پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبدوې ادبي ټوټې/ لیکوال: بختیار تلاش

دوې ادبي ټوټې/ لیکوال: بختیار تلاش

فلسفه:

نن مې د روان کال وروستی فصل وګاڼه، راغلم او ستا د وجود سایې ته مې خپله ستړيا دمه کړه، څو شېبې کېناستم، پاڅېدم، ته مې د خپل وروستي لېونتوب په غېږ کې ونیولې، خو حیران په دې یم، چې زه او ته دې خلکو ته ولې بل ډول ښکارو؟

پوه شوم، دوی ښايي د ژوند په دې فلسفه نه وي پوی، چې روح هر ماښام خپل تن په غېږ کې نیسي.

ـــــــــــــــــــــــ

توپیر:

نن بیا د هغو لالهندو شپو څخه یوه داسې شپه ده، چې بالښت مې په اوښکو لوند دی او کتابچه مې له ډېرې ژړا پر ځان لیکل نه پرېدي.

نن مې بیا له ځانه لاسونه راچاپېر کړل او ځان مې د دې نړۍ له ټولو ژوندیو موجوداتو څخه ناکام او د امیدونو د ښار نړېدلی موجود احساس کړ.

زه مات یم، ته نه یې، زه هماغه یم، خو ته هاغه نه یې پاتې، بس لوی توپیر مو همدا دی، چې ته لکه د کال د څلورو فصلونو په شان تغیرېدونکې یې، په ځېنو انسانانو کې له دې عادته سخت ځورېږم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...