسې چين او امريکا له سياليو زيږيدلی، په دې کړکيچ کې د دوی د مداخلې څرنګوالی هم ډير اهميت لري،

پښتون جرګه باید چین، روسیې او امریکا ته واضح او څرګند پیغام ورکړي چې پښتانه یواځې خپله خپلواکي او خپل حقوق غواړي، نه چین سره کومه دښمني لري او نه امریکا سره

جرګه باید لر او بر افغانانو ته خپل منزل او هدف وټاکي، همداسې ویشل شوي پاتې کیږو نیم د پان ایرانیزم اغیز تر لاندې او نیم د پنجابیزم تر اغیز لاندې.

او که یو کیږو، یو موټی کیږو او د یو ملت په شان هسک سر ژوند کوو،

لر او بر پښتون که امن کې وو ټوله سیمه به امن وی، خپلواکه، متحد او سوله ییز پښتون دولت دټولې سیمې د امن او ثبات تضمین دي

  دې ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره زه کلک باور لرم چې  د پښتون ژغورنې غورځنک مشرتابه دا درايت وړتيا او پوهه لري چې د خلکو دا کرکه او نفرت د پاکستان په وړاندې په يو بشپړ تمام عيار بغاوت واړوي،

هغه مقدس بغاوت چې ملتونه د ازادۍ تر منزله رسوي. تر اوسه خو منظور ښودلې  درهبرۍ وړتيالري، هغه عزم، هغه حوصله، درایت او هوښیارتیا لري چې د نن تپ تورتم کې افغان ملت ته یو بل څراغ شي او د ازادۍ کاروان له ټولو کږلیچونو او مخ ځوړیو په بریا تر هدفه ورسوي.

خو اوس هم ویریږم  پښتانه لا اوس هم یو فکر یو موټی نه دي. کاشکې په دې مرحله کې ټول افغانان له منظور پشتین نه ملاتړ وکړي،

ډاريږم د پاکستان حکومت دا حرکت دپښتونخوا  د ځینو فاسد شويو پښتون مشرانو  په مرسته خنثی نکړي،  ښایی ځینې پښتنانه مشران په دې منحرف کړي چې د منظور بریا به د دوی مشرتابه ترسوال لاندې راولي د پښتون د مشرۍ پګړۍ به یې له سره وغورځیږی، ځنی کسان کیداسی شی پنجابی سټبلشمنټ ته یې سترګې ټیټی وی، مالی او اخلاقي ککړتیا ولري ، مجبور به وی د دښمن په لاس کې ولوبیږی،

ډاریږم جرګه همداسې کسان سبوتاژ نکړي،

البته دا جرګه پښتنو مشرانو ته یو استثنایی فرصت هم دي، که دلته دوی د قام په ننګ ودریدل، پښتون به و ژغورل شی، ازاد به شي، هیواد به شي ،

او دوی به د تاریخ اتلان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب