Homeادبشعرد الضحی د مبارکې سورې یو تأثر / نجیب منلی

د الضحی د مبارکې سورې یو تأثر / نجیب منلی

پر سهار

او بیا پر شپې چې را خپره شي

ته دې یار نه یې هېر کړی نه له تا نه ګیله من دی

ستا وروستی وخت به تر وړاندې لا هم ښه وي

ښه سوغات به در ته درکړي، پرې به خوښ شې

یاد دې نه دي چې بې کسه ورته راغلی، نو یې خپل کړې؟

چې لار نه وه در څرګنده ستا لارښود شو

چې خواري درباندې راغله شته یې درکړل.

که یتیم باندې ورپېښ شوې مه قهرېږه

دروېزګرو ته ترخې خبرې مه کړه

تل د خپل یار پېرزوینې یاد کې ساته

د ۱۴۳۴ د روژې ۲۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...