جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپه ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو جګړه نښتې

په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو جګړه نښتې

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) په ننګرهار کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګوشته ولسوالي کې د ډیورند پر کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن بیا نښتې شوي دي.

له ګوښتې څخه جلال اباد ته تللیو کسانو رسنیو ته ویلي نښته لومړی پرون پیل شوه خو وروسته کراره شوه خو له نن سهاره بیا د کرښې له اوږدو څخه د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

د پاکستان او طالبانو حکومتونو تراوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د چهارشنبې په ورځ هم له ګوشتې ولسوالۍ څخه د نښتو خبرونه ورکړل شوي وو.

تر دې وړاندې د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ د دواړو خواوو ترمنځ څو ځلې نښتې وشوې او ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي چارواکو په قول د هغو دلیل د طالبانو له لوري کرښې ته نژدې د پوستو د جوړولو پر سر اختلاف بللی وو.

په عین حال کې ځینې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د افغان طالبانو ځینې پوله ساتي یونیفورم نه اغوندي او دوی د طالبانو پوله ساتي د ټي ټي پي له غړیو سره نه شي پېژندلی او له دې کبله د دواړو خواوو ترمنځ نښتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی