پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادباجمل ښکلی (Structuralism) رغښتواله

اجمل ښکلی (Structuralism) رغښتواله

رغښتواله د شلمې پېړۍ د کره کتنې مشهور مکتب دی، چې په ادب کې يې انقلاب راووست.

د رغښتوالې بنسټګر مشهور سويسی عالم فرديناند دوسوسور نومېږي. دوسوسور په ژبپوهنه کې دا فکر پلی کړ؛ خو وروسته يې ټولنپوهې، ادب، ارواپوهې او… ته هم مخه کړه.

فرديناند د تاريخي ژبپوهنې(فلالوژۍ) ډېر لوست د دې ژبپوهنې نيمګړتياوو ته ځير کړ، نو يې مخالفت ته مټې راونغښتې. ويې ويل چې ژبه که په هر مهال کې وي، بشپړه ده، د تاريخ لوست ته يې اړتيا نشته، بلکې تاريخ د ژبې په تفهيم کې مزاحمت کوي. د فرديناند په وينا، خلک چې خبرې کوي، د کلمو او جوړښتونو په تاريخي تسلسل پسې سر نه ګرځوي، چې مثلا: يو څوک پر پښتو غږېږي او بيا يې ذهن د دې کلمې تاريخ ته لاړ شي، چې اوستا کې ورته پرشو ويل شوې او که ذهن يې لاړ هم شي؛ نو په خبرو کې يې ځنډ يا ګډوډي راځي، ځکه فرديناند وايي، چي تاريخ د ګړېدا په بهير کې مزاحمت کوي. نوموړی وايي، چې د ژبپوهنې کار دا پوښتنه ځوابوي، چي ژبه څرنګه د پوهاوي دنده ترسروي او دا کار له تاريخه پرته هم شونی دی؛ ځکه چې هره ژبه په هر مهال کې د افهام و تفهيم کار ښه سم ترسره کوي.

فرديناند دوسوسور د خپلې خبرې د رڼاوي لپاره دوه اصطلاحات وکارول. د تاريخي لپاره يېDaichrony يا څومهالي(تغيري) او پر وړاندې يې Synchrony يا يومهالي(عين زماني) وکاروله. مطلب د يوې ژبې ځيرنه په تاريخ(بدلانه) کې نه، په عين زمان کې پکار ده. تر ده پخوا ژبپوهنه زياتره په فيلالوژي راڅرخېده او د کلمو په تاريخي تحول پسې سرګردانه وه.

اوس په دې پوه شو، چې فرديناند د تاريخي ژبپوهنې مخالفت وکړ او په يوه مهال کې يې د ژبې پر ځيرنه ټينګار وکړ؛ مخکې ځو. په رغښتواله کې ژبه بېل خپلواک موجود دی، چي له بهره ورته هر څيز راځي، مقاومت ورسره کوي، که نه د خپلوا قوانينو تابع کوي يې. بل دا چې ژبه مخکې له مخکې موجوده وي، هر څوک چي راځي، استفاده ترې کوي، ځکه نو ژبه يو مستقل نظام دی، چې خپل قوانين لري.

تاريخي ژبپوهنې کلمې په طبيعت کې د شتو شيانو، لکه ډبرې، کور او…ښکارندوی ګنلې. فرديناند دوسوسور د کلمو پرځای د نښې (Sign) نومونه وکاروله، ځکه چې د نښې مانا پراخه ده او پر ژبنيو توکيو سربېره ناژبنۍ نښې هم رانغاړلی شي. رغښتوال، ژبه د نښو نظام بولي او وايي، چې هره ماناداره کلمه نښه ده او نښه د هغه شي نه، د څيز د تصور(ذهني انځور) حسي تصوير دی. دا نو په ژبپوهنه کې لويه خبره وه، چې فرديناند وکړه. نوموړی د نښې دوه اړخه ګڼي. يو ته يې Signifier يا دال وايي. دال د نښې بڼه چي ښکاري، تلفظېږي او حس کېږي او بل ته يې Signified يا مدلول وايي. مدلول د اپلاتون د (مثل) غوندې دی. اپلاتون ظواهر د شيانو د تصوراتو عکسونه ګڼي، دغسې فرديناند دوسوسور نښه د يوه شي د تصور حسي شکل بولي. مثلا: (سرک) يوه نښه ده، چې دوه خواوې يې دي. يوه يې ظاهري يا تلفظي خوا يا شکل او بل د انسان په ذهن کې د (سرک) تصور. داسې، له نښو نه په ژبه کې څو ماناوې راووځي او هر لوستونکی يا اورېدونکی ترې له خپل تصور سره سمه مانا اخلي. په دې توګه، ژبه له شيانو بېله او د مستقل وجود څښتنه شوه.

جوناتن کلر د لا سپيناوي لپاره نښه له دوه ډوله نورو نښو سره پرتله کړې، چې يوه (Icon يا نمونه) يا د يوه شي يا شخص رسم دی. بلې ته يې (Index يا بېلندوی) وايي، چې د يوه څيز د ښکارندويۍ لپاره علت د نښې په توګه کاروي، لکه: ورېځ د باران علت او نښه ده، لوګی د اور علت او نښه ده. لومړۍ نښې پر ورته والي، دويمې پر علت و معلول ولاړې دي؛ خو د درېيمو(ژبنيو) نښو او د ذهني انځورونو ترمنځ اړيکه محض(تشه)، بې اساسه اړيکه ده. مطلب، يوه ژبنۍ نښه چې د يوه شي د تصور لپاره وضعه کېږي، تر شا يې کوم علت يا بل ارتباط نه وي، بس ورته بېله شي. رغښتوالو وويل، چې د ژبنۍ نښې او ذهني انځور ترمنځ اړيکه طبيعي نه، بلکې خپلسرې(Arbitrary يا تړوني) او فرهنګي وي. د نښو د ماناوو تر شا شيان نه، فرهنګ وي، چې د نښو مانا ټاکي او تضمينوي. مثلا: د (ستړې مشي) تر شا فرهنګ دی، چې د دې کلمو مانا مشخصوي. يا لکه د (وفات)، (مړ) او (مردار) تر شا فرهنګ دی، چې د دې کلمو مانا موږ ته ښيي. پخوا ژبه يوه رڼه ښېښه ګاڼه شوه، چې هاخوا دېخوا ترې هر څه بېل ښکاري؛ خو رغښتوالو وويل، چې د کلمې او څيز ترمنځ پوره کلتور پروت وي او نړۍ چې ژبې ته راننه ووځي؛ نو ژبه پرې خپل قوانين تطبيقوي؛ نو ژبه- چې له نښو جوړه ده- نړۍ نه، د نړۍ په اړه ژبنی درک وړاندې کوي. دا خبره نه وه، د ټوپک ډز و، چې پر رياليزم يې وکړ، ځکه رياليزم ژبه او ادب د واقعيتونو څرګندوی بلل.

فرديناند دوسوسور د ګسټالټ ارواپوهې غوندې پر کل ګروهمن و، چې دا نظر يې وروسته نورو رغښتوالو هم وپاله. فرديناند دوسوسور، ژبه بشپړ نظام ګاڼه او لکه د نښو غوندې يې په دوه برخو وېشله. يوې برخې ته يې( Langue يا ژبنی نظام) او بلې ته يې (Parole يا خبرې اترې) وويلې. ژبنی نظام د ژبې هغه وروستنۍ برخه چې له مخې يې خبرې کېږې. تجريدي او پټ نظام هم ورته ويل شوی، چې خبرې اترې شونې کوي او کنترولوي. ژبني نظام ته ګرامر هم پوهانو ويلی، چې په ژبه کې دننه موجود دی او پر خپلو خبرو يې ناارادي تطبيقوو؛ نو دې خبرو ته د ژبني نظام د جز په توګه پارول او پخپله ژبني نظام ته لانګ وايي، لکه شطرنج چي اصول يې معلوم دي؛ خو د لوبې په وخت کې يې لوبغاړی د همدې اصولو په رڼا کې چال بدلوي رابدلوي. څرنګه چې په شطرنج کې د شطرنج اصول پټ دي، دغسې په ژبه کې د ژبې نظام. داسې که ژبنی نظام د ژبې ناليدونی اړخ دی، خبرې اترې يې تجسمي يا مادي اړخ دی. لومړنی ټولنيز دی، دويم فردي. لومړنی بې ارادې ترلاسه کېږي او دويم بې ارادې نه ترسره کېږي. ژبنی نظام که د ژبې لاشعور دی، خبرې اترې يې شعور دی او څرنګه چې لاشعور ته له شعور پرته تګ شونی نه دی، دغسې د خبرو اترو د شننې له لارې ژبنی نظام درک کولی شو. يعنې له معلومه نامعلوم ته سفر دی. مثلا: موږ له يوه چا سره پر يوه موضوع غږېږو. زموږ دا غږېدا په خبرو اترو يا پرول کې راځي او د دې تر شا پراته عمومي اصول يا ټوله ژبه لانګ ده.

د ژبې له دې وېشه د فرديناند دوسوسور موخه د يوه مستقل موجود او نظام په توګه د ژبې اثبات و، چې تر شا يې طبيعت نه، فرهنګ پروت دی. بل يې په ژبه کې د بېلابېلو نښو ترمنځ اړيکو ته د لارې هواری و.

“سوسور چې ژبه په دوه برخو ووېشله؛ نو ژبنی نظام يې تر خبرو اترو(پارول) غوره وباله؛ نو ځينو پوهانو پرې نقد وکړ چې سوسور ژبپوهنه ساينس کوله او ساينس پر انګېرېدونکو يا مادي شيانو څېړنه کوي؛ خو سوسور يوه نامرئي شي ته لومړيتوب ورکړ او خپله ژبپوهنيزه ساينسي تيوري يې پرې ورغوله؛ خو دا خبره سمه نه ده، ځکه چې سوسور غوښتل چې ژبنی کل په ساينسي لارو چارو لاندې کړي او کل لانګ او پارول و. سوسور لانګ ته د رسېدو لپاره له پارول، يعنې د ژبې له مادي خوا نه د آلې کار اخلي، چې حس کېږي؛ خو قايم بالذات نه دی، بلکې شتون يې په لانګ پورې تړلی دی. پارول متنوع دی او بدلېږي را بدلېږي؛ خو لانګ د پارول دا تنوع منظموي او په يوه مانيز وحدت يې بدلوي، ځکه لومړی لانګ دی، بيا پارول”[1].

د ژبني نظام او خبرو اترو تيورۍ ادب، ټولنپوهې، ارواپوهې او نورو ته هم راغله. په ادب کې هم د يوه شعر يا نثر تر شا يو لوی نظام وي، چې د ادب تنوع ته لار جوړوي او دې نظام ته په ادب کې هنرواله يا ادبيت(Poetic، ادبي ماهيت) وايي. دې هنروالې په ادب کي د رومانتستانو د فرديت مخه ډب کوي.

رغښتوال، په ادب کې ادبي ماهيت د ادبي پنځونې د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ په تړاو کې رابرسېره کوي؛ خو پخپله پر ادبي ماهيت يې ترمنځ يو څه اختلاف شته، مثلا: رومن جيکب سن د فرهنګ يا ادبي دود پرځای د کلام خوند پخپله په ادب کې لټوي، ځکه چې د رغښتوالې په اړه مشهوره ده چې دا د کلام د مانا پرځای هغه دود يا فرهنګ راسپړي، چې پنځونې ته مانا ورکوي، يعنې د مانا پرځای د مانا سرچينه ګوري، خو د مانا سرچينه به د مانا له پوهاوي پرته څرنګه معلومه شي؛ نو که د مانا په سرچينې پسې ځي، بيا به نورې پوهې هم له ځان سره ملې کوې او د جيکب سن او تودوروف غوندې رغښتوال د دې کار مخالفت کوي، ځکه دوی وايي، چې ادبي ماهيت پخپله په پنځونه کې او د ادبي اصولو له مخې پلټل پکار دي. ځينې يې ادبي ماهيت د پنځونې پرځای د متن په لوست پورې تړي او وايي، چې په ادبي ماهيت کې فورم، رغښت، سبک، د ادب عمومي اصول او د يوه فورم ځانګړي اصول راځي؛ نو په يوه فورم کې يوه جمله يا ترکيب په بل فورم کې مانا بدلوي، مثلا که د نظم يوه مسره د غزل د مسرې غوندې ولولې، يا يوه مسره د داستان جمله وګڼې، يا د لنډې کيسې پر پېښه يا کرکټر د ډرامې يا ناول د پېښې يا کرکټر تنده ماتوې؛ نو ماناوې يې بدلېږي او کله خو بېخې مزخرفې شي. موخه يې دا ده چې مانا په پخپله په همغه خپل چاپېريال کې د بېلابېلو ټوکونو له پيوستونه پيدا کېږي. رولان بارت په (The pleasure of Text) کې د متن له لوسته دوه ډوله ترلاسه کېدونکی خوند ياد کړی. يو د هغو متونو خوند دی، چې ليک ورته وايي. دا عام يا سرسری خوند دی، ځکه چې ليک له فرهنګ سره نااشنا نه وي، هر څه پکې د لوستونکي له فکر سره سم روان وي او داسې هېښنده خبره پکې نه وي، چې لوستونکی ګوته پر غاښ کړي. ژور خوند هغه دی، چې لوستونکی يې له پنځونې اخلي، ځکه چې د لوستوال تاريخي او فرهنګي مفروضې پکې ماتېږي او په ځنډ ځنډ يې لولي، لامل يې دا دی، چې د ده د تمې خلاف وي، د ده ذهني او احساساتي سانچي پکې ماتېږي او نورې نوې جوړېږي. د زړو سانچو له منځه تګ لوستونکی خوږوي؛ خو د نويو سانچو رغون يې هيلمنوي؛ نو له دې نه خوښي نه راووځي، بلکې غم ترې راټوکېږي؛ خو دا غم ډېر خوږ او خوندور غم وي. دا خوند ډېر هېښنده وي، ځکه چې لوستوال، چې پر کليشه وو روږدی وي، له نويو تجربو سره مخامخ کوي. رولان بارت، دا خوند له جنسي لذت سره مشابه کړی. مثلا؛ د نوموړي مشهوره خبره ده، چې (په ټول بدن کې) هغه ځای ډېر شهوت پارونکی وي، چې جامې ترې لږې ښويدلې او لوڅ وي. اوس نو که جامې د تاريخي او فرهنګي ارزښتونو لپاره سمبول وګڼو، نو د بدن لوڅ ځای د دغو ارزښتونو ترمنځ د درز سمبول دی.

ژور خوند په نوي ادب پورې تړلی دی، ځکه چې نوی ادب هره ورځ د ادب پخواني آرونه ماتوي.

دا دوه ډوله خوند له دوه ډوله متنه(ليک او پنځونې) پېدا کېږي. په ليک(Readerly) کې د لوستونکي پام د دال پرځای مدلول ته وي، ژبه پکې وسيله وي او قاري پکې له ژبې بهر له يوه ټولنيز واقعيت سره مخامخېږي؛ خو پنځونه(Writerly) هغه ده، چې پخپله ژبه پکې هدف وي. د مدلول پرځای پکې پخپله دال مهم وي او لوستونکی له همدې داله بهر نه پرېږدي او داسې ژور خوند ورکوي، چې لوستوال د همدې متن په نړۍ کې ورک شي. د پنځونې په لوست کې لوستوال له نوي حسي او احساساتي خونده تېرېږي او نوې تجربه ترلاسه کوي.

له پنځونې او ليکه د پنځګر او ليکونکي توپير هم په رغښتواله کې راڅرګند شو. پنځګر(ليکوال او شاعر) هغه دی، چې همدا ژبه يې موخه وي او ليکونکی هغه دی، چې له ژبې نه د وسيلې کار اخلي، نور يې موخه له ژبې بهر واقعيت وي. پنځګر ژبې ته د ژوندي موجود په سترګه ګوري، خو ليکونکی يې رڼه ښيښه ګڼي، چې حقايق او واقعيتونه ترې تېر راتېر ښکاري او په اسانه تېرېږي. پنځګر دال ته ارزښت ورکوي او ليکونکی مدلول ته. مطلب پنځګر ماده پالی او ليکونکی مثل خوښ دی؛ نو رياليست ليکونکی او سمبوليست، رومانتست ليکوال/ شاعر(پنځګر) دی.

رغښتواله چې ادب ته د کل په سترګه ګوري. په دې کل کې ټول ادب يا د يوې ژبې ادبيات هم راولي او څرنګه چې په کلام کې دننه د اجزاوو ترمنځ د تړاو پر بنسټ نقد کوي، همدغسې له نور ادب سره يوه پنځونه په تړاو کې ارزوي.

فرديناند دوسوسور د لانګ او پارول په مټ ژبه خپلواک مخلوق ګڼلې وه، چې په شيانو متکي نه ده، پاتې رغښتوالو چې دا تيوري په ادبياتو تطبيق کړه او د لانګ په وړاندې يې ادبي ماهيت ودراوه او دا يې وويل چې ادبي ماهيت په متن کې وي؛ نو د ژبې غوندې يې ادب هم خپلواک مخلوق کړ، چې کره کتنه يې پنځګر ته نه ګټه رسوي، نه زيان. ادب يې د اديب له شخصيته وتروړه او څرنګه چې يې په ژبپوهنه کې ويلي وو، چې “سړی خبرې نه کوي، ژبه خبرې کوي”، دغسې يې په ادب کې پنځګر تشه وسيله يا ميډيم وباله، چې شخصيت يې پر ادب اغېز نه کوي. رولان بارت په ۱۹۶۸ز کې د (پنځګر مړينې) په نامه ليکنه وکړه او د ادب له کره کتنې يې پنځګر وايست او د رغښتوالې مشهوره اصطلاح(پنځونه اساس دی) يې وکاروله. ځکه چې د پنځګر د شتون تصور پنځونه او کره کتنه محدودوي او کره کتونکی د پنځګر د شخصيت له لارې په يوې مانا پسې ګرځي او د پنځګر د ژوندليک، رواني شننې او شخصيت له لارې به د همدې يوې مانا د اثبات هڅه کوي. د رغښتوالې له مخې د پنځونې تر شا پنځګر نه، فرهنګي او ادبي دودونه وي، چې پنځګر پکې تشه وسيله ده. رولان بارت د پنځګر د شخصيت شتون د لوست او کره کتنې په ازاد کار کې خنډ بولي.

نو چې شخصيت نه وي، د ادب ادبي ماهيت څه شی ټاکي؟

څرنګه چې فرديناند دوسوسور د ژبنيو نښو(کلمو) مانا له فرهنګه ګڼي، دغسې نور رغښتوال، د ادبي ماهيت(Poetic يا ادبييت) تر شا ادبي دود(Conventions)-  چې پنځګرو او لوستونکو پرې سره هوکړه کړې وي- ويني، چې په مرسته يې د يوې پنځونې ادبي ماهيت معلومېدای شي. دا ادبي دود ضرور نه دی، چې له ساينسي يا علمي واقعيتونو سره برابر وي. مثلا: په ډرامه کې دريځ، وراشې، کرکټرونه، نندارې او د وړاندې کولو طرز دود دی؛ نو د ډرامې د لوبغاړو او نندارچيانو ترمنځ هوکړه شوې وي، چې که هغه راته پر دريځ، د جګړې ډګر، يخني، ګرمي، سيند، بېديا، شپه او ورځ هر څه ښيي، موږ به ترې د رښتينو شيانو غوندې خوند اخلو او دروغ به يې نه بولو. همداسې په داستانونو کې هېښنده پېښې، جادو او نور هم د ادبي دود په توګه منو. داسې نو ادبي دود يواځې د نثري او شعري ژانرونو تر چوکاټونو نه محدودېږي، بلکې د ادبي تيورۍ په لاس ادب ته بېل کړي ټول مشخصات په ادبي دود کې راځي. له دې نه ښکاري، چې په ژبه او متن کې موجوده مانا له ژبې او ادبي دوده راولاړېږي او د دوی تر شا فرهنګ وي. مطلب د مانا سرچينه څيز نه، د ادبي دود له لارې وړاندې شوی فرهنګ دی.

رغښتوالې د يوې پنځونې د ادبي ماهيت د پېژندګلوي لپاره قوانين وضعه کړي، چې کوډونه ورته وايي. ادبي دود هم يو کوډ دی، چې له مخې يې ادبي ماهيت معلومېږي؛ خو ادبي دود تر کوډ ډېر پراخه دی. مثلا: د لنډې کيسې تخنيکونه او نور اړخونه په ادبي دود کې راځي؛ خو کوډ د ادبي ماهيت د پېژندلو يا پرانيستلو يو څو وړې کونجيانې دي. ادبي دود ټولنيز وي او کوډ فردي. هر لوستونکی د يوې ادبي پنځونې لپاره بېل کوډونه کاروي، په دې چې هر لوستونکی له متنه بېله مانا اخلي. رولان بارت چې د بالزاک د کيسې(Sarrasine) لپاره کوم پينځه کوډه کارولي وو؛ هغه د هر متن لپاره ضرور نه دي. هغه کوډونه دا دي:

  • شننيز کوډ: چې د متن د يو مبهم ټوک رڼاوی وکړي.
  • تلوسه يي کوډ: دا په کيسه کې به مخکې څه کېږي؟ او د تلوسې د پيدا کولو کوډ دی، چې له دې لارې لوستونکی له ځان سره بيايي.
  • سيمانتيکي(مانايي) کوډ: د دې کوډ په مټ د متن وضعي او مجازي مانا معلومېږي.
  • سمبوليک کوډ: له مانايي مېتود سره ورته دی؛ خو په دې کې کره کتونکي ژورې مجازي او او سمبوليکې ماناوې پلټي، چې له ټکرخورو او بډو تصوراتو نه پيدا کېږي.
  • فرهنګي کوډ: چې په متن کې د يوه منلي فکر، لکه مذهبي، اخلاقي ارزښتونو او ساينسي حقايقو په پوهاوي کې راسره مرسته کوي.

دا کوډونه راسره په رغښتواله کې د يوې ادبي پنځونې په کره کتنه کې لاس کولی شي؛ خو کېدای شي، دا بسنده يا دقيق نه وي؛ نو د رغښتوالې له مخې هر کره کتونکی د يوې ادبي پنځونې د کره کونې لپاره نوي کوډونه وضعه کولی شي.

رغښتواله د کلام د بېلابېلو اجزاوو او د کلمو له بڼې او تصوره يا په ادب کې په مجازي توګه د يوې ذهني پديدې او ورته له کارېدونکو کلمو له تړاوه پر راپيدا کېدونکو ماناوو او ارزښت غږېږې، چې دا کلمه يا دا ترکيب د سمبول يا…په توګه کارېدل، له دې نورو اجزاوو سره يې په تړاو دا مانا او خوند پيدا کړی او دا يې نيمګړتيا ده؛ خو بنسټ پکې تړاو دی.

رغښتواله، ژبه د اړيکو نظام بولي. دا اړيکې ژبنۍ نښې(کلمې) خپلو کې غځوي او په دوه ډوله(عمودي او افقي) دي. جمله د نښو ټولګه وي. د کلمو غوراوی د عمودي او نحوي ترتيب يې د افقي اړيکې له مخې ترسره کېږي. د خبرو اترو لپاره لومړی مناسبې کلمې انتخابېږي او هره مناسبه کلمه د ورته، مترادفو، متناسبو، متضادو او انډولو کلمو له هغې زېرمې غوره کېږي، چې زموږ په ژبنۍ حافظه کې عمودي موجود وي. له دې ښکاري، چې يوه کلمه له څو نورو کلمو سره د تناسب، تضاد او… اړيکې لري او موږ چې مثلا: په (شپه، خاموشي، شور، ورځ، او تياره) کې (شپه) انتخابوو؛ نو مطلب د ارتباط پر بنسټ يې انتخابوو. يا د همدې عمودي ارتباط پر بنسټ له (وفات) (مړ)، (مردار)، (رحلت)، (وکوچېد) نه يوه کلمه غوره کوو او وايو، چې ليکوال ومړ يا وفات شو يا يې رحلت وکړ. د همدې عمودي اړيکې پر بنسټ د دغو کلمو ترمنځ توپير کولی شو، چې (مړ) څه مانا، (مردار) ، څه مانا او (وفات) څه مانا لري او کوم ځای کې کارېږي. يا به داسې ووايو، چې همدا توپير دی، چي دا کلمې يې هستې کړي. د يوې کلمې په انتخاب دا نورې کلمې همدلته په ذهن کې پاتې شي؛ خو له همغه غيابه منتخبې کلمه توپيروي او د مفهوم حدود يې ټاکي. مثلا: رحيم الله بشارت د پښتو لنډې کيسې ليکوال دی. په دې بېلګه کې بل څوک(بريالی، زرين او…) نه، رحيم الله بشارت. د دري، انګيسې نه، پښتو او د ناول يا ډرامې نه، لنډې کيسې او بل شی نه، ليکوال دی. دا توپير په متن کې نه وي، د ګړېدونکي کس په ذهن کې وي؛ چې رامنځته کول يې د متکلم نه، د ژبې پر غاړه دي. دې ته ځکه عمودي وايي، چي خبرې اترې يا ليک مو له ذهن سره عمودي(ولاړه) زاويه جوړوي. په متن کې د جملو د موجودو اجزاوو ترمنځ ارتباط، چي پرته زاويه جوړوي، افقي وي، ځکه نو ورته پر قربت ولاړه اړيکه وايي. په پاسنۍ بېلګه کې (رحيم الله بشارت، پښتو، لنډې کيسې، ليکوال او دی) يو بل ته نژدې پراته دي او د ګرامر له پلوه د يو بل تابع دي؛ نو اړيکه يې پر قربت ولاړه ده. موږ پوهېږو چې (رحيم الله بشارت) فاعل، (دی) فعل او (ليکوالي) يې کسب دی؛ نو د همدې قربت پر بنسټ موږ د جملې اجزا وبله بېلولی شو. او که دا ترتيب يې سره واوړي؛ نو کېداي شي، مانا کې يې بدلون راشي. په دې جمله (ملګری مې وفات شو) کې د جملې ټول ټوکونه له يو بل سره مانيز تړاو لري او تړاو يې دا دی چې د (ملګري) لپاره د (مردار شو) کلمې نه شې کارولی، هسې چې د دښمن لپاره د (وفات شو) کلمه نه کاروو، ځکه مانا ته زيان رسوي او که ويې هم کاروې؛ نو د يوې موخې له مخې به وي او د مانا تړاو به يې ترمنځ موجود وي؛ نو دا کلمې سره افقي اړيکې پالي. بله بېلګه يې ترافيکي نښې دي. سره نښه له ودرېدو، ژېړه له چمتوالي او شنه له روانېدو سره هېڅ ورته والی او تناسب نه لري، خو مفهوم رسوي؛ نو مانا يې هم له يو بل سره په همدي مربوط چاپېريال يا له يو بل سره په ارتباط کې څرګندېږي.

سټرکچرليزم له نحوي چاپېراله بهر هم فونيمونه او کلمې له يو بل سره د تناسب، ورته والي او تضاد په توپير پېژني او وايي، چې د نښو د پېژندلو بله وسيله نشته. لکه: (چ) ځکه (چ) ده، چې (ځ) يا (م) نه دی. يعنې (چ) موږ له نورو فونيمونو سره د تلفظ او بڼې د توپير له مخې پېژنو. د همدوی خبره ده، چې فونيمونه کلمې نه جوړوي، بلکې توپيروي يې. همداسې کلمې درواخلئ، مثلا: (دروازه) ځکه پېژنو چې (کړکۍ)، (دېوال) يا (کنډو) نه دی. مطلب له دوی سره يې په ارتباط کې پېژنو. رغښتواله وايي، چې نښې يا کلمې د شيانو د تصور استازي نه کوي، بلکې توپير يې ښيي.

اوس پوه شو، چې رغښتوالې ته ولې رغښتواله يا جوړښتپاله(سټرکچرليزم) وايي، ځکه چې رغښتوال وايي، چي د يوه نظام ظاهري اډانې ته جوړښت نه وايي، بلکې د يوه نظام د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ پټو ربطونو ته رغښت وايي او همدا پټې اړيکې ظاهري اډانه جوړوي. مثلا: د انسان د بدن اډانه(سکليټ) د هډوکو له رشتو يا تړښته او رغښته رامنځته کېږي.

د اړيکو د همدې تېورۍ پر بنسټ په ادب کې رومن جيکب سن د ادبې ماهيت تيوري وضعه کړه. د نوموړي په وينا په ادب کې د کلمو عمودي ارتباط ورته والی او افقي قربت دی، چې له ورته والي استعاره(مراد يې مشابهت دی او تشبيه او سمبول هم پکې راځي) پيدا کېږي او له قربته مرسل مجاز. شاعري له بهرنۍ نړۍ سره په ورته والي او نثر پر قربت ولاړ دی يا استعاره د شعر ځانګړنه ده او مرسل مجاز د نثر. مطلب په همدې دوه ارتباطه د نثر او شعر هنرواله معلومولی شو. دوی يو بل نقض کوي نه، چې په شعر کې دې مرسل مجاز نه وي او په نثر کې استعاره. ښايي، دواړه شته وي. که دواړه وي؛ نو په شاعرۍ کې به د نثر(واقعيت/ حقيقت) رنګ پوخ وي او په نثر کې به شاعري شوې وي.

رولان بارت د ګړېدا يا ليک لپاره نقشه جوړه کړې، چې شپږ شيان(ګړېدونکی يا پنځګر، اورېدونکی يا لوستوال، خبرې يا پنځونه، قرينه، اړيکه او قانون) رانغاړي. د غږېدونکي او اورېدونکي ترمنځ د خبرې يا پېغام د رسا انتقال لپاره رواني اړيکه پکار ده. دا اړيکه د غږېدونکي خبره اورېدونکي ته رسوي. خو له دې سره يوه داسې قانون ته هم اړتيا ده چې د غږېدونکي او اورېدونکي ترمنځ ګډ وي. کوډ هغه قانون يا کلمه ده چې اورېدونکی يا لوستوال پرې د غږېدونکي پر خبره پوهېږي. له دې چاپېريال پرته د خبرې سم پوهاوی سخت دی او دې چاپېريال ته قرينه وايي. په دې وراشه(مکالمه) کې يو شی برلاسی وي او نور ورسره په تفهيم کې مرسته کوي. مثلا: که غږېدونکی برلاسی وي، ژبه د څرګنتيا دنده ترسروي يا د هغه شي اړوند، چې دی يې په اړه غږېږي، د غږېدونکي چلند ښيي، که قرينه برلاسې وي، نو د چلند پرځای پخپله هغه څيز بيانوي، که پر اورېدونکي ټينګار وي؛ نو د ژبې ارادي دنده فعاله وي، که اړيکه برلاسې وي، بيا ننګېرنې بيانېږي، که کوډ برلاسی وي، نو په دې وخت کې چې ژبه کومه دنده ترسروي، هغې ته رومن جيکب سن (Metalingual) وايي، چې د خبرې د رسېدو پوښتنه وي او چې پخپله خبره برلاسې وي؛ نو ژبه شاعرانه دنده ترسره کوي. مطلب دا چې خبره په مرکز کې وي او دا نور ورسره له شا و خوا نه مرسته کوي؛ نو شاعري پيدا کېږي، چې له دې سره د ژبې نورې خواوې ورکېږي نه، خو تتې شي، مثلا؛ د ګړېدونکي، اورېدونکي او قرينې پېژندګلوي سخته شي، چې دا د (زه) ضمير پخپله شاعر دی، که کوم فرضي سړی. څوک چې يې مخاطب دی، هغه رښتونې محبوبه ده، که کوم خيال. دا پېښه رښتيا هم ترسره شوې، که هسې ګپ دی.

ادب ته يې دا هم وښووله چې کلمې مستقلې ماناوې نه لري، بلکې له نورو کلمو سره په تړاو کې خپلې ماناوې څرګندوي او دا د ادبي کره کتنې لپاره لويه خبره وه. د رغښتوالې له مخې که پر يوه ادبي پنځونه بحث کېږې؛ نو د بېلابېلو ادبي نښو هنري ارزښت د همدغه ارتباط له مخې معلومېږي.

رغښتواله له فورموليزم سره دا توپير لري، چې فورموليزم د کلمې بڼې او موسيقۍ ته ارزښت ورکوي او د ادب پر ناعاديتوب غږېږي؛ خو رغښتواله د کلمې د بڼې او تصور پر اړيکه، له نورو کلمو سره د يوې کلمې پر تړاو او داسې نورو موضوعاتو غږېږي.

داسې نه ده، چې سټرکچرليزم ځانته په ځانته د ادب ټول ماهيت رانغاړلی شي، بلکې د کره کتنې له نورو طريقو سره يوځای د يوې ادبي پنځونې په شناخت او ارزښت معلومولو کې مرسته کولی شي.

 


[1]  ډاکټر ناصر عباس نير، ساختيات ايک تپعارف، پورب اکاډمي، ۲۰۱۱ز، اسلام آباد، ۲۱۷-۲۱۸مخ.

2 COMMENTS

  1. Very in depth analysis of a very interesting subject. I congratulate you on accurate and to the point analysis. In our society we need many talented youths like yourself.

    Thanks a lot,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب