شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

  (څلورمه برخه)

     ۱۰ – د ورسای تړون (Treaty of Versailles): دغه تړون د لومړۍ نړیوالۍ جگړې له پای ته رسیدو سره د ۱۹۱۹ د جولای د میاشتې په ۲۸ نیټه د پاریس په ورسای ماڼۍ کې د ۳۲ هیوادونو ؛ د استازو تر منځ لاسلیک شو .

   د دې معاهدې له مخې جرمني د لومړۍ نړیوالې جگړې پړ وبلل شو. د دغه تړون موضوعات دا ول:

 –  د لومړۍ نړیوالې جگړې مسوولیت ټول د جرمني په غاړه شو، او دا هیواد باید د جگړې تاوان پرې کړي؛

 –  جرمني باید اتحادي ممالکو ته ۳۳ میلیارده ډالره تاوان ورکړي؛

 – د جرمني پوځي ځواک باید راټیټ کړای شي؛ د تړون له مخې برسیره پر دې چي جرمني باید له پیاوړي هوایي او‌سمندري ځواک څخه محروم شي، د ځمکنیو قواوو شمیر یې هم سل زرو تنو ته محدود شو؛

 – جرمني په اروپا کې د خپلې خاورې ځینې برخې له لاسه ورکړې او له اروپا څخه بهر یې هم خپل مستعمرات له لاسه ورکړل؛

 – د جرمني پاچا دویم ولیم؛ د هغو تعهداتو او اخلاقي اصولو په ماتولو‌ تورن وپیژندل شو؛ او  د محاکمې غوښتنه یې وشوه؛ خو هغه هالند ته وتښتید او د هغه هیواد پاچا پناه ورکړه؛

 – د دغه تړون له مخې په لومړي ځل نړیوال شموله سازمان د ملتونو ټولنه؛ په دې موخه رامنځته شوه چې د جگړې مخه ونیسي او د سولې لپاره هڅه وکړي.

   ۱۱ – د سنت جرمن تړون (Treaty Of SantGerman):

 دغه تړون هم د لومړۍ نړیوالې جگړې په پای کې د اتریش د نوي تاسیس شوي هیواد او په جگړې کې د بریالي اتحاد تر منځ د ۱۹۱۹ کال د دسمبر په لسمه نیټه لاسلیک شو .

له دغه تړون سره سم دغه ټکي په توافقي بڼه رامنځ ته شول:

 – د هنگري – اتریش د امپراتورۍ اضمحلال؛

 – د هنگري اتریش د امپراتورۍ د ړنگیدو په پایله کې د دغو هیوادونو رامنځ ته کیدل: د اتریش جمهوریت، یوگوسلاویا، هنگری او چکوسلواکیا؛

 – د اتریش پر پوځی جوړښت د محدودیت رامنځ ته کول؛

 – د اتریش او  جرمني تر منځ پر اتحاد بندیز؛ او

– د ملتونو د ټولنې پر رامنځ ته کولو باندې بیا ټینگار .

۱۲ – د تریانون تړون (Treaty of Trianon): دغه تړون هم د لومړۍ نړیوالې جگړې په پای کې د ۱۹۱۹ کال د جون په څلورمه نیټه؛ د اتحادي هیوادونو او هنگري ترمنځ لاسلیک شو. په دغه تړون گڼ شمیر هیوادونو ونډه درلوده، چې مسوده یې د امریکا، فرانسې، ایټالیا او جاپان له خوا ترتیب شوه او وروسته بیا کیوبا، چین، یونان، نیکاراگوا، پاناما، پولنډ، پرتگال، رومانیا، سیام او چکوسلواکیا هم خپل شرایط ور زیات کړل.

 د دغه تړون موافقت دا ول:

 – د دغه تړون له مخې مجارستان چي د هنگري اتریش د امپراتورۍ یوه برخه وه خپله ۷۰ سلنه خاوره له لاسه ورکړه ؛

 – سلواکیا، چک ته ورکړ شوه، کرویشیا او سلوانیا یوگوسلاویا ته؛

 – د مجارانو د خاورې ځینې برخې پولند او اتریش ته ورکړل شوې؛

  – د دغه تړون له مخې هنگري د هوایي ځواک له درلودو محروم شو؛ او د پوځ شمیر یې ۳۵ زرو ته محدود شو؛ او

 – هنگري هم د نورو ماتي خوړلو هیوادونو په څیر؛ د جگړې د غراماتو  په ورکړې مکلف شو .

  (نور بیا )

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن په هکله تړونونه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب